د پاکستان حکومت: اسلام اباد کې د ځانمرګي برید په تړاو د ټي‌ټي‌پي‌ څلور غړي نیول شوي

پاکستان کې چارواکي ادعا کوي چې د پلازمېنې اسلام اباد په جي-۱۱ کې یې د سې‌شنبې ورځې ځانمرګي برید په تړاو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) څلور غړي نیول شوي دي.

د پاکستان حکومت پر خپله اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه کسان د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د څارګرې ادارې او ترهګرۍ ضد څانګې (سي‌ټي‌ډي) په ګډو عملیاتو کې نیول شوي.

د پاکستان د حکومت خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال ویلي چې د برید لارښوونه په افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي‌) یوه قومندان کړې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې په وار وار دا رد کړې چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدلې او یا دې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت ولري.‌

پاکستاني چارواکو اسلام اباد کې د سې‌شنبې ورځې برید کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو ویلي وو.‌

دا په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په اسلام اباد کې د خپل ډول لومړی ستر برید و.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون (پنجشنبه) پارلمان ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې ځانمرګی بریدګر افغان و.

هغه همدا راز تېره دوشنبه واڼه کې پر کېډټ کالج یا حربي ښوونځي بریدګر هم افغانان وبلل.‌

یوه ورځ ورمخکې کورنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري هم ادعا کړې وه چې اسلام اباد کې وروستی ځانمرګی برید افغان وګړي کړی.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت هم تېره ورځ یوه بیان کې ادعا کړې وه،‌ چې "د واڼه پر کېډټ کالج برید له افغانستان پلان" او دا چې په دغه برید کې ښکېل بریدګر "افغان اتباع وو."

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي بیان کې لیکلي "دغه برید لپاره تجهیزات له افغانستان چمتو شوي او امریکایۍ وسلې هم پکې شاملې وې."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د واڼه پر برید خواشیني ښودلې او ټي‌ټي‌پي یې هم د مسوولیت له منلو انکار کړی دی.

خو د پاکستان اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې افغان طالبان پر ټي‌ټي‌پي فشار راوړي چې د دغو بریدونو مسؤلیت ونه مني ځکه دا پر دوی د پاکستان او "دوستو هېوادونو" د فشار راوړلو لامل کېږي.

د پاکستان حکومت په تازه بیان کې راغلي چې د ځانمرګي بریدګر سمبالوونکي‌ واجد‌الله چې پر شینا مشهور دی، د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې چې د برید لارښونه په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي یوه مېشت قومندان سعید‌الرحمن (داد‌الله) کړې وه، چې په اسلام اباد کې د قانوني پلې کوونکو ادارو ته زیان واوړي.‌

د دادالله په اړه ویل شوي چې اصلآ د باجوړ د چارمنګ اوسېدونکی او ناوګۍ لپاره د ټي‌ټي‌پي د استخباراتو مسوول دی.

د بیان له مخې هغه د ځانمرګي بریدګر عثمان (قاري) عکسونه هم شینا ته استولي وو چې په اسلام اباد کې ورسره وګوري.‌

د پاکستان حکومت دا هم ویلي چې عثمان د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

په بیان کې ادعا شوې چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ مېشت مشرتابه ګام په ګام دې شبکې ته لارښوونه کوله.

بیان کې راغلي، په دې پېښه کې ښکېله کړۍ نیول شوې، څېړنې روانې دي چې پایله کې یې ښايي نور معلومات هم ترلاسه او ځینې کسان ونیول شي.‌

په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د موجودیت او له هغه ځایه د پاکستان خلاف د فعالیت ادعا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا ستر لامل دی.

د طالبانو حکومت دا نه مني، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان یا کوم بل هېواد خلاف کارېدلې وي.‌

د دوی د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب چې په دې وروستیو کې یې استانبول کې له پاکستاني اړخ سره د دویم پړاو خبرو مشري کوله، وړمه ورځ وویل پاکستاني پلاوي غوښتل د دوی مشر مولوي هبت الله اخوندزاده داسې فتوا صادره کړي چې له مخې یې په پاکستان کې هر راز جګړه او ناامني "ناروا" وګڼل شي.