تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان یوټيوبرانې نجونې: ستونزې شته خو غواړو د یوټيوب له لارې د افغانستان مثبت انځور خلکو ته ښکاره کړو
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
که یوټیوب، ټېکټاک، انسټاګرام او یا فېسبوک کاروئ نو خامخا به د ورځې ځينې داسې ویډيوګانې په مخه درځي چې یا به مو خندوي، یا به مو له سترګو اوښکې څڅوي او یا به د خپل ژوند ځینې خوږې-ترخې خاطرې دریادوي. له افغانستانه هم پکې وي.
په دې وروستیو کې هغو ویډيوګانو هم په هېواد کې دننه او بهر افغانان ورجلب کړي چې ځینې يوټيوبرانې نجونې د کابل پر واټونو له خلکو سره مرکې کوي، طالب مسولان غږوي، کله له ځينو سپين ږیرو، ماشومانو او ښار ته تازه تللیو کلیوالو سره ټوکې کوي او کله هم د ځيرکتیا مالومولو لپاره کیسۍ او جالبې پوښتنې ترې پوښتي.
فرحناز هم له همدغو یوټيوبرانو یوه ده.
مخکې یې د خبریالې په توګه د ښځو لپاره یوې ځانګړې رسنۍ سره کار کاوه خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه.
"د طالبانو حکومت پرمختیايي پروژو باندې رپوټونه کوم"
فرحناز اوس یوه یوټيوب چینل ته په تنخوا کار کوي او وايي، تر ډېره د طالبانو حکومت پرمختیايي چارو باندې رپوټونه کوي.
دا زیاتوي، "زما فوکس (پام) اوس د اسلامي امارت پرمختیايي پروژو باندې دی، رپوټونه پرې جوړوم، ځينو نندارتونونو ته پوښښ ورکوم، هغه ځوان سره مې مرکه کړې وه چې موټر یې جوړ و، د پل سوخته بدلون او معتادانو باندې مې هم خپرونه جوړه کړې، نو تر ډېره مې مثبتو خبرونو باندې پام ورټول وي".
د یادولو ده چې تر ډېره په کابل کې فعالې یوټيوبرانې دري ژبې دي.
د ځینو مرکو هغه برخې یې هم مشهورې دي چې دوی پکې له هغو طالبانو سره غږېږي چې په دري خبرې نه شي کولای.
یو ځای نجلۍ پوښتنه ترې کوي او طالب په موسکا تر ماتې ګوډې دري وروسته په پښتو ځوابونه ورکوي او د خپلې لونګۍ ول له شرمه په خوله کې نیسي او نور ورسره ملګري یې غلي غلي خاندي.
ستایش حیات هم له یوه یوټيوب چینل سره کار او دې ته ورته مرکې کولې خو هله یې پرېښود چې په خبره یې، ناڅاپه د چینل څښتن د خپل فعالیت "بڼه بدله کړه."
اغلې حیات زیاتوي، "اوس هلته ټول نارینه کار کوي. زما او د ټولو نجونو خپرونې یې پرایویټ کړې دي چې اوس یې پر هغه چینل څوک نه شي کتلی، نو ما هم پرېښود او خپل کورنۍ چینل مې جوړ کړ"
د یادولو ده چې پر یوټيوب او خواله رسنیو ځينې چینلونه د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې هم فعال وو.
هغه مهال یې تر ډېره د ساعتېرۍ او ټوکو ټکالو تر څنګ، سندرې او د هنرمندانو مرکې خپرولې چې وړاندې کوونکې یې هم تر ډېره ښځينه وې او ګڼ کتونکي یې درلودل.
خو د نظام له بدلون سره یې اوس د خپلو خپرونو محتوا او ډول اړولی دی.
"غواړم پر يوټيوب په پښتو ژبه د موادو کمښت تشه ډکه کړم"
د حسینې همدرد په څېر ځينو یوټيوبرانو بیا خپل فعالیت محدود ساتلی.
دا یوازې د اخلي پخلي، د ماشوم روزنې او د ټولنیز ژوند پر لارو چارو له خلکو سره خپلې تجربې شریکوي او وايي، "ما ولیدل چې ډېر کم داسې یوټيوبران شته چې په پښتو غږېږي او ویډیوګانې جوړوي. دا هم یوه رسنۍ ده او په افغانستان کې دننه او بهر یې ډېر خلک ویني نو ځکه مې وغوښتل چې خپل یوټيوب چینل جوړ کړم او له خلکو سره هغه څه شریک کړم چې زده مې دي"
اغلې همدرد له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې خبریالي کوي او له ځينو رسنیو سره هم د کار مخینه لري.
د خلکو نیوکې او ستاینې
دغه یوټيوبرانې مېرمنې که یو خوا پر یوټیوب خپل فعالیت ته خوښې دي نو بلخوا ځينې ګیلې او نیوکې هم لري.
دوی ځينې طالب امنیتي کسان ستايي چې په ښار بازار کې د مرکو پر مهال یې ساتنه کوي چې ونه ځورول شي خو په وینا یې، خپرو شویو ویډيوګانو ته د ځينو خلکو کمنټونه یې ناهیلې کوي.
فرحناز وايي، "که خبرې مو سمې کړو نو پر لباس مو نیوکې کوي، چې کالي سم کړو نو بیا راته وایي چې خبرې مو نه دي زده. ډول ډول منفي نظرونه لیکي خو ځینې مو ستايي هم، وايي چې بالکل زمرۍ یئ چې په داسې شرایطو کې داسې ښې مرکې کوئ"
فرحناز هغه د یوې ترخې خاطرې په توګه یادوي چې یو چا د مرکې پرمهال سپکې سپورې ورته ویلې وې او یوه خپلوان پر یوټيوب د فعالیت له کبله وهلې وه.
ښايي له همدې کبله ستایش حیات بیا په کور دننه له خپلې ټولې کورنۍ سره په ګډه یوټيوب ته ویډيوګانې جوړوي. څوک تمثیل پکې کوي، څوک کامره سمبالوي او څوک یې بیا تخنیکي کارونه ترسروي.
دوی د سفر او چکر تر څنګ د افغان کورنیو د ژوند او کلتور ښېګڼې او ځينې جنجالونه په خپلو بنډارونو او تمثیلي ټوټو کې وړاندې کوي چې دې ځانګړنې یې هم ګڼ مینه وال ورمات کړي دي.
خو ستایش حیات نیوکه کوي چې ځینو کسانو یې په نوم جعلي اکاونټونه جوړ کړي او د دوی له خپرونو د شوخۍ او تېروتنو ځینې صحنې پرې کوي او بیا یې پر ټېکټاک او یوټيوب د دوی د "سپکولو" او "ځورولو" لپاره خپروي.
دا د نارینهو پرتله له ښځو ګیله منه ده چې ګواکې هغوی یې ډېره ځوروي او ډول ډول نیوکې او پېغورونه ورکوي.
اغلې حیات زیاتوي، "تر ډېره د دوی منفي کمنټونه دا وي چې مخونه مو جراحي کړي دي، ولې ټوله کورنۍ رسنیو ته راوتلې یئ، ولې دې زړې څپلکې په پښو وې، زه ورته وایم چې په دې هر څه ویاړم. نو دې ته ورته ډېرې کیسې شته. خو مثبت کمنټونه هم وي چې ډېره انرژي راکوي او منفي کمنټونه اوس راته عادي شوي دي، نه پسې ګرځو"
په افغانستان کې له یوټيوب مالي ګټه لا هم محدوده ده
یوټيوب له هغو خواله رسنیو دی چې که ټاکل شویو معیارونو ته په کتو ویډيوګانې پرې خپرې شي نو د وخت په تېرېدو سره د چینل څښتن ته ښه مالي ګټه په لاس ورکوي.
خو په افغانستان کې له پخوا راهیسې د ټولنیزو شبکو له لارې پر پیسو پیدا کولو ځینې محدودیتونه شته چې له کبله یې د دغو نجونو په ګډون مشهور افغان یوټيوبران هم لکه د نورې نړۍ غوندې په اسانه له دې کاناله خپله مالي ګټه نه شي ترلاسه کولای.
همدا لامل دی چې ځينې یې له افغانستانه بهر خپل چینلونه ثبتوي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نورو برخو تر څنګ په رسنیو کې هم د ښځو پر کار محدودیتونه لګول شوي.
ښايي همدا لامل وي چې ځينو ښځینه خبریالانو یوټيوب ته مخه کړې او هلته بیا د يوټيوب چینلونو یو شمېر څښتنانو د ستایش حیات په څېر د ځینو يوټیوبرانو نجونو مخکېنۍ مرکې او رپوټونه د عامو کتونکو له سترګو پناه او ارشیف کړي دي.