اوسکار جایزې نوماندۍ: لالا لنډ له ټولو مخکې

د هالي ووډ مشهورو اوسکار جایزو لپاره وروستۍ نوماندۍ اعلان شوې، چې له مخې یې ګولډن ګلوب جایزو کې مخکښ فلم لالالنډ تر ټولو ډېرې آوسکار نوماندۍ تر لاسه کونکی فلم بلل شوی.

لالالنډ چې پر یوه عشقي کیسه راڅرخي او موزیکل فلم دی ۱۴ برخو کې اوسکار جایزو ته نوماند شوی، د پوپنز نومي موزیکل فلم د ۱۳ نوماندیو له ریکارډه تېر شوی، بلکې د آوسکار جایزو لپاره یې د ټولټال نوماندیو ریکارډ هم برابر کړی دی. له دې مخکې 'ټایټانیک ' او 'ال ابووټ ایوو ' نومي فلمونه هم په څوارلسو برخو کې نوماند شوي وو.

د غوره فلم په توګه د ټاکل کېدو تر څنګ د لالالنډ ډایرکټر ډیمیین چیزل او مرکزي رولونه لوبونکو ایما سټون او راین ګوسلنګ د غوره فلمي لوبغاړو په توګه نوماند شوي دي.

د غوره فلمونو لپاره سږ کال نهه فلمونه نوماند شوي دي. دغو فلمونو کې د لالالنډ ترڅنګ 'مون لایټ '، د ډایرکټر په توګه د مشهور فلمي لوبغاړي مل ګبسون 'هیکسارج '، ساینس فکشن فلم 'ارایول '، 'مانچسټر بای د سي '، 'هیل اورهای واټر ' ، ' فینسز، 'هډن فګرز ' او 'لاین ' شامل دي.

غوره ډایرکټر په برخه کې د میل ګبسن تر څنګ د ډیمیين چیزل، ډینیس ویلینوو (اراييول)، کینتھ لورنرګن (مانچسټر بای د سي) اوبیرن جینکنز (مون لایټ) نومونه شامل دي.

داسې فکر کېږي، چې د غوره ښځینه ممثلې لپاره به د لالالنډ نوماندې شوې ایماسټون او نیټالي پورټمن تر منځ سخته سیالي وشي. اغلې پورټمن په ' جیکي ' نومي فلم کې د جیکولین کینیډي رول لوبولی دی.

د دوی تر څنګ ازابیل هوپرټ ( ایل ) روتھ نیګا( لوونګ) او میرل سټریپ( فلورنس فوسټر جینکنز) شاملې دي.

د ګولډن ګلوب جایزو مراسمو کې چې روانه میاشت کې تر سره شول، ممثله میرل سټریپ د ولسمشر ډونلډټرمپ خلاف د وینا له کبله خبرونو کې وه او اوسنۍ نوماندي یې ۲۰ مه هغه ده، چې پر خپل ځای یو ریکارډ بلل کېږي.

د نارینه ممثل برخه کې سیالي د راین ګوسلنګ، کیسي ایفلک چې ( مانچسټر بای د سي ) کې رول لوبولی، اینډریو ګارفیلډ (هیکسا رج)، ویګو مورټنسن (کیپټن فنټاسټک) او ډینزل واشنګټن (فینسز) تر منځ ده.

د غوره مرستیال ممثل لپاره نوماندي تر لاسه کونکو کې یو حیرانونکی نوم دیو پټیل دی، چې د 'لاين' لپاره نوماند شوی او تر څنګ یې د مهرشاله ( مون لایټ ) جیف بریجز ( هیل اور های واټر ) لوکاس هیجز (مانچسټر بای د سی) او مایکل شینن (نکټرنل اینیملز) شامل دي.

د غوره مرستیالې ممثلې لپاره برخه کې د وایولا ډیوس (فینسز)، نوامي هیرس (مون لایټ)، نکول کډمین (لاین)، مشیل ولیمز( مانچسټر بای د سی) او اکټویا سپنسر (هډن فګرز) نومونه شامل دي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې کوم تورپوټکي ممثل د اوسکار نوماندۍ لپاره نه و نومول شوی، خو دا ځل داسې نه ده، بلکې ډانزل واشنګټن، وایولا ډیوس، نوامي هيرس، مهرشاله او آکټویا سپنسر نومونه دغو سیالیو کې شامل دي.

د غوره بهرني فلم برخه کې د ایراني فلم ( پلورونکي ) تر څنګ د سویډن ( اې مان کالډ اوو ) د ډنمارک ( لانډ اف ماین ) د استرالیا ( نتا ) او د جرمني ( ټوني اردمان ) شامل دي.