تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوبو څښاک بوتل روغتیا ته څه خطر پېښوي؟
- Author, جسیکا براوون
- دنده, بي بي سي فیوچر
هر ځل چې د اوبو له بوتله یو غوړپ کوئ، بدن ته مو ورسره میکروبونه ننوځي او د ورځې په اوږدو کې دا شمېر ښايي تر میلیونونو پورې زیات شي.
دلته لولو چې ساینسپوهان په دې هکله څه ډول سپارښتنې کوي.
کارل بهینکي سره تل داسې یو فکر مل و، چې د اوبو بیا کارېدونکی بوتل یې څومره پاک دی، خو کله چې یو څه کاغذي لاسپاکونه پکې له دننه وموښل، نو حیران پاتې شو. د امریکا د انډیانا په پردو پوهنتون کې د خوړو د خوندیتوب متخصص، بهنکي وايي: "تولیې سپینې وې - تر هغه چې ما یې راوایستلې. پوه شوم چې هغه ښویوالی چې ما د بوتل په دننه کې احساس کړ، د موادو له امله نه وه، بلکې د باکتریا د راټولیدو له امله وه."
ده او همکارانو یې له هغه وروسته په دې هکله د یوې څېړنې پرېکړه وکړه. دوی به د پوهنتون په دهلېزونو کې روان کسان درول او اجازه به یې ترې غوښته چې د اوبو بوتل پاکوالي کچه یې معلومه کړي.
دی وايي: ''یو څه چې له دې څېړنې معلوم شو، د هغو خلکو شمېر و، چې نه یې غوښتل پایله وویني. اصلاً دوی پوهېدل چې د نظافت عادتونه یې بې حده خراب دي، او دا داسې څه دی، چې وروسته څېړنې هم معلومه کړه.''
د څېړنې پایله کې معلومه شوه، چې د دې خلکو د اوبو بوتلونه له میکروبونو ډک وو.
په ټوله نړۍ کې د اوبو هغو بوتلونو بازار ارزښت چې بیا-بیا کارول کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې لس میلیاردو ډالرو ته رسېده.
په ایټالیا کې د روغتیاپالانو په هکله یوې څېړنې وښووله چې نیمايي یې همدغه ډول بوتلونه کارول او د پوهنتون محصلینو په هکله یوې ښوونې بیا څرګنده کړه، چې له ۵۰ نیولې تر ۸۱ سلنې پورې محصلینو د اوبو څښاک لپاره همدا بوتلونه کارول.
نو په داسې حال کې چې دا بوتلونه مو د بدن اوبو اړتیا پوره کوي، او له ځان سره هر ځای ته لېږدوو، دا بوتلونه مو روغتیا له احتمالي خطر سره هم مخامخوي، دې صورت کې باید څه وکړو، ایا مات یې کړو؟ او که د دې احتمالي خطرونو د مدیریت کومه بله لار هم شته؟
د اوبو په دې بیا کارېدونکیو بوتلونو کې دننه څه دي؟
د انګلستان د لیسټر پوهنتون کې د کلینیکي مایکروبیولوژي مرستیاله پروفیسره پریمروز فریسټون وايي، که څه هم دا معمولا د څښلو لپاره خوندي وي، خو زموږ د پخلنځيو د نلونو اوبه د میکروبونو له شتونه خالي نه دي. له همدې امله د څو ورځو لپاره په بوتل کې اوبه پریښودل به باکتریا ته وده ورکوي،
هغه باکتریا چې کولی شي د انسانانو بدن کې انفکشن رامینځته کړي د فریسټون په وینا شاوخوا ۳۷ درجې تودوخه کې وده کوي، خو کولی شي د خونې په ۲۰ درجې تودوخه کې هم ضرب شي.
دا وايي، ''هر څومره ډېر وخت چې اوبه د خونې په تودوخه کې هم په بوتل کې ساتل کېږي، میکروبونه پکې ډېرېږي.''
په سینګاپور کې د نل جوش شویو اوبو په هکله یوه څېړنه چې ټول میکروبونه یې وژل شوي، ښيي چې د ورځې په تېرېدو سره په اوبو کې میکروبونه په چټکۍ سره بېرته ډېرېدای شي.
دې څېړنې کې معلومه شوه، چې د لویانو د اوبو څښاک بوتلونو کې په اوسط ډول د یوه ملي لیټر اوبو د ۷۵ زره میکروبونو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې له یوه تر دوو میلیونو میکروبونو پورې ورسېد.
د اوبو یو بوتل او ورپورې غوټه شوی سر
کله چې له اوبو یو غوړپ کوو، له بوتله او یا ان له ګلاسه هم نور میکروبونه له هغو سره یو ځای کېږي، چې له مخکې په اوبو کې موجود وي. په داسې حال کې چې ځینې میکروبونه په اوبو کې وي، ګڼ شمېر نور بیا خپله د بوتل کاروونکیو لخوا په دې کې شامل شي.
اغلې فرسیټون وايي، ''د بېلګې په توګه کله چې موږ د اوبو بوتل له ځای سره کار ځای، جیم یا کوم بل ځای ته لېږدوو، د بوتل برسېرنه برخه هرومرو په میکروبونو ککړېږي او له دې سره تر څنګ د اوبو څښاک پر مهال بوتل ته زموږ له خولې هم میکروبونه ورننوځي.''
دا زیاتوي، د دې بوتلونو هغه کاروونکي چې لاس سم نه وینځي د دوی بوتلونه په (اي. کولي) ډوله میکروبونو هم ککړېدای شي. دا وايي، ''که د تشناب له کاروله وروسته لاس ښه و نه وینځو د اي کولي په څېر د انساني فضله موادو اړوند میکروبونه ان زموږ تر شونډو پورې رسېدلای شي.''
موږ له نورو سره د اوبو بوتل شریکولو له لارې په اسانۍ سره میکروبونه اخلو، یا یې نورو ته لېږدوو چې د ویروسي ناروغیو لامل هم کېږي.
فریسټون وايي، د انسانانو په خولو کې د میکروبونو له ۵۰۰ نیولې تر ۶۰۰ پورې ډولونه وي:
''هغه څه چې ستاسې لپاره د ناروغۍ لامل نه وي، لازمه نه ده، چې د نورو لپاره هم همداسې واوسي. تاسې ښايي یو انفکشن ولرئ، خو پرې خبر نه یاست، ځکه د بدن دفاعي قوت زموږ د ساتنې لپاره ډېر ښه کار کوي.''
د اوبو په بوتلونو کې د میکروبونو ډېرېدو یو بل لامل په دې کې د اوبو پر ځای د بل ډول مایعاتو ساتنه هم کېدای شي.
فریسټون وايي، هر هغه څښاک چې په بوتلونو کې ساتل کېږي، بې میکروبه نه وي، مثلاً د میوې اوبه چې خواږه یا د پروټینو څښاک پکې شامل وي په اسانۍ سره د میکروبونو یو ځای کېدو لامل کېدای شي.
دا وايي، کله چې په یوه ګلاس کې شیدې تر یو څه وخته پاتې شي، نو له تشولو وروسته یې د ګیلاس پر دېوال یو نری پوښ غوندې پاتې کېږي، چې همدا پوښ د میکروبونو پر ځاله بدلېږي.
زموږ شاوخوا خاوره، هوا او ان زموږ خپل بدن له میکروبونو ډک دي، خو باید دا هم یاد وساتو، چې دا ټول میکروبونه مضر نه دي، بلکې ځینې یې ګټور دي.
دغه میکروبونه پر موږ څه ډول اغېز کوي؟
هغه اوبه چې د اي کولي په څېر میکروبونه ولري، کله- کله د خواګرځولو یا نس ناستې لامل هم کېدای شي.
دا ډول میکروبونه معمولاً په چاپېریال کې پیدا کېږي، او د دې تر څنګ د انسانانو کولمې هم د دې ډول میکروب د اوسېدو یو ځای دی.
اي کولي د میکروبونو له هغې ډلې دي، چې یوازې د ځینو ځانګړو خصلتونو له خپلولو وروسته مضر کېږي او کېدای شي له کبله یې انسان ناروغ شي.
فریسټون وايي، ډېری میکروبونه مضر نه دي، خو هغه انسانان چې د بدن دفاعي نظام یې کمزوری وي، ژر په انفکشن اخته کېدای شي. دغه راز په معده کې د میکروب پیدا کېدل هم د کولمو په بېلابېلو ناروغیو کې رول لري. فریسټون وايي:
''زموږ کولمې هر وخت بدلون کوي. خو د جوړښت له پلوه یې بدلون ګران دی. داسې ډېر بدلونونه شته، خو د اوبو بوتل له لارې د زهرجنو میکروبونو بدن ته ننوتل د مثبت بدلون لامل نه شي کېدای.''
هغه خلک چې په وروستیو کې یې داسې انټي بایوټیک اخیستي، چې د دوی کولمو مایکروبیوم یې اغېزمن کړی د انفکشن له کبله یې روغتیا ته د زیان اوښتو احتمال ډېرېږي.
د برېتانیا یوې ورځپاڼې په دفتر کې د اوبو له بیا کارېدونکې بوتله اخیستل شوې بېلګې هم وښووله، چې دغه ډول بوتلونه د داسې میکروبونو ډېرېدو لپاره ښه ځای کېدای شي، چې له انټي بایوټیک درملو سره مقاومت کوي. دغه راز په بوتلونو کې د منګې یا چڼیاسو پیدا کېدل د هر چا لپاره د الرجۍ یا حساسیت لامل کېدای شي.
په ساینسي ادبیاتو کې بیا داسې هېڅ نه ترسترګو کېږي، چې د سختو ناروغیو او اوبو بوتلونو تر منځ تړاو څرګند کړي. د دې مانا دا نه ده، چې داسې نه کېږي، خو له شک پرته د انفکشن د یوې مشخصې سرچینې پېژندل ګرانه چاره ده.
بیا کارېدونکي بوتلونه څنګه پاک کړو؟
د بیهنکي لپاره د خپل بوتل ښه پاکولو همدا احساس و، چې دی یې له نژدې د بوتل کتلو ته اړایست. ده د فلټر شویو اوبو یو بوتل کاراوه او وروسته یې پام شو، چې د بوتل د اوبو خوند یې ښه نه دی.
دی وايي، هغه مهال به یې په تودو اوبو بوتل ووینځه، خو هېڅ هم نه کېدل. کله یې چې د کاغذي لاسپاکي تجربه وکړه او پایله یې ولیده، له هغه وروسته ده او همکارانو یې پرېکړه وکړه، چې په پراخه کچه جزیات ومومي. دی وايي، په سروې کې شاملو نژدې ۹۰ سلنه خلکو ومنله، چې د اوبو بوتل له نورو سره هم شریکوي او ۱۵ سلنه خلکو بیا وویل، چې د اوبو بوتل نه پاکوي.
د حیرانتیا خبره نه ده چې خلکو خپل د اوبو بوتلونه وینځلي یا نه دي وینځلي د ککړتیا کچه یې اغېزمنه کړې. بهنکي وموندله چې دوی څو ځله بوتلونه پاک کړي، یا یې څنګه پاک کړي، پر ککړتیا باندې ډېره اغېز نه کوي.
خو د هغو کسانو بوتلونو کې چې له برش یا د لوښو وینځلو په مایع وینځل شوي وو، د ککړتیا کچه ټیټه وه. بهینکي او همکاران یې سپارښتنه کوي، چې د لوښو وینځلو مایع د بوتلو پاکولو غوره لار کېدای شي.
د څېړنې پایله وايي چې دا موندنې ښايي د هغه واقعیت له امله ګډوډې شوې وي چې څېړونکي د ګډونوالو لخوا د هغوی د بوتلونو د پاکولو چلندونو په اړه د هغوی پر خبرو تکیه کوله، او ښايي هغوی بیا خپل ځوابونه ځکه بدل کړي وي، چې په ټولنیز ډول د منلو وړ ښکاره شي. په څېړنه کې دا هم معلومه شوې،هغه بوتلونه چې د اوبو پر ځای پکې کافي، چای یا د میوې اوبه ساتل کېدې زیات ککړ وو.
د اوبو بوتلو سم او پرلپسې پاکول داسې یوازینۍ لاره ده، چې د اوبو له څښاک سره مو له مضرو میکروبونو ساتي. فریسټون وايي، که د بوتل اوبه له میکروبونو پاکې هم وي، د خولې لاړې پکې له خوراکي توکو سره یو ځای شاملې شي او د میکروبونو د ودې لپاره کار ورکوي.
دا زیاتوي له یخو اوبو سره د بوتل وینځل کافي نه دي، ځکه په وینا یې دا هغه غوړ یا ټینګ پوښ نه شي لېرې کولای چې په بوتل پورې نښتی وي او د بوتل په دننه کې همدا د میکروبونو ودې لپاره یو مهم ځای دی.
فریسټون د اوبو بیا کارېدونکو بوتلونو پاکولو لپاره د داسې اوبو سپارښتنه کوي، چې د تودوخې درجه یې له ۶۰ پورته وي، ځکه په وینا یې همدومره تودوخه د میکروبونو له منځه وړلو لپاره اړینه ده.
نوموړې دغه راز د لوښو وینځلو له محلول سره د بوتلونو وینځلو او په رڼو اوبو له وینځلو مخکې تر لسو دقیقو پورې په محلول د ککړ بوتل ساتلو سپارښتنه هم کوي.
ماهرین وايي، له وینځلو وروسته هم تر هغو پورې باید بوتل بې سرپوښه پرېښوول شي، چې وچ شي، ځکه میکروبونه په بند او نمجن چاپېریال کې وده کوي. اغلې فریسټون خبرداری ورکوي، چې باید د بوتل له بوی محسوسولو مخکې باید له هر ځل کارولو وروسته همداسې پاک شي او یا هم لږ تر لږه په اونۍ کې څو ځله پاک شي. دا وايي:
''که د اوبو له بوتله مو بوی راغی، نو پوه شه چې د ایسته غورځولو وخت یې راغلی دی.''
دا وايي، کله چې یو نوی پاک بوتل واخلئ، نو مه هېروئ چې له لاس وروړلو مخکې مو لاسونه پاک ووینځئ. د نظافت له پلوه هغه بوتلونه تر ټولو ښه دي، چې پاکول یې اسان وي.
ایا د اوبو داسې بوتلونو هم شته، چې له کارولو یې باید ډډه وشي؟
که څه هم ساینسي څېړنې ښيي، چې د فلزي بوتلونو پرتله په پلاستیکي بوتلونو کې د میکروبونو یوځای کېدو احتمال زیات وي، خو د ماهرینو په وینا د بوتلونو پاکولو میتودونه په دې لړ کې خورا مهم رول لري.
د فریسټون په خبره د روغتیايي احتیاط له نظره تر ټولو مناسب بوتلونه هغه دي، چې په اسانۍ سره ووینځل شي. دا زیاتوي دا هم مهمه ده، چې د بوتل منځ، برسېرن اړخ او سرپوښ په یوه ډول ښه پاک شي.
په قطر کې د ویل کارنیل وګړو کلینیکل روغتیايي ساینس څانګې پروفیسر امیت ابراهام د فلزي او پلاستیکي بوتلونو تر منځ د توپیر په هکله وايي:
"پلاستیک معمولا کیمیاوي اضافي توکي لري چې دوی ته رول ورکوي، د دوی انعطاف، پایښت، د تودوخې مقاومت او دا چې څومره سپک دي.''
ابراهام وايي، "دا اضافه کونکي په فزیکي توګه له پلاستیک سره تړلي دي، په دې مانا چې دوی کولی شي اوبو ته ننوځي."
ځینې څېړونکي وايي، د بي پي اې په څېر دا اضافه توکي زموږ په هارمون فعالیت کې مداخله کولای شي او له دې سره د زړه ناروغیو، فلج او شکرې په څېر سختو ناروغیو احتمالي خطر هم رامنځته کېدای شي.
ابراهام وايي، که بوتل یو ځل مصرف وي او که له داسې پلاستیکه جوړ وي، چې بیا کارول کېدای شي داسې احتمال شته چې دا توکي یې اوبو ته ننوځي. دغه راز پلاستیکي توکي پخپله هم ماتېدای شي، چې د بوتل په اوبو کې دمایکروپلاستیکونو یو ځای کېدو لامل کېدای شي.
خو له ښیښې یا فلزاتو جوړ شوي ګلاسونه یې ښايي مناسب بدیل ثابت شي.
که هر ډول بوتل وکارول شي، تر ټولو مهمه دا ده، چې هغه اوبه چې له دې لارې یې څښو باید له مضرو میکروبونو پاکې وي، چې روغتیا ته مو زیان و نه رسوي.
دا مطلب د بي بي سي فیوچر څانګې چمتو کړی.