تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: په افغان طالبانو کې داسې "پیاوړې ډله شته چې د ترینګلتیا زیاتولو هدف ورکړل شوی"
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې بیا ادعا شوې، چې د افغان طالبانو په حکومت کې ځینې کړۍ د تاوتریخوالي ډېرېدو ته لمن وهي.
په خپره شوې اعلامیه کې دا تور پورې شوی چې "په افغان طالبانو کې داسې خلک شته چې له پاکستان سره د تقابل یا جګړې پلویان نه دي، خو یوه پیاوړې ډله داسې هم شته چې د بهرنيو عناصرو له مالي ملاتړ څخه برخمنه ده او د ترینګلتیا زیاتولو هدف ورکړل شوی "
په دې اعلامیه کې دا تور هم پورې شوی چې "د مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپل وېشلي حکومت یووالي په لټه کې د طالبانو رژيم ځينې کړۍ د پاکستان ضد ترهګر عناصر او د هغوی ملاتړي دا ګټوره چاره ګڼي چې د پاکستان پر ضد تبلیغات وکړي. دغه عناصر د پاکستان پر ضد بې بنسټه تورونه لګوي، او په دې سره هغه څه نا څه ښه نیت او ملاتړ چې هغوی ته په پاکستان کې موجود و، په چټکۍ سره له منځه وړي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغې خپرې کړې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې وې.
پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی، چې د پاکستان ضد وسله والو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د استانبول په خبرو کې یې په دې هکله د پاکستان اندېښنو ته د حل پر ځای یوازې د اوربند غځولو هڅه کوله.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې له دوحې، استانبول مخکینو خبرو وروسته په استانبول کې د درېیم پړاو خبرو ناکامۍ په هکله ویل شوي چې" په درېیم پړاو کې پاکستان یو ځل بیا له رغنده چلند سره هڅه وکړه چې د څارنې یو ميکانيزم پر رامنځته کولو تمرکز وشي. خو د افغان لوري هڅه دا وه چې د ترهګرۍ له اصلي موضوع پام واړوي او د بې بنسټه تورونو او فرضي ادعاوو له لارې د خبرو دايره نوره هم پراخه کړي"
خو تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د خپل حکومت هغه دریځ بیا تازه کړ چې ګواکې پاکستان خپلې کورنۍ مسلې افغانستان پورې تړي.
ښاغلي مجاهد هم تور پورې کړ چې "په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له نا امنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې" او دا چې ګوندې اوس بیا د یو لړ پلمو په جوړولو سره غواړې ځان له افغانستان سره ستونزه کې ښکېل کړي"
بلخوا بیا د ترکیې په ګډون ایران د افغانستان او پاکستان د خبرو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو په تړاو اسلام اباد ته یو لوړ پوړی پلاوی لېږي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو موضوع په تړاو به د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په دې پلاوي کې به د ترکیې بهرنیو چارو، دفاع وزیران او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر شامل وي.
پر یکشنبه د اذربایجان په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د ښاغلي اردوغان له لیدنې وروسته خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال د نوموړي په حواله یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، د درې کسیز پلاوي د سفر موخه دا ده، ''چې ژر تر ژره د دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي اوربند او سوله ټینګه شي.''
د ترکیې انادولو خبري اژانس په رپوټ کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حقان فیدان، د دفاع وزیر یاشار ګولر، او د استخباراتو مشر ابراهیم کالین به راتلونکې اونۍ اسلاماباد ته سفر وکړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.
له دې مخکې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو له ناکامۍ وروسته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ښاغلي عراقچي په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې ''اختلافات باید د دیپلوماسۍ له لارې حل شي. په رپوټ کې د ښاغلي عراقچي له قوله ویل شوي، چې (تهران چمتو دی په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.''
تر دې مخکې وړمه ورځ په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې، خو دواړو خواو پر یوه بل د پړې اچولو ترڅنګ وویل چې اوربند به دوام کوي.
په ورته مهال کابل او اسلام اباد کې د چارواکو غبرګونونو سره دا خبرداری هم مل دی، چې که له مقابل لوري پرې برید وشي، نو ځواب به وايي.
د باختر اژانس په رپوټ کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر په حواله ویل شوي، چې له ښاغلي عراقچي سره یې خبرو کې ویلي: ''افغان پلاوي د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې په خبرو کې ګډون کړی و، خو د پاکستان لوري د نه همکارۍ له امله خبرې بې نتیجې پاتې شوې.''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي، د دوی پلاوي ''د مشرتابه په ځانګړي هدایت او صلاحیت او په ښه نیت له پاکستاني لوري سره استانبول کې خبرو کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان سره د ستونزو حل ته د دیپلوماسۍ اوتفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.''
دیپلوماتیکې هڅې
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ هم پر همدې موضوع خبرې شوې. د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې ''د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د دوام اړتیا یې یاده کړه، چې د سیمې د اغېزناکو هېوادونو په مرسته د اختلافاتو له منځه وړلو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه واخیستل شي. هغه دا هم وویل چې د ایران اسلامي جمهوريت چمتو دی هر ډول مرسته وکړي چې دا هدف تر لاسه شي.''
د استانبول خبرو له ناکامۍ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان ''غيرمسؤلانه چلن او د نههمکارۍ'' رویه د خبرو د ناکامېدو اصلي لامل وباله.
نوموړي په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنیز شبکه اېکس یې خپره کړې، لیکلي و:
''د پاکستاني پلاوي غیرمسؤلانه چلن او نههمکاري دې ته لاره هواره کړه چې د اسلامي امارت د نېکې ارادې او د منځګړو د هڅو سره سره، موږ هېڅ نتیجې ته و نهرسېدو.''
د ښاغلي مجاهد له څرګندونو څو ساعته وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف اعلان کړی و چې د طالبانو له حکومت سره د استانبول خبرې ځنډېدلې دي.
خواجه اصف ویلي و، د دواړو لوریو ترمنځ د ژورو اختلافونو له امله، چې پر هغو یې موافقه نه ده شوې، دا خبرې ودرول شوې دي.