ساینسپوهانو په لومړي ځل د انسان د پوستکي حجرې د جنین رامنځته کولو لپاره وکارولې

    • Author, جیمز ګالاګر
    • دنده, د روغتیا او ساینس خبریال

امریکايي ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د انسانانو د پوستکي له حجرو څخه د ډي این اې (DNA) په اخیستلو او بیا یې له مني یا سپرم سره په القاح سره وکولی شول، چې د انساني جنین جوړولو لومړني پړاونه ترسره کړي او د لومړیو ورځو جنین جوړ کړي.

دا چاره کولی شي د عمر یا ناروغۍ له امله د بې اولادۍ مخه ونیسي. له دې سره د بدن نږدې هرې حجرې څخه د ژوند د پیل ټکي په توګه کار اخیستلی شي.

همدارنګه نرښځیانو او همجنس خوښوونکو ته هم لاره هواروي، چې خپل جینیټیکي ماشومان ولري.

دا چاره د پام وړ اصلاح او سمونو ته اړتیا لري او ښایي یوه لسیزه وخت ونیسي مخکې له دې، چې کلینیکونه یې پلې کړي یا ان پر کارولو یې لا فکر وکړي.

کارپوهان وايي، چې دا یو اغېزمن پرمختګ دی خو دا چې ساینس څه ته لار هواروي یا یې شونې کوي له خلکو سره په دې اړه پرانیستي بحث ته اړتیا ده.

تکثیر یا تولید مثل پخوا د سړي مني یا سپرم د ښځې له هګۍ سره د یوځای کېدو یوه ساده کیسه وه. دوی د جنین جوړولو لپاره سره یوځای کېدل او نهه میاشتې وروسته ماشوم زېږیده.

اوس ساینسپوهانو د دې چارې بدیلې لارې لټولې او په دې نوې تجربه کې دا چاره د انسان له پوستکي پیلېږي.

د اوریګون د روغتیا او ساینس پوهنتون څېړونکي د پوستکي له حجرو څخه هسته یې را اخلي او له دې هستې ټول هغه جینیتکي کوډونه لېرې کوي، چې د بدن جوړولو لپاره اړین دي.

دا بیا ورکړل شوې هګۍ دننه ځای پر ځای کېږي او د دې هګۍ یا تخمې ټول جینیټیکي کوډونه یا ځانګړنې له منځه وړل کېږي.

تر دې دمه دا د هغه تخنیک په څېر دی، چې د ډولي پسه جوړولو لپاره کارول شوی و. د نړۍ لومړی تي لرونکی تقلیدي حیوان، چې په ۱۹۹۶ کال کې وزېږید.

خو، دا هګۍ د سپرم په واسطه القاح ته چمتو نه ده ځکه دا وار له مخه د کروموزومونو بشپړه ټولګه لري.

تاسو د خپل مور او پلار له ډي این اې د دې ټولګو۲۳ یې له هر یوه اخلئ، چې ټولټال ۴۶ کېږي، څه چې دا هګۍ یې وار د مخه لري.

نو بل ګام دا دی، چې هګۍ دې تیارې شي چې خپل نیمایي کروموزومونه په هغه پروسه کې پرېږدي، چې څېړونکو "مایتومیوسیس" بللې ده. (دا کلمه د مایتوسس او مییوسیس ادغام او ګډوله ده، هغه دوه لارې، چې حجرې په کې ویشل کېږي).

دا څېړنه، چې د (نیچر کمیونیکیشنز) په ژورنال کې خپره شوې. ښيي، چې ۸۲ فعالې هګۍ جوړې شوې دي.

دا له سپرم سره القاح شوې دي او ځینو یې د جنین د ودې تر لومړیو پړاونو پرمختګ کړی دی.

هېڅ یوه یې له شپږ ورځو هاخوا پړاو کې نه ده.

د اوریګون روغتیا او ساینس پوهنتون د جنین حجرو او جین درملنې مرکز مشر پروفیسور شوخرت میټالیپوف وايي: "موږ هغه څه ترلاسه کړل، چې فکر کېده ناممکن وو."

دا تخنیک له سطحي جوړښت لرې چاره ده ځکه هګۍ په ناڅاپي ډول دا غوره کوي، چې کوم کروموزومونه پرېږدي او کوم له ځانه سره وساتي.

د ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید له ۲۳ ډولونو یو یو یې ولري، خو له ځینو څخه دوه له ځانه سره ساتي او ځینې هېڅ.

د بریالیتوب کچه هم ټیټه ده شاوخوا ۹٪ او کروموزومونه یوه مهمه پروسه له لاسه ورکوي، هغه چې دوی خپله (ډي این اې) بیا تنظیموي او د (کراسنګ اوور) په نوم یادېږي.

پروفیسور میټالیپوف، چې په دې برخه کې یو نړیوال شهرت لرونکی مخکښ کس دی وویل: "موږ باید دا بشپړ کړو."

هغه وايي"په پای کې زه فکر کوم چې راتلونکی کې به دا ممکن شي ځکه ډېر ناروغان شته، چې ماشومان نشي زېږولی."

دا ټیکنالوژي د هغه مخ پر ودې ساحې یوه برخه ده، چې هدف یې له بدن څخه بهر سپرم او هګۍ جوړول دي، چې د (ان ویټرو ګیمټوجینیسیس) په نوم پېژندل کېږي.

دا تګلاره لا تر اوسه د کلینیکي کارونې پرځای د ساینسي کشف تر کچې ده، خو تمه یې له هغو جوړو سره مرسته کول دي، چې (ای في اېف IVF) څخه ګټه نشي پورته کولی ځکه دوی یې د کارولو لپاره سپرم یا هګۍ نه لري.

دا کولی شي د هغو زړو مېرمنو سره مرسته وکړي، چې نور د القا وړ هګۍ نه لري. هغه نارینه، چې کافي سپرم نه تولیدوي یا هغه خلک، چې د سرطان درملنې درملو بې اولاده کړي دي.

په دې برخه کې د مور او پلار لپاره اصول هم لیکل شوي.

هغه تخنیک، چې اوس روښانه شوی، د ښځو د پوستکي حجرو کارولو ته اړتیا نه لري. دا د همجنس خوښونکو لپاره دروازه پرانیزي، چې ماشومان ولري او په جینیټیکي ډول دواړو سره تړاو ولري.

د یوه سړي پوستکی د هګۍ جوړولو لپاره کارول کېږي او د نارینه ملګري مني یا سپرم یې د هغې القاح لپاره کارول کېږي.

د اوریګون روغتیا او ساینس پوهنتون پروفیسور پاولا اماتو وویل: "د هګیو یا سپرم د نشتوالي له امله د بې اولادو میلیونونو خلکو لپاره د هیلې ورکولو سربیره، دا طریقه به د همجنس خوښونکو لپاره له دواړو شریکانو سره د جینیټیکي تړاو لرونکي ماشوم درلودلو امکان برابر کړي."

خلک ډاډمن کړئ

د هال پوهنتون د تناسلي طب پروفیسور راجر سټورمي وویل، چې دا ساینس "مهم" او "اغېزمن" دی.

هغه زیاته کړه: "دا ډول څېړنې د تولیدي څېړنې په برخه کې د نویو پرمختګونو په اړه له خلکو سره د دوامداره پرانیستو خبرو اترو اهمیت پیاوړی کوي."

"دا ډول پرمختګونه موږ ته د قوي حکومتدارۍ اړتیا را په ګوته کوي، چې حساب ورکول ډاډمن شي او د خلکو باور رامنځته شي."

پروفیسور رچرډ انډرسن، د اډینبورګ پوهنتون د تولیدي روغتیا لپاره د (ام ار سي MRC ) مرکز مرستیال مشر وویل چې د نویو هګیو د تولید وړتیا "یو لوی پرمختګ به وي."

هغه وویل: "د خوندیتوب ډیرې مهمې اندیښنې به وي خو دا څېړنه د ډېرو مېرمنو لپاره د خپلو جینیټکي ماشومانو د زېږون په لور یو ګام دی."