د شاه رخ خان ريیس: بریالی که ناکام فلم؟

    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي لندن

د هندي سېنما یو تر ټولو غښتلي او منل شوي فلمي لوبغاړي شاه رخ خان نوی فلم "رئیس" چې له میاشتو ورته مینه وال په تمه وو بالاخره د سېنما په پردو راښکاره شو.

دا فلم باید تېر کال له کوچني اختر نه دوې ورځې وړاندې خپور شوی وای خو د سلمان خان فلم "سلطان" هم ورته وخت کې خپرېده.

د فلم جوړوونکو او مالي ملاتړو د دې له کبله چې د سلمان خان فلم سره ټکر به یې کاروبار اغېزمن کړي د فلم د خپرولو نېټه وځنډوله.

"رئیس" د جنورۍ په ۲۵ نېټه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په یو وار بازار ته وړاندې شو.

فلم کې شاه رخ خان مخکښ لوبغاړی دی او د "ريیس" رول لوبوي، تر څنګ یې د مخکښې ښځینه لوبغاړې رول لپاره د پاکستان ماهره خان ټاکل شوې.

دې وروستیو کې د پاکستان او هند تر منځ د کړکېچ له امله د هند ملت پاله ګوندونو او ګڼو نورو خلکو ریيس فلم سره د بایکاټ غوښتنه کړې وه. دوی یې لامل فلم کې د پاکستانۍ هنرمندې رول یاداوه.

خو داسې ښکاري چې دې ډول منفي تبلیغاتو هم د فلم پر کاروبار څه اغېز ونه کړ.

له خپرېدو وروسته یې په لومړۍ اونۍ کې یوازې په هند کې شاوخوا ۱۲ سوه مېلیونه هندۍ روپۍ ګټلې.

که نړیوال کاروبار ته یې وکتل شي نو دا شمېره تر دوه زره مېلیونه هندۍ روپیو اوړي. دا د شاه رخ خان ۷ فلم دی چې هند کې له زر مېلیونو (۱۰۰ کروړو) زیاتې روپۍ ګټي.

د فلم کیسه او سکرین پلی

د فلم کیسه پر ريیس (شاه رخ خان) راڅرخي. رئیس په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د هند په ګجرات ایالت کې اوسېده. هغه وخت ګجرات کې د شرابو پر کاروبار بندیز وو.

ريیس له کوچنیوالي د سیمې له غیر قانوني سوداګرو سره اړیکې جوړوي او هغوی ته کار کوي. چې را ځوان شي نو ګجرات کې د شرابو تر ټولو لوی سوداګر شي.

له دې لارې مېلیونونه پیسې وګټي او د سیمې پر سیاستوالو او حکومتي ادارو یې هم اغېز زیات شي. رییس له زړه نرم وي او هر چا سره مرسته کوي.

همدې ښه خوی له امله د ګجرات ولس باور او مینه خپله کړي.

د ده شهرت له کبله یې نور سیالان چې د شرابو کاروبار کوي د ده د وژلو پلانونه جوړوي خو رییس (شاه رخ خان) په بریالیتوب د خپلې لارې ټول خنډونه له منځ وړي.

رییس هغه وخت له سخت حالت سره مخ شي چې د جرمونو ختمولو لپاره سیمې ته د پولیسو یو نوی مشر مجمودار 'نوازالدین صدیقي ' راشي.

دی چې ګجرات کې د رییس له اغېزه خبر شي نو ژر تر ژره د هغه د نیولو او د کاروبار ړنګولو په اړه یې هڅې پیل کړي.

د فلم نوره کیسه نو د رییس او پولیس مجمودار تر منځ پر اړیکې راڅرخي.

د فلم کیسه رومانوي اړخ هم لري. پاکستان کې د ډرامو مشهوره هنرمنده ماهره خان 'اسیه ' د رییس مینه وي چې وروسته ورسره واده کوي او دواړه یو زوی هم لري. فلم کې یو څو په زړه پورې سندرې هم شته. د هندي سېنما یوه پخوانۍ مشوره سندره "لېلا او لېلا" رېمېکس یا په نوې بڼه جوړه شوې چې سني لیون په کې راڅرګندېږي.

که څه هم د فلم کیسه ډېر نوښت نه لري، خو مکالمې 'ډایلاګ ' یې ډېرې عالي دي. فلم کې شاه رخ خان ډېر ښه ځلېدلی او پر ده سربېره نواز الدین صدیقي هم خپل رول په ډېر بریالیتوب سره لوبولې.

د فلم جوړښت

د فلم ډایرېکټر او جوړوونکی راهول ډولکیا دی.

د نوموړي وروستی فلم "لمحه" په ۲۰۱۰ کال کې خپور شوی وو. ښاغلی ډولکیا بالیووډ کې د یوه ځانګړي سبک فلم جوړوونکی بلل کېږي او ډېر فلمونه یې اکشن او کرایم 'جرم ' له ژانره وي.

رئیس فلم کې هم د فلم جوړوونکي کمال له ورایه ښکاري. د فلم صحنو ثبتولو لپاره د ځای انتخاب وي او که د لوبغاړو جامې او څرنګتیا، ټولو اړخونو ته راهول ډولکیا ځانګړی پام کړی.

اکشن صحنې یې ډېرې ښکلې ثبت کړي. تر دې وړاندې د راهول ډولکیا فلمونه "پرزانیا" او "لمحه" د فلم کرېټېکس یا کره کتونکو له لورې خورا ډېر ستایل شوي.

د فلم ځینې صحنې په ګجرات او ډېرې نورې صحنې یې په مراکش کې ثبت شوي. تخنیکي اړخونو ته هم ډېر پام شوی او د بېلا بېلو صحنو لپاره د ورته موسیقۍ انتخاب هم د ستاینې وړ دی.

نو سره له دې چې په دا ډول کیسو مو ښايي بالیووډ کې ډېر فلمونه لیدلي وي، خو د شاه رخ خان ښکلې او په زړه پورې تمثیل او د راهول ډولکیا د فلم جوړونې استعداد دا فلم ځانګړی کړی او په لیدو ارزي.