تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غبرګونو ورته عادتونه طبیعي خبره ده او که د روزنې اغېز دی؟
غبرګوني ماشومان معمولا ډېرو ته په زړه پورې وي. یو غبرګونی له دې لاندې تکراري پوښتنو سره هرومرو مخامخ کېږي.
"ایا تاسې یو شان ذهني ځواک لرئ؟"
"ایا تاسو د یو بل درد احساسولی شئ؟"
"ایا تاسو کله هم د یو بل پر ځای ظاهرې شوې یاست؟"
دوه کسان سربېره پر دې، چې یو بل ته ورته دي خو بېل شخصیتونه هم لري. د دوی جذابیت او پام جلبونې افسانو، موسیقۍ، فلمونو او ادب ته الهام ورکړی دی.
همدارنګه غبرګوني د ساینس لپاره هم له لېوالتیا ډکه موضوع ده.
دوی د څېړنو لپاره یو نادر فرصت چمتو کوي، چې ومومي څنګه زموږ ځانګړتیاوې او چلندونه د جینیتک (میراث) او چاپیریال لخوا اغېزمن کېږي.
دا چې موږ څه ډول یو شخیصت یاستو ایا دا په طبیعي ډول همداسې وي یا پالنه او روزنه موږ ته شخصیت را جوړوي؟
دوه ډوله غبرګوني ماشومان شته دي. یو ورته غبرګوني او بل بېل غبرګوني یا ناورته غبرګوني، چې په یوه وخت کې د دوو هګیو د ازادېدو او د دوو سپرمونو په مټ د هغو د القا کېدو په پایله کې زېږي.
دا ماشومان معمولا د خپلو جینونو نیمایي برخه له یو بل سره شریکوي، لکه عادي وروڼه خویندې چې وي.
ورته غبرګوني ماشومان د یوه سپرم او هګۍ څخه زېږي، چې له القاح وروسته په دوو جینونو وېشل کېږي. دا په دې معنی، چې دوی نژدې ټول خپل جینونه شریکوي او ډېری وختونه په ظاهري بڼه کې په زړه پورې ورته والی لري.
دا ډول غبرګوني ماشومان ډېر نادر دي. په منځني ډول په هرو زرو زېږونونو کې یوازې درې غبرګوني ماشومان همدا ډول وي.
پروفیسوره نانسي سیګل په خپله یوه ناورته غبرګونې ده او خپل ټول مسلکي ژوند یې دې څیړنې ته وقف کړی دی.
پروفیسوره سیګل وايي، غبرګوني موږ ته فرصت راکوي، چې زده کړو، څنګه جینیتيکيي او چاپیریالي اغېزې د یو شخص په شخصیت باندې اثر کوي، که دا عقل وي، د چلولو سرعت، شخصیت وي یا قد او وزن وي.
څېړنه معمولا ورته غبرګوني ماشومان د ناورته غبرګونو سره پرتله کوي.
که ورته غبرګوني یو ځانګړی عادت یا بڼه ولري، چې یو بل ته ډېر ورته وي دا په ډاګه کوي، چې د دې ځاڼګړتیاو تر شا جینونه لاس لري.
دا کېدای شي ستاسو لپاره نوې نه وي، چې جینیتیکيي عوامل زموږ د قد، وزن او ان د ځیرکتیا په جوړولو کې خورا مهم رول لوبوي. خو د غبرګونو ماشومانو په اړه څېړنو یقینا ښودلې، چې زموږ ځینې ډېرې شخصي ځانګړتیاوې او چلندونه هم د جینتیکيي اغېزو تابع کېدای شي.
د پروفیسورې سیګل په وینا: "د غبرګونو بېلابېل کړه وړه او چلندونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي، لکه مذهبي تړاو، ټولنیز نظرونه، د مرګ په سزا باور، د مخدره توکو کارول او په مالي چارو کې دلچسپي. "
د مثال په توګه، په متحده ایالاتو، هالنډ او اسټرالیا کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې ورته غبرګوني د ناورته غبرګونو پرتله ډېر یو شان مذهبي نظرونه لري په ځانګړي ډول له بلوغت وروسته.
دا مرسته کوي، چې پوه شو، جین هم په عقیده لرلو کې رول لوبولی شي.
پروفیسوره سیګل زیاتوي چې داسې نه ده، چې زموږ جینونه موږ په خدای باور کولو ته اړ باسي، بلکې ځینې پېچلې ځانګړتیاوې لکه هوښیارتیا، حساسیت، یا احساساتي غبرګونونه کولی شي موږ باور کولو یا مذهبي کېدو ته وهڅوي.
یو له بله بېل ستر شوي غبرګونې ماشومان
پروفیسورې نانسي سیګل ځینې نادرې قضیې لکه بېل ستر کړل شوي غبرګوني ماشومان یې هم تر څېړنې لاندې ونیول او له دې څخه ترلاسه شوي پایلې خورا حیرانونکې وې.
د هغې په وینا: "د شخصیت یو بل اړخ یې، چې ډېر په زړه پورې دی هغه جذابیت او دودیزوالی دی. دلته ورته غبرګوني ماشومان، چې یوځای نه دي لوی شوي د هغو ورته غبرګونو ماشومانو په څېر دي، چې یوځای لوی شوي دي او دا ثابتوي، نږدې خپلوان، چې په ورته ځای کې ژوند کوي د ګډ چاپېریال له امله یو ته ورته نه دي بلکې دا جینیتیکي اغېز دی. "
پروفیسور سیګل ترټولو مشهوره څېړنه د ان هنټ او الیزابیت هیمل په اړه ترسره کړې، چې دواړه غبرګونې خویندې وې خو له زېږون څخه لږ وروسته له یو بل څخه بېلې شوې دي.
دواړه د ۷۸ کلونو لپاره جلا وې، چې دوی یې د ګینیس په نړیوال ریکارډ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د جلا شوو غبرګونو خویندو په توګه هم ثبت کړې دي.
د دې څېړنې پایلې وښودله، چې ان هنټ او الیزابت د شخصیت یو شمېر ګډې ځانګړتیاوې لري او د دواړو د مېړونو نومونه هم ورته وو جېم.
دواړه خویندې په امریکا کې سره یوځای شوې، چیرته، چې الیزابت ژوند کاوه. له زېږون وروسته ان په بریتانیا کې لویه شوې او ژوند یې کړی دی.
دا ډول نورو څېړنیزو قضیو کې ورته والی لا په زړه پورې و.
پروفیسور سیګل وايي، "څېړنې دا هم وموندله، چې دې غبرګونو ماشومانو نامعمولي عادتونه او چلندونه درلودل چې یو بل ته ورته وو. د بېلګې په توګه، د غبرګونو ماشومانو یوې جوړې د سویډن د ځانګړي برانډ د غاښونو کریم کارول که څه هم دوی په جلا کورونو کې لوی شوي وو. د ورته غبرګونو یوه بله جوړه، چې جلا لویه شوې وه د مینیسوټا په هوایی ډګر کې سره مخامخ شوه او دوی دواړو اووه ګوتې، درې بنګړي او یو ساعت په لاس کړی و."
پروفیسور سیګل تشریح کوي، چې دا ګډ عادتونه دلته پای ته نه رسېږي.
"د ورته غبرګونو یوه بله جوړه، چې دواړو د ربړ بندونه په لاس کړي وو او د تشناب کارولو دمخه او وروسته یې خپل لاسونه مینځل.
ښایي دوی د میکروبونو سره ډېر حساس وو یا یې د پاکوالي په اړه ډېر مسؤلانه چلند درلود."
پروفیسوره نانسي سیګل له څېړنې اخیستل شویو پایلو سره سم وايي، چې 'دا ټول شیان یوازې یو تصادف نه دی. موږ ټول ځینې نامعمولي یا عجیب عادتونه لرو او دا له هېڅ ځایه نه راځي، بلکې تر یوې اندازې پورې زموږ طبیعت منعکسوي.
د جیم غبرګوني
د غبرګونو یوه خورا سخته قضیه د متحده ایالاتو د مینیسوټا کې د جیم غبرګونو قضیه ده.
د دواړو نوم جیم وو، دوی د زېږون پر مهال جلا شوي وو او په ۳۹ کلنۍ کې سره یوځای شول. دوی وموندله، چې د دوی ژوند په عجیب ډول ورته دی.
دوی دواړو د لینډا په نوم یوې ښځې سره واده وکړ او بیا یې د بیټي په نوم یوې بلې ښځې سره واده وکړ.
دواړو د ټای په نوم یو سپی او د جیمز الن په نوم یو زوی درلود.
دوی دواړو خپل نوکان خوړل او په ورته ساحل کې به یې رخصتيانې تېرولې.
دا غبرګوني ماشومان د مینیسوټا پوهنتون د ډاکټر توماس بوچارډ د یوې مطالعې برخه وه، دوی د شخصیت په ازموینو کې د پام وړ ورته نمرې اخیستې وې، سره له دې، چې دوی هېڅ اړیکه نه درلوده.
دې بېلګو دا پوښتنه راپورته کړې، ایا موږ واقعا په خپلو انتخابونو او چلند دومره واک لرو، لکه څنګه چې موږ فکر کوو؟
پروفیسوره سیګل وايي: "یوازې دا چې یو څه جینیتیکي اغېزې درباندې شته دا په دې معنی نه ده، چې تاسو د خپلې ارادې څېښتن نه یاست."
نو په دې کې جینونه کوم ځانګړی رول لوبوي؟
"ښايي ستونزمن شخصیتونه، ضد [او] داسې ځانګړتیاوې وي. خو ستاسو جینونه نه وايي، طلاق! او تاسې هم د طلاق پرېکړه وکړئ."
نو زه فکر نه کوم، چې د دې له امله به د ازادو ارادو مخه ونیول شي."
پروفیسوره سیګل وړاندیز کوي، مهمه خبره دا ده، چې په مطلق ډول فکر ونه کړو. تر هغه ځایه چې زموږ د شخصیتونو او ځانګړتیاوو په اړه خبره ده، هېڅ داسې قطعي سرچینه نشته، چې موږ یې په دا ډول انسانانو یا شخصیتونو بدل کړي یوو لکه څنګه چې موږ یوو.
"د خلکو خوښېږي چې داسې فکر وکړي چې دا چاپېریال دی چې زموږ شخصیت جوړوي.
پروفیسور سیګل وايي:"خو زه فکر کوم، چې دا ناسم پوهاوی دی"