ولې مهمه ده چې د نړۍ تودوخه باید له ۱.۵ درجو ډېرې لوړېدا ته پرې نښودل شي؟

    • Author, اېسمې سټالارډ
    • دنده, د اقلیم او ساینس خبریاله

نړۍ د سانتیګراد له ۱ اعشاریه ۵ درجو ډېرې تودوخې ته نږدې شوې، ځکه نوې شمېرې او ګڼې ښيي چې ۲۰۲۴ کال زموږ د سیارې تر ټولو تود کال ثبت شوی.

نږدې ۲۰۰ هېوادونو هوکړه کړې وه چې د اقلیمي بدلون د ځینو خورا ویجاړونکو اغېزو مخنیوي لپاره به دا هڅه کوي چې په اوږدمهال کې د نړۍ تودوخه تر دې سطحې (د سانتیګراد له ۱.۵ درجو) زیاتې لوړېدا ته پرې نږدي.

د سانتیګراد تر ۱.۵ درجو د نړۍ د تودوخې ساتل ولې مهم دي؟

ساینسپوهان وايي د تودوخې د هرې ۰.۱ درجې لوړېدل د لا اوږدو تودو څپو، لا سختو توپانونو او ځنګلي اورلګېدنو په څېر له سترو خطرونو سره مله دي.

د ۱ اعشاریه ۵ درجو پر هدف د دې لپاره هوکړه شوې وه چې د شته پیاوړو شواهدو پر بنسټ که تودوخه د سانتیګراد ۲ درجو ته ورنږدې کېږي، نو اغېزې به یې لا ډېرې ناوړه وي.

ځینې بدلونونه ښايي داسې نه وي چې بېرته دې راوګرځول شي.

دا علمي موندنې پریکنده نه دي، خو د سانتیګراد د ۱.۵ درجو پر ځای د ۲ درجو تودوخې اغېزې ښايي په لاندې ډول وي:

  • په منځنيو عرض البلدونو (له قطبي او استوایي بهر سیمو) کې به ډېرې تودې ورځې د اوس پرتله په منځنۍ کچه د سانتيګراد ۴ درجې ګرمي وي – خو که تودوخه تر ۱.۵ درجو لوړېږي نو بیا به ۳ درجې تودې وي.
  • په ۲ درجو تودوخه کې به د سیندونو سطحه د ۱.۵ درجې پرتله صفر اعشاره یو متر لوړه وي او همدا راز تر ۱۰ میلیونو پورې ډېر خلک د پرله پسې سیلابونو له خطر سره مخامخوي.
  • که تودوخه تر ۲ درجو لوړه شي نو ۹۹ سلنه مرجاني ډبرې به لمنځه ولاړې شي، په داسې حال کې چې له ۱.۵ درجو زیاتېدو سره له ۷۰ تر ۹۰ سلنه مرجاني ډبرې لمنځه تلی شي.‌

د پاریس تړون څه شی دی؟

د نړۍ مشرانو ۲۰۱۵ کال کې دې لپاره د هڅو ژمنه وکړه چې د نړۍ تودوخه به د ۱۹مې پېړۍ د وروستیو کلونو تودخې پرتله له ۱ عشاریه ۵ درجو ډېرې تودېدا ته نه پرېږي.‌ د هغه مهال تودخه تر "صنعتي کېدو مخکې" کچه بلل کېږي.‌

د اقلیم په اړه د پاریس کنفرانس کې د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو هوکړه وکړه چې د ګلخوني ګازونو اخراج به کموي. همدا ګازونه د ځمکې د تودېدو لامل کېږي.

د پاریس تړون د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر ۱۲مه د فرانسې پلازمېنه کې د ۱۹۳ هېوادونو او اروپايي ټولنې لخوا تصویب او د ۲۰۱۶ کال د نومبر پر ۴مه نافذ شو.

د پاریس تړون څه وايي؟

په دغه تړون کې یو لړ ژمنې شاملې دي:

  • د هڅو جاري ساتل چې نړیواله تودوخه له صنعتي کېدو مخکې وخت پرتله له ۱.۵ ترجو ډېرې تودېدا ته پرېنښودل شي او له ۲ درجو تودېدو پام وړ لاندې وساتل شي.
  • د روانې پېړۍ دویمه نیمايي کې د انسانانو لخوا د ځمکې اتموسفیر ته د اضافه کېدونکو او له وړاندې هلته د موجودو ګلخوني ګازونو د لمنځه وړلو ترمنځ د انډول هدف ته رسېدل چې د 'نېټ زېرو' یا خالص صفر په نوم پېژندل کېږي.
  • هر هېواد به پخپله ځان ته د کاربن‌ د اخراج کمولو اهداف ټاکي، چې لویو هیلو ته د رسېدو لپاره به په هرو پنځو کلونو کې بیا کتنه ورته کېږي.
  • شتمن هېوادونه به د اقلیم تمویل په نوم د پېژندل کېدونکې بودېجې له لارې له بې‌وزله هېوادونو سره مرسته کوي چې ځانونه له اقلیمي بدلون سره منطبق او د نوې کېدو وړ انرژۍ ته واوړي.

د یادونې ده چې د ۱.۵ درجې تودوخې هدف د یوه کال لپاره نه، بلکې په منځنۍ کچه د ۲۰ کلونو مودې لپاره منل شوی دی.

نو ۲۰۲۴ کال که څه هم له صنعتي کېدو د مخکې وختونو پرتله له ۱.۵ درجې ډېر ګرم و، خو دا په دې مانا نه ده چې تر اوسه دې د پاریس تړون حدود مات شوي وي.

د پاریس تړون له لاسلیکېدو راهیسې کوم ګامونه اخیستل شوي؟

د نړۍ مشران هر کال د کاپ په نوم پېژندل کېدونکو سرمشریزو کې سره راټولېږي چې پر خپلو اقلیمي ژمنو وغږېږي.‌

له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر اوسه د کاپ ټولو غونډو دا څرک لګولی چې هېوادونه څنګه د هغو ژمنو پر لور پرمختګ کوي چې په پارېس کې یې کړې دي.‌

دولتونو ان لا هماغه مهال چې د پاریس تړون لاسلیک شو،‌ منلې وه چې هلته ټاکل شوي اهداف به د نړۍ تودوخه تر ۱.۵ درجو محدوده نه کړي.‌

د ملګرو ملتونو پر بنسټ اوسني اقلیمي پلانونه هم نړۍ تر ۲۱۰۰ کال پورې د سانتیګراد له ۲.۶ تر ۲.۸ درجو پورې د تودېدو پر خوا بیايي. خو که د خالص صفر ټول اهداف ترلاسه شي، دا درجه ۱.۹ ته راکښته کېدای شي.

د خالص صفر اهدافو ترلاسه کول په دې معنا دي چې هېوادونه باید د خپلو ژمنو پوره کولو لپاره نورې تګلارې هم جوړې کړي.‌

د ۲۰۲۳ کال ډسمبر هېوادونه په لومړي ځل کاپ۲۸ سرمشریزه کې پر دې سلا شول چې له فوسیلي سونګ توکو په اوښتلو کې به برخه اخلي، خو دا ګام الزامي نه و.‌

د ۲۰۲۴ کال نومبر په کاپ۲۹ سرمشریزه کې بیا کوم پام وړ پرمختګ نه و.‌

د کاناډا او نیو زیلنډ په ګډون ډېرو هېوادونو وویل، د دې سرمشریزې هوکړې ډېرې کمزورې وې او آن د ورتېر کال ژمنې یې هم په اوبو لاهو کړې.

د پاریس تړون کې له بې‌وزله هېوادونو سره څه ژمنې شوې؟

د پاریس تړون کې د ۲۰۰۹ کال هغه ژمنه تازه او ټینګار پرې وشو چې شتمن هېوادونه باید له ۲۰۲۰ وروسته مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې مقابلې او د زرغونو اقتصادونو رغولو لپاره هر کال سل میلیارد ډالر مرسته وکړي.

د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (او‌‌يي‌سي‌ډي) په وینا ۲۰۲۰ کال کې ۸۳ اعشاریه ۳ میلیارد ډالر راټول شوي وو، خو دغه هدف بالاخره ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه شو.

په ۲۰۲۳ کال کې هېوادونو د لومړي ځل لپاره هوکړه وکړه چې د زیانونو او خسارو لپاره باید یو جلا ځانګړی صندوق جوړ شي. دا پیسې له هېوادونو سره د اقلیمي بدلون له اغېزو په رغېدو کې د مرستې لپاره دي.

په کاپ۲۹ کې هېوادونو هوکړه وکړه چې د ۲۰۲۰ اهداف تازه کړي.

شتمنو هېوادونو ژمنه وکړه چې سر له ۲۰۳۵ کاله به مخ پر ودې هېوادونو سره په کلني‌ ډول د ۳۰۰ میلیارد ډالرو مرسته کوي. دا تر همدې نیټې پورې له خصوصي او دولتي سرچینو د ۱.۳ تریلیون ډالرو د راټولېدو لویه هیله‌منیتا ښيي.

خو د ۳۰۰ میلیارد ډالرو کلنۍ مرستې دا ژمنه د مخ پر ودې هېوادونو له نیوکې سره مخامخ شوې ځکه دوی تر دې زیاته تمه درلوده.