'یوټیوبر د لیدونکو پام وراړولو لپاره په لوی لاس الوتکه غورځولې'

    • Author, چلوی کیم
    • دنده, بي بي سي

په امریکا کې هغه یوټیوبر چې د لیدونکو پام جلبولو لپاره یې په لوی لاس الوتکه غورځولې، د فدرالي پلټنو پر وړاندې د خنډ جوړولو اعتراف کوي.

ټریور جیکب د الوتکې غورځېدو ویډيو د ۲۰۲۱ کال دسمبر کې پر یوټیوب خپره کړه او دا ویډیو تر اوسه دوه اعشاریه نهه میلیونه کسانو کتلې ده.

د جرم اعتراف په یوه هوکړه کې نوموړي ویلي، د تولید ملاتړ یوې هوکړې له مخې یې الوتکه غورځولې وه. کېدای شي، نوموړي ته د ۲۰ کلن زندان سزا ورکړل شي.

پر پنجشنبه د امریکا عدلیې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې ۲۱ کلن پیلوټ او پاراشوټر منلې چې د فدرالي څېړنو پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو هڅه یې په لوی لاس کړې او د دې جرم اعتراف به هم کوي.

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ښاغلي جیکب په یوه داسې الوتکه کې چې کمرې پکې ځای پر ځای شوې وې، د کالفورنیا ایالت له سانتا باربارا په یوازې سر الوتنه وکړه. ده له ځان سره د سیلفي تصویر اخیستو یوه اله او پاراشوټ هم اخیستي وو.

د کالفورنیا څارنوالۍ په دې هکله وویل: ''ده هوډ نه درلود، چې خپل منزل ته ورسېږي، بلکې هدف یې دا و، چې له الوتکې به غورځي او له ځانه به داسې حال کې ویډیويي کلیپ ثبتوي چې پاراشوټ کې کوزېږي او الوتکه به داسې حال کې ښيي، چې وغورځېږي. ''

هغه الوتکه له الوت ۳۵ دقیقې وروسته د لاس پادریس په ملي ځنګله کې وغورځېده.

ځینو یو ټیوب لیدونکو ته بیا دا پېښه ځکه له پیله مشکوکه ښکارېده، چې ښاغلي جیکب له لومړي سره پاراشوټ په ځان پورې تړلی و او په خوندي توګه یې د الوتکې کېنولو هېڅ ډول هڅه و نه کړه.

نوموړی به راتلونکو څو اونیو کې محکمې ته وړاندې شي.

د یادونې ده، چې د پیلوټ په توګه ده ته ورکړل شوی جواز تېر کال چارواکو لغو کړ.

د دې موضوع په هکله د ښاغلي جیکب مدافع وکیل د بي بي سي پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.