څنګه د ایران پلازمېنه کې ۱۰ میلیونه وګړي د اوبو له کمښت سره مخامخ شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بي بي سي فارسي
- دنده, د بي بي سي نړیواله څانګه
د تهران یوه اوسېدونکي بي بي سي فارسي ته وویل:"د اوبو کمښت او د اوبو د فشار شدید کمښت په دې معنا دی، چې د اپارتمانونو او ډېرو کورونو کې یا په چټکۍ سره اوبه ختمېږي یا دا چې هېڅ اوبه نه لري."
"کله چې برېښنا لاړه شي انټرنېټ او لفټونه هم کار پرېږي..."
یوه ښځه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي:
"وضعیت د زغملو وړ نه دی. په ځانګړې توګه د دوبي په ګرم موسم کې او په دې ککړه هوا کې او که چیرې په کور کې یو کوچنی ماشوم یا یو سپین ږېری سړی وي حالت لا سختېږي. ځکه ځینې وختونه دوی باید په ساعتونو ساعتونو دا شرایط وزغمي."
په ټول ایران کې د اوبو کمښت او د برېښنا پرله پسې پرې کېدو د خلکو د نا هیلۍ کچه لوړه کړې ده.

'په امیر کبیر بند کې چې تهران هم ترې ګټه اخلي اوبه کمې شوې دي. '
انځور د ۲۰۱۶ کال له اګسټه د ۲۰۲۵ کال تر اګسټ پورې د بند اوبه ښيي، چې څومره کمې شوې دي.
(د انځورونو سرچینه: پلانیټ لیبز)
په پلازمېنه کې له لوړ پوړو ودانیو نیولې تر د خوزستان او سیستان-بلوچستان کلیو پورې ژوند داسې یوې لارې ته ور ګډ شوی، چې ډېر یې وايي، د زغملو وړ نه دی.
له پرله پسې پنځو کلونو وچکالۍ او د ریکارډ کچې ګرمۍ له کبله د تهران د ښاروالۍ نلونه د وچېدو په حالت کې دي.

د عکس سرچینه، Atta Kenare / Getty Images
د اوبو زیرمو د کچې ټېټېدل بیخي تاریخي شوي، چې د بریښنا بندېدل معمول ګرځېدلی او په لویه کچه غوسه په زیاتېدو دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
'د صفر ورځ'
چارواکي خبرداری ورکوي، چې په لګښتونو کې د پام وړ کمښت پرته، د پلازمینې ځینې برخې به په څو اونیو کې د "صفر ورځې" سره مخامخ کیدلی شي. هغه شېبه، چې کورونو ته به په نلونو کې د اوبو لېږد بند شي او پر ځای به یې ټانکرونو کې اوبه ور رسول کېږي.
دوی دا خبراوی د کال پیل ته نژدې پیل کړ او په منظم ډول یې تکرار کړي.

'په لار بند کې د اوبو کچه، چې تهران ترې ګټه پورته کوي د پام وړ راټیټه شوې ده'
د ۲۰۱۶ کال له اګسټه تر ۲۰۲۵ کال اګسټ پورې د سپوږمکۍ عکسونه ښيي، چې نهه کاله دمخه په بند کې د نن ورځې په پرتله ډېرې اوبه وې.
د انځور سرچینه پلانیت لابز
دا خطر د دوبي له سختې تودوخې او د ایران د برېښنا زړې پر شبکې له زیاتیدونکي فشار وروسته رامخې ته شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوبو، چاپیریال او روغتیا لپاره د ملګرو ملتونو د پوهنتون انسټیټیوټ مشر پروفیسور کاویه مدني بي بي سي فارسي ته وویل:
"دا یوازې د اوبو بحران نه دی، بلکې 'د اوبو افلاس یا دېواليه كېدل' دي. یو سیستم، چې تر دې حده خراب شي زیان یې په بشپړ ډول بېرته نه شي را ګرځېدلی."
د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCCD) چې له صحرايي کېدو او ځمکو وچېدو سره مبارزې کوي یو استازی یې ډنیل تسیګای وايي، چې ایران ته په کتو دا په ګوته کېږي، چې کله د اوبو کمښت، د ځمکې تخریب، د اقلیم بدلون او کمزورې حکومتولۍ سره یوځای شي نو څه پېښېږي.
هغه وايي، چې دا د نورو هېوادونو لپاره یو سخت خبرداری دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په تهران کې 'د صفر ورځ' څه معنی لري؟
په عمل کې، "د صفر ورځ" هغه حالت ته وايي، چې روغتونونه او نور اړین خدمات لومړیتوب وګڼل شي او کورونه له دې په وروستي نوملړ کې راشي.
ان تر دې چې چارواکي کولی شي د هر یوه ګاونډي پر مخ دروازه په خپل وار سره ور وتړي.
شتمنې کورنۍ کېدلی شي په بامونو د ذخیرې نصب کړي او بې وزله کورنۍ به کړکېږي.
د ایران د چاپیریال ساتنې د وزارت پخوانی مرستیال پروفیسور کاوېه مدني وايي: "انسانان ډېر انعطاف منونکي دي او ژر به تطابق وکړي."
"زما لویه اندېښنه دا ده، که راتلونکی کال هم وچ وي نو راتلونکی اوړی به نور هم سخت شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي د ایران د بهرنیو چارو وزارت، په لندن کې د هغوی سفارت او له کونسلګرۍ غوښتي، چې د اوبو د کمښت په اړه د دې هېواد د پلانونو اړوند ورته معلومات ورکړي.
خو، دوی ایمیلونو او سفارت ته استول شويو لیکونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د عکس سرچینه، NurPhoto / Getty Images
د اوبو زیرمې خورا ټیټې دي
پلازمېنه تهران د ایران ترټولو لوی ښار دی او نږدې ۱۰ میلیونه خلک پکې ژوند کوي.
دا په پنځو اصلي بندونو تکیه کوي.
د هغه شرکت په وینا، چې اداره کوي یې، یو له دی د (لار بند) هغه په بشپړه توګه وچ دی او د خپلې عادي کچې پرتله یوازې یو سلنه فعالیت کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اوسېدونکو غوښتي، چې مصرف لږ تر لږه ۲۰ سلنه کم کړي.
رسمي شمېرې ښيي، چې د تېر کال پرتله په جولای میاشت کې تقاضا ۱۳ سلنه کمه شوې ده.
خو چارواکي وايي، چې د سپتمبر او اکتوبر په اوږدو کې د اړتیاو پوره کولو لپاره ۱۲ سلنه نور کمښت ته اړتیا ده.
په تهران او نورو ښارونو کې دولتي ودانۍ په منظم ډول د برېښنا سپمولو لپاره تړل کېږي، چې له امله یې سوداګرو ته اوښتي اقتصادي زیانونو په اړه د خلکو غږ پورته شوی دی.

د عکس سرچینه، NurPhoto / Getty Images
له وچکالۍ تر 'اوبو افلاس'
رسمي شمېرې ښيي، چې په تېر کال کې باران د خپلې اوږدې مودې منځنۍ کچې څخه ۴۰-۴۵ سلنه کم و.
په ځینو ولایتونو کې دا له ۷۰ سلنې ډېر کم شوی دی او اقلیم یوازې د کیسې یوه برخه ده.
مدني استدلال کوي، چې "دا د اوبو بحران نه دی. دا د اوبو دیوالیه والی دی. یو داسې حالت چې زیان یې نور په بشپړ ډول بیرته راګرځیدونکی نه دی او کمول یې کافي نه دي."
له لسیزو راهیسې، ایران د طبیعت له مخې ډېرې اوبه مصرف کړې دي. لومړی یې سیندونه او زیرمې کمې کړې او بیا یې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې وکارولې.
مدني وايي، "وچکالۍ له یوه مخه دا اغېز نه دی پرایستی. ناسم مدیریت او د اوبو ډېر استعمال د اقلیمي بدلون له شدته ډېر دمخه دا ناورین رامنځته کړی."
کرنه د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه اوبه مصرفوي، چې ډېره برخه یې د بې ګټې اوبو لګولو له کبله ضایع شوې.
د اوبو ډېر مصرف کوونکي فصلونه، لکه وریجې او ګني، په وچو سیمو کې کرل کېږي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
جهیلونه
د راپورونو له مخې په تهران کې تر ۲۲ سلنه پورې تصفیه شوې اوبه د ویجاړو پایپونو د لیکیدو یا سوري کېدو له امله ضایع کېږي.
په هر حال په ټوله نړۍ کې د اوبو سیسټمونه ورته ضایعات لري.
د اروپا واټر نیوز راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د څښاک ۲۵ سلنه اوبه د لیکونو یا زېم له امله ضایع کېږي.
مک کینسي وايي، چې د امریکا د تصفیه شویو اوبو له ۱۴ تر ۱۸ سلنه یې په ورته ډول ور کېږي او ځینو راپورونو کې راغلي، چې له خدماتو سره ۶۰ سلنه یې د زېمونو/لیک له لارې بهر کېږي یا ضایع کېږي.
د ایران د ځمکې لاندې اوبه له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په پراخه کچه ایستل شوې دي. د ځینو اټکلونو له مخې، له ۷۰ سلنې زیاتې زیرمې ختمې شوې دي.
په ځینو ولسوالیو کې ځمکه په کال کې تر ۲۵ سانتي مترو پورې د ځمکې لاندې د اوبو پوړونو ګډوډېدو له کبله تر اوبو لاندې کېږي.
د اوبو د نفوذ وړ ډبرې یا نور طبیعي جوړونکي مواد، چې د ځمکې لاندې اوبو جریان ته اجازه ورکوي ترې تېرې شي همدا دا د اوبو ضایع کول ګړندي کوي.
د برېښنا ټکان: کله چې د وچو بندونو څراغونه کمزوري شي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اوبو کمښت د برېښنا کمښت رامنځته کړی دی.
دولتي خبري اژانس ایرنا په جولای کې راپور ورکړ، چې د برېښنا غوښت یا تقاضا ۶۹،۰۰۰ میګاواټو ته رسیدلې، چې په ډاډمن ډول د اړتیاوړ شاوخوا ۶۲،۰۰۰ میګاواټو پوره کولو څخه خورا لوړه ده.
په ورځ کې له دوو څخه تر څلورو ساعتونو پورې برېښنا بندېدل عام دي.
خبري راپورونه او سیاستوال وايي، چې د برېښنا پرې کول تر ټولو بې وزله اوسېدونکي اغېزمنوي. یوازې شتمن خلک د جنراتورونو مالکان دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د حکومت غبرګون
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي دي: "د څښاک اوبو برابرول یو لومړیتوب دی او باید ټولو خلکو ته ورکړل شي."
علي ابادي د اوبو د سپمولو هڅو ته په اشارې سره وويل: "سږ کال د نيول شويو اقداماتو سره موږ وکولای شو، چې د لېږدېدو اوبه درې چنده زیاتې خوندي کړو."
حکومت د کریپټو کرنسۍ (د برېښنایي اسعارو تولید) ته د اجازې ورکولو له کبله له نیوکو سره مخامخ شو ځکه زیاته برېښنا مصرف وي.
ادعا کېږي د کریپټو یا برېښنايي پیسو ځینې عملیات یې له سیاست سره اړیکې لري.
په ځواب کې، چارواکي وايي، چې دوی غیرقانوني ځایونه په نښه کوي او د کورنیو اکمالتي سرچینو ته لومړیتوب ورکوي.
علي آبادي ادعا کوي، چې د غیرقانوني کریپټو کرنسی بهر کول برېښنایي سرچینې وچې کړې او وايي، چې "په دې برخه کې د فعالو کان کیندونکو// بهرکوونکو کشف او له منځه وړل خورا ستونزمن وو."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په کوڅو کې له غوسې سره، جیوپولیتیک مداخله کوي
د خوزستان او سیستان- بلوچستان په ګډون څو ولایتونو کې، چې د انرژۍ کمښت پکې خورا زیات دی، لاریونونه شوي دي.
لاریون کوونکي شعار ورکوي، چې "اوبه، برېښنا او ژوند" ته لاسرسی یو اساسي حق دی.
له دې، چې څاګانې او کانالونه وچېږي چاپیریالي مهاجرت ورسره ګړندی کېږي.
ډیری کورنۍ د دندو، خدمتونو او غوره زیربناوو په لټه تهران ته کډه کوي.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې دا کولی شي د بې ثباتۍ زیاتیدو ته لمن ووهي. ځکه ښار د بې ځایه شويو خلکو د پام وړ ګرځي.

د عکس سرچینه، Abedin Tahernkenareh / EPA / Shutterstock
دا بحران جیوپولیټيک ته هم دی.
د ۲۰۲۵ کال د جون له میاشتې راهیسې له اسرائیلو سره له شخړې وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد له مالګې پاکولو او د اوبو د بیا کارولو ټیکنالوژیو ته اشاره وکړه.
هغه په یوه پیغام کې، چې ایرانیانو ته یې لارښوونه کړې وه، وویل، چې دوی کولی شي هغه مهال ترې ګټه پورته کړي، "کله چې ستاسو هېواد ازاد وي".
تهران دا څرګندونې یوې سیاسي ډرامې په توګه رد کړې او ولسمشر پزشکیان د غزې بشري بحران ته اشاره وکړه.
ملګرو ملتونو کې له صحرايي کېدو سره د مبارزې کنوانسیون غړی ډانیل تسیګای وايي، چې ایران په سیمه کې یوازې نه دی.
په ټوله لوېدیځه آسیا کې له څو کلنو راهیسې روانې وچکالۍ د خوړو خوندیتوب، ثبات او بشري حقونه زیانمن کړي. دوی کرنه، انرژي، روغتیا، ترانسپورت او ګرځندوی چارې اغېزمنوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
یو نړیوال خبرداری
ډنیل تسیګای وايي، نړۍ د انسانانو لخوا رامنځته شوې د وچکالۍ یوه دور ته روانه ده، چې د اقلیم بدلون، د ځمکې او اوبو د ډېر استعمال له امله رامنځته کېږي.
هغه استدلال کوي، ایران وښوده، چې کله کمښت، د ځمکې تخریب او کمزورې حکومتولۍ سره یوځای شي نو څه پېښېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په نړیواله کچه له ۲۰۰۰ کال راهیسې وچکالي ۲۹٪ زیاته شوې ده.
که چیرې اوسني حالت دوام ومومي نو تر ۲۰۵۰ پورې به په هرو څلورو کسانو کې درې یې اغېزمن شي.
د کیپ ټاون د ۲۰۱۵-۲۰۱۸ وچکالۍ، چې سویلي افریقا د هر وګړي لپاره محدودیتونه وضع کړل او تعرفې یې لوړې کړې. دا ډېر کله د فعال غبرګون د یوې نمونې په توګه یادېږي.
تسیګای وايي، "موږ تخنیکي حل لارې پېژنو. هغه څه، چې موږ ورته اړتیا لرو هغه دا ده، چې پوهه په پالیسۍ او پالیسي په عمل بدله کړو."
"پوښتنه دا نه ده، چې ایا وچکالي به راشي؟ بلکې دا ده، چې کله؟"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
حل لارې
کارپوهان وايي، چې حل لارې شته خو د اوبو، انرژۍ او ځمکې اړوند تګلارو کې بیړنيو او همغږو اقداماتو ته اړتیا لري.
ایران ژمنه کړې، چې د بیا کارولو، څاڅکي څاڅکي اوبو لګولو او د اوبو رسولو د ښه والي له لارې به په اوو کلونو کې په کال کې د ملي اوبو مصرف ۴۵ میلیارد مکعب متره کم کړي.
دا لوړې موخې د نړیوالو بندیزونو، بیوروکراسۍ او کمې پانګونې له امله ورو شوې دي.
چاپېریال پالونکی کاوه مدني وايي: "په پای کې ایران باید د اوبو د افلاس یا دیوالي کېدو حالت ومني."
"څومره، چې ژر حکومت خپله ناکامي ومني او د نورې پرمختیایي ماډلونه تمویل کړي هغومره ژر به د اوبو ختمېدو چانس کم وي."

د عکس سرچینه، Abedin Tahernkenareh / EPA / Shutterstock











