تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د برتانیا تاریخي ډارمو کې تورپوستو ته کم رول ور کول کېږي"
سینمايي لوبغاړې تانډې نیوټن وايي، نه غواړي په برتانیا کې کار وکړي، ځکه چې په تاریخي ډرامو کې تورپوستو او نورو قومي لږکیو ته رول نه ور کول کېږي.
اغلې نیوټن یاده نیوکه د برتانیا د فلمونو د انسټيټوټ له پلټنو وروسته کړې ده.
دغه انسټیوټ خپلو پلټنو کې موندلې وه چې له ۲۰۰۶ کاله را پدېخوا د برتانیا په ۵۹ سلنه تولید شويو فلمونو کې تورپوستو لوبغاړو ته رول نه دی ور کړل شوی.
تانډې نیوټن په برتانیا کې زېږېدلې او درې ماشومان لري، له سنډی ټایمز مجلې سره یې په مرکه کې ویلي"غواړم دلته و اوسېږم، خو نه غواړم د داسې یو چا په توګه کار وکړم چې د توکمي تعصب ښکار وي."
نیوټن له هغو ګوته په شمېر برتانوي فلمي لوبغاړو ده چې د دغه هېواد په فلم او ټلوېزیون کې یې د نژادي رنګارنګۍ د نه شتون له امله نیوکې کړې دي.
د بي بي سي د سپوکس ټلوېزیونې خپرونې پخوانی چلوونکی ډیویډ اویالوو وايي، په انګلستان کې د تورپوستو سینمايي لوبغاړو لپاره کاري موکې کمې دي چې له امله یې هغوی امریکا ته کډه کېږي.
د (The United Kingdom) ټلوېزیوني ډرامې چلوونکي په ۲۰۱۵ کې وویل، موږ په برتانیا کې ډېرې ډرامې تولیدوو، خو معمولاً تورپوستي لوبغاړي پکې لږ لیدل کېږي:
" دا ډېره مایوسوونکې ده، ځکه دا هرڅه باید دا ډول نه وای."
د امریکا په متحده ایالتونو کې تورپوستو لوبغاړو ته ډېرې کاري موکې شته؛ تر دې چې تورپوستي کوای شي، د سپین پوستو تاریخي شخصیتونو رول کې راڅرګند شي.
امریکا ته د تورپوستو برتانوي سینمايي لوبغاړو پر کډوالۍ د هالیووډ سینما پیاوړي لوبغاړي سمویل اېل جکسن هم نیوکه کړې ده.
هغه پر فلمې ادارو له دې امله نیوکه کړې چې په تورپوستو برتانوي سینمايي لوبغاړو ته اجازه ور کوي چې د یوه امریکايي رول ولوبوي، په داسې حال کې چې موږ په کور دننه هم ډېر وروڼه لرو چې هغوی هم کار ته اړتیا لري.
نوموړي تر هغه وروسته یادې څرګندونې وکړې چې تورپوستي برتانوي لوبغاړي ډانیل کالویا په یوه امریکايي نژادي لنډه کي فلم (Get Out) کې رول ولوباوه.