جېنټ جېکسن ۵۰ کلنۍ کې ماشوم زېږولی

د مشهورې امریکایي سندرغاړې جېنټ جېکسن په ۵۰ کلنۍ کې په لومړي ځل ماشوم زېږولی دی.

په هغه وینا کې چې د مېرمن جېکسن استازي خپره کړې ویل شوي؛ هغه او مېړه یې وسام المناع چې یو قطري سوداګر دی د خپل ماشوم عیسی له پیدا کېدو "هیجاني" دي.

په وینا کې راغلي: "جېنټ اسانه او روغ زیږون درلود او اوسمهال استراحت کوي."

د مایکل جکسن د خور، جېنټ جېکسن د امیدوارۍ اوازې په تېر اپرېل میاشت کې خپرې شوې، هغه مهال چې هغې د خپل کنسرټ سفر وځنډوه.

هغه وړاندې په لندن کې لیدل شوې وه چې نوې زېږېدلو ماشومانو وسایل یې اخستل.

جېنټ جېکسن لومړنۍ مشهوره څېره نه ده چې منځني عمر کې ماشوم زېږوي.

د اسکار جایزې ګټونکې هنرمندې هېلي بېري په ۴۷ کلنۍ کې خپل دویم ماشوم وزېږوه او د جان ټراولټا مېرمنې په ۴۸ کلنۍ کې د درېیم ځل لپاره ماشوم دنیا ته راوړ.

بله امریکایي هنرمنده جینا ډېوېس چې مېړه یې ایراني الاصله جراح دی په ۴۶ کلنۍ او ۴۸ کلنۍ کې ماشوم راوړ.

هغې په دویم ځل زېږون کې دوه ګوني ماشومان وزېږول.

سره له دې دا ډله د نړۍ ترټولو عمر خوړولو ښځو په پرتله ځوانې دي.

لږ ترلږه په هند کې درې ښځې شته چې ادعا کوي په ۷۰ کلنۍ یا تر هغې وروسته امیدواره شوي دي.

په تېر اکتوبر میاشت کې هم د لینا الوارز په نوم یوې اسپانوۍ مېرمنې په ۶۲ کلنۍ کې ماشوم وزېږوه.