تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واده ۱۵۰ کاله پخوانۍ جامې پیدا شوې
د ناوې ۱۵۰ کاله پخوانۍ جامې، چې له واده وروسته ورکې شوې وې، پید اشوې.
یوې برتانوۍ مېرمن د خپلې نیا د نیا دا ۱۵۰ کاله پخوانۍ جامې تېر دوبی په خپل واده کې اغوستې وې، خو له واده وروسته دا جامې ورکې شوې.
هغې دا ارزښتناکې جامې دوبي ته استولې وې، خو د دوبي له ډوپه کېدلو وروسته معلومه نه وه چې دا جامې څه شوې.
دا خبره په ټوله برتانیا کې خپره شوه. اوس دې ۲۹ کلنې ناوې خپل فیسبوک کې لیکلي، چې دا جامې یې د هغه دوبي د ودانۍ په ډېرو جامو کې موندلې دي.
هغه یاداښت چې ټس نوال په خپل فیسبوک کې د خپلې نیا د نیا د واده جامو د ورکېدلو په هکله خپور کړی، نږدې ۳۰۰ سوه زره یا درې لکه ځلې شریک شوی دی.
ټس نوال د برتانیا د ختیځ لوټیان اوسېدونکې ده او لیکلي یې دي چې دې پېښې ډېره حیرانه کړې ده.
مېرمن نوال تېر کال جولای کې کوزده وکړه، دوه میاشتې وروسته یې دوبي ته جامې یووړې میاشت وروسته پوه شوه چې دا دوبي ډوپه شوی او دوکان یې تړلی دی.
هغې بي بي سي ته ویل، د دوبي یوه کس یې له کورنۍ سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې لا هم ځینې جامې شته.
وايي، دوی لاړل او په خیرنو جامو کې یې دا کالي هم وموندل.
هغې په سکاټلنډ کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې په نوم شوه، نیا یې ورته وویل، "داسې جامې لري چې له ۱۸۷۰ کال راهیسې یې په کورنۍ کې لاس په لاس کېږي او اوس په انبار کې دي، غواړي دا یې په واده کې واغونځي".
"زه تل لرغوني شیان خوښوم، لوی ویاړ و چې داسې جامې مې د واده په ورځ واوغوستلې".
"هیښوونکې وه چې د جامو صندوق مې پرانیست، ډېر یې په کاغد کې تاو کړې وې، لږ زېړې شوې وې، او باید پاکې شوې وی.
له واده وروسته یې پلار دا جامې دوبي ته یووړې.
هغه ته وویل وویل شول چې له اتو تر لسو اونیو به یې کار وخت واخلي. "مور مې فکر وکړ چې ډېر وخت دی، خو بیا مو هم ومنله.
د هغې په خبره، په دې وخت کې یې پلار څو خلې تماس ونیو چې وګوري جامې تیارې شوې که یه:
"جامې تیارې نه وې. دوه ورځې مخکې دوکان ته لاړ، ویې لیدل پر ځړېدلي کاغذ لیکل شوي، چې دا دوکان د قانون په حکم تړل شوی دی".
کله یې چې مور خبره شوه، د دوبي دوکان تړل شوی، ډېره خپه وه، خو له د دوبي د دوکان یوه کارکوونکي په ټلیفون سره د دوی خپګان بېرته په خوشالۍ بدل کړ.