د اوټېزم احتمالي درملنې لپاره څه وړاندیز شوي دي؟

د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د تایلینډ په کلونګ پراو کې یوه نرس یوې قابلې ته د فولیک اسید یو بکس ښیې، چې له زېږون مخکې او وروسته مېندو ته ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د تایلنډ په کلونګ پراو کې یوه نرس یوې قابلې ته د فولیک اسید یو بکس ښیي، چې له زېږون مخکې او وروسته مېندو ته ورکول کېږي
    • Author, جکي ویکفیلډ

د امریکا حکومت په ماشومانو کې د اوټیزم (اوتیسم) سپیکټرم اختلال (ASD) د مخنیوي او درملنې په اړه جنجالي لارښوونې خپرې کړې دي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې، چې په ميندوارو مېرمنو کې د درد کمولو لپاره د ټیلینول (پاراسیټامول) کارولو په ځېنو ماشومانو کې د اوټېزم (اوتېسم) د زیاتوالي له خطر سره اړیکه لري.

دا اعلان د هغه څه د کنټرول او پر وړاندې یې د مبارزې له کړنو سره یو ځای راغی، چې د ټرمپ اداره یې د "اوټېزم (اوتېسم) وبا" یادوي.

په دې کې یوه سپارښتنه د لیوکوورین درمل کارول وو، چې د فولیک اسید یو ډول دی، ترڅو په ماشومانو کې د خبرو اترو ستونزې یا اوټېزم (اوتېسم) درملنه وشي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، د یادو درملو لیبل یا تشریحي لیکنه به بدله کړي، چې د اوټېزم (اوتېسم) نښې کمولو احتمالي ګټې په ډاګه کړي.

خو د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت په یوه بیان کې ټینګار وکړ: "دا مهمه ده، په یاد ولرئ، چې لیوکوورین د اوټېزم (اوتېسم) سپیکټرم اختلال (ASD) لپاره درملنه نه ده او کېدای شي یوازې د خبرو کولو اړوند نیمګړتیاوو کې ښه‌والی راولي."

په امریکا کې د اوټېزم ساینسي بنسټ په یوه بیان کې ویلي، " یوې پایلې ته له رسېدو دمخه نورو مطالعاتو ته اړتیا ده او د اوټېزم د درملنې لپاره د لیوکوورین سپارښتنه، نه کوو."

ایا پوهېږو، چې د اوټېزم (اوتېسم) لامل څه دی؟

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (ښي اړخ ته) د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړې. د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر (کیڼ اړخ ته) شا برخه کې. دواړو سړيو تیاره رنګه دریشیانې او نیکټایانې اغوستلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (ښي اړخ ته) د تېرې دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو د روغتیا وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر له هغه راهیسې، چې د ټرمپ له ادارې سره یوځای شوی خپل اصلي تمرکز یې په اوټېزم (اوتېسم) ورټول کړی او په هېواد کې د دې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه یې د رد شویو تیوریو دفاع کړې ده.

هغه د پنځو میاشتو په اوږدو کې د اوټېزم د لامل د معلومولو لپاره "د پراخو ازموینو او څېړنو" ژمنه وکړه.

خو کارپوهان وايي، د مستقیمو لاملونو موندل پېچلي او جنجالي دي. د څېړونکو لخوا په پراخه کچه منل شوی نظر دا دی، چې اوټېزم (اوتېسم) یو ځانګړی لامل نه لري.

د اوټېزم د ساینسي بنسټ مشرې ساینسپوهې الیسیا هالادي بي بي سي ته وویل:

"موږ د جنیټیک مستقیمې مطالعې سره له نژدې د غبرګونو او غړیو ارزونې پر بنسټ په یقیني توګه پوهېږو، چې جنیټیکي عوامل یې خورا زیات دي."

د متحده ایالاتو له اعلان وروسته په بریتانیا کې د اوټیسټیک ملي ټولنې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل:

"د اوټېزم (اوتېسم) لاملونه لا هم څېړل کېږي. ډېر کارپوهان په دې باور دي، چې یو ځانګړی لامل نه لري او جنیټیکي عوامل شتون لري."

د اوټېزم د لامل لټون د غلطو معلوماتو له امله زیانمن شوی دی.

په ۱۹۹۸ کال کې، بریتانوي ډاکټر انډریو ویکفیلډ، چې اوس ښه نوم نه لري یوه جعلي څېړنه خپره کړه، چې په کې راغلي و، د شري، ډډونو (mumps) او روبیلا (rubella) واکسین له اوټېزم سره تړاو لري. خو دا معلومات سم نه دي. دا یوه دسیسيي تیوري ده، چې لاهم شته.

کینیډي په ۲۰۲۳ کال کې د فاکس نیوز سره په مرکه کې په دروغو ادعا کړې وه، " اوټېزم (اوتېسم) له واکسینو څخه راځي."

ایا د اوټېزم (اوتېسم) لپاره کومه 'درملنه' شته؟

د ډېرو خلکو لپاره، چې اوټېزم سپیکټرم لري، دا باور، چې د اوټېزم درملنه یې باید وشي، دا موضوع یا تمه د هغې خبرې ضد ده، چې اوټېزم یوه رواني تنوع ګڼي یعنی د عصابو د عمل یو بېل ډول او د هغه څه پر ضد ده، چې ډېر کسان یې د انسانانو د ذهنونو ترمنځ طبیعي توپیرونه ګڼي او دا زیان رسونکي سټیریوټایپونه (کلشیي ناسم معلومات) پیاوړي کوي.

د اډینبورګ پوهنتون د پرمختیایي ارواپوهنې پروفیسوره سو فلیچر واټسن وايي، " اوټېزم یوه بیولوژیکي پدیده نه ده، چې باید معاینه شي او یوه څرګنده پایله یا تشخیص ترلاسه شي."

هغې په اپریل کې بي بي سي ته وویل: "دا داسې څه نه دي، لکه سرطان، چې په نړیواله کچه پرې موافقه شوې وي، بد ګڼل شوی وي او هرڅوک یې درملنه وغواړي. زما په نظر دا به هېڅکله داسې نه شي."


سټیفني هنراهان (کیڼ اړخ ته) او د هغې میړه (ښي اړخ ته) خپلو دوو ماشومانو (منځ کې) سره چې منځ کې دي یو بل ته یې غېږ ورکړې.

د عکس سرچینه، Handout

د عکس تشریح، سټیفني هنراهان (کیڼ اړخ ته) په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د هغو ماشومانو د لویولو په اړه خبرې کوي، چې اوټېزم (اوتېسم) سپیکټرم اختلال (ASD) لري.

سټیفني هانراهان، د دوو ماشومانو مور ده، چې د اوټېزم (اوتېسم) په ناروغۍ اخته دي او امریکا کې ژوند کوي. د دې په باور د دغې ناروغۍ درملنې ته اړتیا نشته، ځکه دا ناروغي نه ده.

هغه وايي: "دوی نشي کولی دا غوراوی ولري، چې اوټیسټیک دي یا نه دي. دا په اصل کې هغه لېنز یا لید لوری دی، چې دوی یې له لارې دې نړۍ او دې ښکلي ژوند ته ګوري، چې دوی یې لري."

ډاکټر ایډ مولینز، چې په بریتانیا کې د امپیریل کالج لندن کلینیکي څېړونکی دی وايي، اوټېزم یو سپیکټرم اختلال دی (یو لړ شرایطو ته اشاره کوي) نو د دې په اړه د خلکو تجربې کېدای شي بېلابېلې وي او همدارنګه د درملنې لپاره د دوی هیله هم توپیر لري.

هغه بي بي سي ته وویل: "شخړه دا ده، چې کله تاسو یو ماشوم لرئ، چې اغېزمن شوی دی نو تاسو دا په لازمي ډول د یوې ناروغۍ په توګه نه ګڼي، چې باید مخنیوی یې وشي. په هر حال زما ډېر ناروغان وايي، چې دا د مور او پلار په ژوند کې یوه لویه خبره ده، چې ماشوم یې اغېزمن شي."

هغه زیاتوي، نو ځینې خلک به هغو بدیلونو ته لېوالتیا ولري، چې وکولی شي د ناروغۍ نښې نښانې کمې کړي.

لیوکوورین څه شی دی او ایا دا د اوټېزم (اوتېسم) درملنه کولی شي؟

یوه بالغ کس (مخ یې تیاره شوی) درمل یې له قطعي را بهر کړي، چې ماشومان یې وخوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

لیوکوورین د فولیک اسید یو فورمول دی، چې د ویټامین B9 مصنوعي بڼه ده.

د فولیټ رول، چې د ویټامین B9 طبیعي بڼه ده، د دماغو د ودې لپاره ښه ثابت شوی او د اوږدې مودې لپاره کمښت یې د زېږون له نیمګړتیاوو سره تړاو لري.

زموږ بدنونه کولی شي فولیټ د خوړو په مټ لکه دانه لرونکي خوراکي توکي، لیمويي میوې او قوي شویو غلو څخه ترلاسه کړي.

په امریکا کې د اوټېزم (اوتېسم) ساینسي بنسټ وايي، په ځینو څېړنو کې راغلي، چې د امیندوارۍ په لومړیو کې د فولیټ ټیټه کچه په ماشومانو کې د اوټېزم (اوتېسم) د ګواښ له زیاتیدو سره تړاو لري خو ټولې موندنې یو شان نه دي.

دا بنسټ زیاتوي، دا وړاندیز چې فولیک اسید کېدای شي په اوټېزم اخته ماشومانو کې ځېنې نښې نښانې کمې کړي د سرطان د درملو له ازموینې ترلاسه شوې، چې د لیوکوورین په نوم پېژندل کېږي.

ځینو څېړنو ښودلې، چې د عادي فولیک اسید برعکس د لیوکوورین کولی شي په اسانۍ سره په دماغ کې د وینو له خنډونو تېر شي او د ویټامین B9 کمښت پوره کړي.

څلور کوچنۍ، تصادفي ازموینې، چې ټولې یې د بېلابېلو خوراکونو او د بریالیتوب د کچې په کارولو سره ترسره شوې دي.

یوه، چې په ۲۰۱۶ کال کې شوې وه، په امریکا کې د ۴۸ اوټیسټیک ماشومانو مطالعه وه او د پلیسبو پرتله یې په لفظي اړیکو کې ښه والی وموند.

د مطالعې لیکوالانو دا ومنله، چې د نمونې کوچنۍ اندازه په دې معنی ده، چې د پراخ نفوس لپاره د موندنو عمومي کولو لپاره ډېرو څېړنو ته اړتیا وه.

خو څېړونکو خبرداری ورکړی، چې ساینس لا هم په ډېرو لومړنیو مرحلو کې دی او مخکې له دې چې کومې قوي پایلې ته ورسیږو، لا ډېر کار ته اړتیا ده.

د درملو د خوندیتوب په اړه هم معلومات نشته او د اوږدې مودې اغیزې یې لا نه دی څېړل شوی.

ملاتړ، نه درملنه؟

د مېرمن هانراهان او د هغې د کورنۍ لپاره د اوټېزم (اوتېسم) د یوې وبا په توګه بیانول د دغې ناروغۍ د تدواۍ په اړه بدنامي زیاتوي.

هغې بي بي سي ته وویل: "له وباګانو وېره شته، کنټرول کېږي او له منځه وړل کېږي. زموږ د اوټېزم (اوتېسم) سره شخصي تجربه د دې ژبې یا بیان سره سمون نه لري."

هغه وايي، چې په درملنې او لاملونو تمرکز کولو له کبله په اوټېزم اخته کسانو او کورنیو سره یې ریښتینی ملاتړ له خبرو څخه پاتې شوی یا ورک شوی.

" اوټیزم (اوتیسم) کومه ستونزه نه ده، چې حل شي. دا یو توپیر دی، چې د لومړنیو مداخلو (روغتیايي ارزونې او درملنې)، درملنې او د پاملرنې له لارې یې باید ملاتړ وشي."