ولې له زېږون وروسته جنسي لیوالتیا کمېږي او څه بايد وشي؟

    • Author, ايميلي هالت

سکس (کورواله یا جنسي اړیکه) د ډېرو جوړو لپاره د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده، خو د بریتانيا د روغتیا ملي اداره وایي، کله چې جوړې مور او پلار کېږي نو د ماشوم له زېږون وروسته په ځینو کې جنسي میل کمېږي او په خبره یې دا يوه عامه پديده ده.

دلته ‌په بریتانیا کې د فټنس یوه روزونکې او د یوې ټلویزیوني خپرونې ستورې هالي هيګن بلايټ وايي، کله چې يې زوی وزېږېد دا هم له دې حالت سره مخامخ شوه.

هغې د بي‌بي‌سي د ماشومانو لپاره د والدينو د لارښونې خپرونې پر مهال وويل: "ما کولای شوای چې د ژوند ملګري ته ووایم: ګوره ان که ما ته هېڅکله لاس هم را نه وړې یعنی لمس مې نه کړې، ما ته هېڅ فرق نه کوي ځکه چې واقعاً هماغه شېبه کې ما همداسې احساس کاوه. "

راشل ګولډ، چې د جنسي اړیکو او جنسي مسایلو په برخه کې یې تخصص کړی، وايي: "ميندې داسې باور او تمه لري چې له زیږون شپږ اوونۍ وروسته بیا د خپل ژوند له ملګري سره سکس وکړي. "

هغې زياته کړه: "زه فکر کوم همدا خبره خلک تېر باسي او داسې فکر کوي، چې دا هماغه وخت دی، چې بايد کورواله وشي، خو دا خبره دومره ساده نه ده."

اغلې هالي‌ وایي، په ۲۰۲۳ کال کې یې زوی پیدا شو او له زېږون وروسته یې د دې جنسي میل بیخي کم شو او ورو ورو يې له هر ډول عاطفي اړیکې او جنسي اړیکې ځان ګوښه کړ.

هغې دا هم روښانه کړه: "هر ځل چې مې جېکب [مېړه] سره مې مینه کوله لکه: لاس ور وړل يا غېږ کې نيول داسې مې فکر کاوه، چې دا عاطفي کارونه به په جنسي اړیکې یا سکس کولو پای ته رسېږي. يو داسې څه، چې زه اصلاً ورته لېواله نه وم. "

نوموړې زياته کړه:

"ورو ورو هر څه چې ما د خپل مېړه لپاره کول، د هغه کار په تړاو ذهن کې به مې منفي معنی پیدا او خبرې پیدا شوې. "

هالي وایي، د خپل دغه حال او احساس په تړاو یې له خپل مېړه سره سپینې خبرې وکړې او هر څه یې ورته رښتیا وویل بیا نو مېړه یې ورسره مرسته وکړه.

" خپل احساسات او حالت کې ورته تشریح کړ او ورته ومې ویل چې ګوره هر کله چې زه تا سره عاطفي کارونه کوم لکه ستا لاس چې نیسم یا دې غېږ کې نیسم نو لطفا داسې فکر مه کوه چې له دې کارونو وروسته باید سکس وکړو ځکه همدا فکر په ما یو ډول فشار راوړي او زه اوس نه غواړم دا کار وکړم نو دې خبرو سره زما او زما د مېړه ترمنځ هر څه ښه شول ځکه چې زما په ذهن بیا دا فشار نه و."

د هغې مېړه جېکب، اندېښمن و چې ښايي نور د هالي لپاره جذاب ونه وسي.

خو هالي وایي، چې له مېړه سره یې بیا دا خبرې وکړې:

"ما ورته وويل: ته بايد پوه شې، چې دا موضوع هېڅ ستا پورې اړه نه لري. دا يوازې زما دننه احساساتو پورې تړاو لري خو ستا په اړه زما نظر، فکر او هغه احساس نه دی بدل شوی. "

هغې زياته کړه:

"اوس زه رښتيا هم جنسي اړیکې ته لیوالتیا نه لرم. ښايي ان په راتلونکو څو مياشتو کې هم و نه لرم. دا يوه موضوع ده، چې زه ورسره لاس او ګرېوان يم او بايد ورته صبر وکړم، چې تېره شي. "

هالي هيله لري، هغه جوړې، چې له همدې ستونزې سره مخامخ دي، وکولای شي، له يو بل سره رښتينې خبرې وکړي.

هغې وويل:

"خلک وايي، چې د ماشوم له پيدا کېدو وروسته اړیکې بدلېږي، خو زه فکر کوم تر هغه وخته پورې چې پخپله دا حالت تجربه نه کړئ، نه شئ درک کولای، چې دا بدلون څومره ژور دی."

فزیکي او هورموني بدلونونه

ډاکتره جېنيفر لنکلن، چې د ښځینه ناروغیو او زېږون متخصصه ده، وايي، له زېږون وروسته ښځې کېدای شي د ډېرو دلايلو له امله جنسي ميل ونه لري او یا یوې مودې لپاره دا میل پکې کم شي.

دغه ډاکټره وایي:

"په دې موده کې د بدن ترميم (بيا رغونه) روانه وي. رحم شاوخوا شپږ اوونۍ وخت اخلي، چې بېرته د میندوارۍ مخکې اندازې ته ستون شي. همدارنګه (شکېدنې) که په مهبل کې يا پرينې (منځنۍ برخه) کې شوي وي، هم ترميمېږي. "

نوموړې زیاتوي، چې لوی هورموني بدلونونه هم پېښېږي، چې جنسي ميل اغېزمنولی شي:

"د استروجن او پروژېسترون هورمونونه په شدیده توګه راټیټېږي. د استروجن ټيټه کچه کولای شي فزیکي بدلونونه راولي، لکه د محبل وچوالی، چې جنسي اړیکه دردناکه کوي."

هغې وويل: "خلک معمولاً فکر کوي، چې یائستګي (مینوپاز) تر ټولو غټ ناڅاپي هورموني بدلون دی، خو حقیقت دا دی، چې د زېږون شاوخوا ورځې هم همداسې حالت رامنځته کوي."

دا موضوع یوازې ښځې نه، نارینه هم اغېزمنوي.

فرانکي، چې درې میاشتې مخکې يې ماشوم زېږولی وايي، چې د هغې د ژوند ملګری نور له جنسي اړیکې سره لېوالتیا نه لري.

هغه وايي:

"زه اوس له خپل بدنه کرکه لرم. يوازې لږه پاملرنه د ژوند له شريکه غواړم خو هغه نور نه غواړي له ما سره جنسي اړیکه ولري. داسې احساس کوم، چې بند پاتې يم. "

راشل وايي:

"سړي کله نا کله د خپلو احساساتو په څرګندولو کې ستونزې لري. پلار کېدل کولای شي، چې یو نارينه له ډېرو بېلابېلو احساساتو سره مخامخ کړي او همدا حالت کولای شي د جنسي ميل له ‌منځه ‌تللو لوی عامل شي. "

فلور پارکر، چې د زېږون اړوند خیریه بنسټ سره کار کوي، وايي:

"د نارينه وو احساساتو ته ډېری وخت لومړيتوب نه ورکول کېږي. "

هغه زیاتوي:

"د خپلو احساساتو په اړه له خپل شریک سره رښتيني خبرې کول ډېر ګټور دي. داسې مه ګڼئ چې له خبرو پرته، شريک مو پوهېږي چې له تاسو سره څه روان دي يا تاسې څه احساس کوئ. "

سپارښتنې، هغو جوړو ته چې غواړي له زېږون وروسته بيا جنسي اړیکه ولري

د جنسي ميل کمېدل عادي وګڼئ

دا درک کول چې دا بدلون طبیعي هم دی، "ذهنا" دا له تاسو سره مرسته کوي، چې فشار او ځان پړ ګڼل کم کړئ.

صبر مهم دی

هغه ښځې، چې دا بدلونونه تجربه کوي، بايد د خپل بدن د رغېدو طبيعي بهير ته وخت ورکړي. له خپل شريک سره پر اړتياوو او تمو روښانه خبرې وکړئ.

صميميت او اړیکې ته نوی معنی ورکړئ

د ژوند شريکان کولای شي صميميت یا مینې ته بېل تعریف ورکړي، لکه: تمرکز پر احساساتي نږدیوالي، عاطفه اړیکه او د یو بل داسې لمس چې پکې سکس نه وي، د يو بل غوره ملاتړ وګرځي.

عملي ملاتړ هم مهم دی

د کور کارونه يا په ماشوم پاملرنه کول هم مرسته کوي، چې فشار کم شي او یو بل ته د احساساتو له پلوه نور هم نږدې شئ.