تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرهاد دریا: ګروه باران یو ځل بیا جوړېږي
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
افغان وتلي سندرغاړي فرهاد دریا له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د باران د موسیقۍ ډله چې نژدې دېرش کاله وړاندې یې فعالیت درلود یو ځل بیا جوړېږي او د دریځ سر ته به خېژي.
فرهاد دریا چې د نوروزي خپرونو په لړ کې یې د بي بي سي له محجوبه نوروزي سره خبرې کولې وویل "له ډېرې مودې راپدېخوا د یوه ځوان ګروه باران پر جوړولو کار کوم چې له نوې ساه سره د ستېج سر ته وخېژي".
ګروه باران په ۱۳۶۰ مو لمریزو کلونوکې د هغه مهال د ځوانو سندرغاړو فرهاد دریا، اسد بدیع، جاوید راهي او مختارمجید په ګډون جوړه شوه چې خورا ډېر شهرت یې درلود.
د ګروه باران غړو به په ګډه سندرې ویلې او داسې سبک یې درلود چې د افغانستان په موسیقۍ کې یې تر دغه وړاندې ساری نه درلود.
فرهاد دریا وویل، د ګروه باران د بیا جوړلو لپاره یې له پخوانیو ملګرو سره مشوره کړې او "د ځوانې ډلې له جوړېدو سره به دوی هم ورسره وي".
ښاغلي دریا زیاته کړه " لا اوس هم عزم او اراده لرو او اوس هم هماغه یوو چې وو".
ښاغلي دریا په دغې ځانګړې مرکه کې د ګروه باران د لومړنیو ورځو کیسه وکړه چې څنګه به د ډلې هلکان د دوی په کورکې سره راټولېدل، تمرین به یې د ده په کوټه کې کاوه او وروسته به یې د موسیقۍ سامان پر اوږه کړل او د راډیو تلویزیون پر لور به د سندرو د ثبت لپاره روان شول.
هغه زمان او وخت د ښاغلي دریا په وینا نه هېرېدونکی و او څه چې دوی تولیدول د خلکو خوښېدل. نو ځکه د ده په وینا: " اوس غواړم نوی نسل او نوې غوټۍ" د باران ګروه یو ځل بیا وغوړوي.
فرهاد دریا لومړنی افغان سندرغاړی و چې د مجاهدینو او طالبانو له واکمنیو وروسته یې په کابل او ولایتونو کې،کنسرتونه ورکړل او په زرګونو کسانو په کې ګډون وکړ.
(د فرهاد دریا بشپړه مرکه د نوروز په ورځ پر بي بي سي خپرېږي)