د طالبانو حکومت: که پاکستان ښه نیت وښيي، د خبرو بل پړاو ته چمتو یو

    • Author, هدایت‌الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ترکیې استانبول کې له پاکستان سره د سولې او جوړجاړي د وروستیو دوو پړاوونو د بې‌پایلې ختمېدو لامل د پاکستان "غیر واقعي" او هغه غوښتنې وې چې د "عمل وړ نه" وې.

د طالبانو حکومت وايي، که پاکستان ښه نیت وښيي نو دوی هم د مذاکراتوبل پړاو ته چمتو دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینې کابل مېشتي بهرني ډیپلوماتان یوې غونډې ته وربللي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول د تېرو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.

د یادې غونډې مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال ډاکټر محمد نعیم کوله چې په وینا کې د استانبول مذاکرات ځکه بې‌نتیجې پای ته ورسېدل چې "پاکستان د طالبانو له حکومته د غیر واقعي او غیر عملي خبرو غوښتنه کوله".

تېره اونۍ د استانبول مذاکرات چې د دواړو هېوادونو پوځي او استخباراتي مشرانو په کې ګډون درلود، کومې پرېکړې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدل.

که څه هم کوربنې ترکیې د خبرو وروستۍ ورځ هڅه وکړه چې د دواړو غاړو ترمنځ د ترینګلتیا فضا ختمه او خبرې بیا پیل شي، خو هسې یې چې غوښتل ونه شول او استانبول وویل چې د بل ځل ناستې لپاره د دواړو غاړو د قانع کولو هڅه کوي.

د طالبانو حکومت تازه ویلي که پاکستان د ریښتینو خبرو نیت وښيي، دوی هم بل ځل ناستې ته چمتو دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، له منځګړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او کله چې پاکستان ښه نیت وښيي، د طالبانو حکومت به هم د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د مسلې حل ته راوګرځي:

"د بهرنيو چارو وزارت معين وويل، موږ منځګړو هېوادونو سره نژدې اړیکه کې یو او چمتو یو چې هر کله پاکستاني لوري مذاکراتو کې د ښه نیت ښودنه وکړه او په غوښتنو کې یې معقولیت او واقعبیني منځ ته راغله د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع حل ته راوګرځي."

متقي: د پاکستان "غیر واقعي" غوښتنې د مذاکراتو د درېدو لامل شوې

دوه ورځې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ددغه وزارت د دیپلوماسۍ انستېتیوت د تخصصي ښوونیزې دورې د فراغت غونډې ته ویلي، له پاکستان سره استانبول کې د مذاکراتو دوو وروستیو پړاوونو کې ځکه پرمختګ ونه شو چې "د پاکستان استازو په مذاکراتو کې هغه وړاندیزونه او غوښتنې لرلې چې د عمل وړ نه وې، معقولې نه وې".

ښاغلي متقي د بېلګې په توګه وايي پاکستان غوښتل له افغانستانه دا تضمین واخلي چې پاکستان کې به بیا د ناامنۍ کومه پې‍ښه نه کېږي "نو ایا موږ [طالبانو حکومت] د پاکستان د امنیت ذمه‌وار یو،‌ ایا موږ هلته سوله‌ساتي پوځونه لرو، ایا موږ هلته د پوځ یا پولیسو واګې په لاس کې لرو چې موږ امنیت ټینګ کړو، د یوه بل هېواد له لوري د پاکستان د امنیت نیول یوه (غیرمعقوله) خبره ده."

د امیر خان متقي په وینا، کله چې طالبانو مذاکراتو کې له پاکستانه وغوښتل افغانستان ته چې "کوم داعشیان راړول کېږي او هلته روزل کېږي، ته یې مخه ونیسه، ستا له لوري د افغانستان حریم نقض کېږي او تیارې را تېرېږې، ته یې مخه ونیسه، دا مسؤلیت یې نه قبلوه".

د متقي په وینا، پاکستان د طالبانو له پلاوي دا هم وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) ډلې دې افغانستان ته واړولې شي "افغانستان لېونی دی چې ستا غم خپل کور ته راوړي".

شهباز شریف: 'تلپاتې سوله د ټي‌ټي‌پي او نورو ترهګرو پر کنټرول پورې تړلې'

د پاکستان لومړي وزیر یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې له د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو وسله‌والو فعالیتونه محدود کړي او دا یې د سیمې د تلپاتې سولې لپاره لومړنی شرط بللی دی.

شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل یو باثباته افغانستان د اړیکو، پرمختګ او سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

لومړي وزیر وویل، چې وسله‌والې ډلې لا هم د افغانستان دننه او د هغه له پولو بهر سولې ته ګواښ پېښوي، هغه ادعا چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر درې ورځې وړاندې رد کړې او د پاکستان ناامني یې ددغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

هغه د پاکستان او افغان طالب استازو تر منځ د خبرو په اسانچارۍ کې د قطر او ترکیې هڅې وستایلې.

شهباز شریف دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزې خبرې د ناکامېدو له امله درېدلې دي.

د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې درېدلې دي او "د څلورم پړاو خبرو لپاره هېڅ مهالوېش نشته".