تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د زنزیبار د لرغوني میراث د ساتلو هڅې
د تنزانیا سمندرغاړې سر ه په زنزیبار ټاپو کې د سواهیلي معمارۍ ډېرې بېلګې شته، خو د کلونو کلونو بې غورۍ له امله ډېرې ودانۍ خرابې شوې دي.
اوس د ځايي صنعتکارو کوچنۍ ډله د دودیز هنر د ژوندي ساتلو او د دې ودانیو د خوندي کولو هڅه کوي.
د زنزیبار تاریخي برخه ډبر مېنه(Stone Town) د دې سیمې پانګه ده او د ملګرو ملتونو ښوونیزې، پوهنیزې او کلتوري ادارې یا یونیسکو پر ۲۰۰۰ کال د نړیوال میراث برخه کړه.
که څه هم د ټاپو د زیاتېدونکو وګړو، موټرو او د هوا ګرمېدلو له امله ودانۍ اغېزمنې شوې دي.
د رغونې لپاره د دودیزو شګو او د چونې کاڼو پر ځای کانکرېټ کارولو د مټوني ماڼۍ په څېر د ډېرو ودانیو زوال ځنډولی دی.
د زنزیبار میراثونو دندې پیدا کولو پروژې شاګردان په ترکاڼۍ یا نجارۍ او ودانۍ جوړولو کې روزل شوي او موخه یې د ځايي هنر ژوندي ساتل او د ودانیو خوندي کول دي.
۳۸ کلن عمر یوسف عبدالله وايي: "په دې کار سره تنخا اخلم او ژوند کوم".
"نور کسان به هم وروزم چې زموږ کلتور او د ډبر مېنې دروازې وساتي".
د زړې چونې، سرې ډبرې او نورو اوسنیو ودانیوزو توکوه ګډوله د ډبر مېنې د لا ډېر اوږد راتلونکی ډاډمنوي.