مشرولي یا کشرولي: کورنۍ کې ستاسو د زېږون ترتیب (نومره) ستاسو پر شخصیت اغېز لري؟

یو انځور، چې یوې ماشومې بل ماشوم په غېږې نیولی دی.

د عکس سرچینه، Emmanuel Lafont

    • Author, مولي ګورمن

د دوو ماشومانو مشرې لور په توګه زه ډېر کله له هغو شخصیتي ځانګړتیاوو سره مخامخېږم، چې په دودیز ډول له مشرې لور یا زوی یې تمه کېږي، لکه: مسؤلیت منوونکې، وجدان لرونکې او د هر کمال څښتنه.

زما مور هم د خپل کور مشره لور ده، هغه هم دا ځانګړتیاوې لري.

له بلې خوا زما کوچنۍ خور یو څه بې پروا ده. که څه هم زه او هغه له یوه مور او پلاره پیدا یوو، ښې سره نژدې یوو او په یوه کور کې لوې شوې یوو خو زموږ شخصیتونه خورا توپیر لري.

ما ته دا پوښتنه پیدا شوه، چې ایا دا توپیر [بېل شخصیتونه لرل] زموږ د زېږون د ترتیب یا نومرې له کبله دی، چې څوک اول پیدا شوی څوک منځنی دی یا څوک وروسي دي؟ ایا د دې لپاره کوم ساینسي دلیل هم شته، چې ترټولو مشر، کوچنی، یا یوازینی ماشوم باید څه ډول شخصیت یا شخصیتي ځانګړنې ولري؟ او نړۍ ته په کومه سترګه ګوري؟ یا په نړۍ کې خپله لار څنګه پیدا کوي؟

یوه پېړۍ اوږده معما

سره له دې چې له ۱۰۰ کلونو څخه زیات وخت راهیسې ساینسي ټولنې خپلو پرمختګونو سره خلک ځان ته حیران کړي دي خو زما دا پوښتنه، د زېږون له اړخه هغه ماشوم چې لومړی پیدا کېږي دویم یا وروستی دغه د نومرو جوړښت د دوی په شخصیتي جوړښت هم اغېز لري او که نه؟ لا هم د بحث وړ ده.

په تاریخي توګه څېړنو ناهمغږه (متضاد) موندنې رامنځته کړې دي.

که څه هم بېلابېل دلیلونه لري خو که په ساده ټکو یې ووایو اندازه کول یې ګران دي.

روډیکا ډیمین، چې د امریکا په ټیکساس ایالت کې د هوسټن پوهنتون د ارواپوهنې مرستیاله پروفیسوره ده وايي، چې پخوانیو مطالعاتو کې ډېر وخت له کوچنیو بېلګو کار اخیستل کېده.

سربېره پردې، د شخصیت ازموینې ډېر وخت پخپله د شخص لخوا راپور ورکول کېږي او کېدلی شي د خپل ذات تر اغېزې لاندې هغه ريښتونی ځواب په دې ازموینه کې ورنه کړي یعنی پایلې کېدای شي زیانمنې کړي.

وروستي مطالعات په ګوته کوي، چې یو شمېر مغشوشونکي فکټورونه کولی شي دا ستونزمن کړي، چې ایا د زېږون ترتیب (نومره) سیستماتیک دی یعنی اغېز لري؟ د دې معنی دا ده، چې ایا دا په ټولو یو ډول اغېز کوي.

د اولادونو شمېر یعنی د وروڼو او خویندو ټول شمېر کېدلی شي یو فکتور وي، د بېلګې په توګه: هغه کس چې په کور کې یوازې دوه خویندې یا وروڼه ولري د هغو پرتله چې په کور کې اوو خویندې او وروڼه لري‌ توپیر ولري.

په دې وړو یا لویو کورنیو کې چې لومړی ماشوم ووسې یا وروستی ماشوم ووسې کېدای شي په پوره ډول بېلې بېلې تجربې وي او په مستقیم ډول د پرتلې وړ نه وي.

د کورنۍ اندازه او د کورنۍ اقتصادي حالت هم یو فکتور ګڼل کېدلی شي. لکه ښه اقتصاد لرونکې کورنۍ ځکه ښه اقتصاد لرونکې کورنۍ کم ماشومان خوښوي.

او بیا د یوه کس د عمر او جنسیت خبره هم ده، چې دا فکتور هم په کور دننه او بهر د دوی تجربې اغېزمنوي.

دې حالاتو ته په کتو سره څېړونکي نه شي کولی دې پایلې ته ورسېږي چې د زېږون ترتیب (نومره) زموږ پر شخصیتونو کوم ثابت او ټولیز اغېز لري.

خو دا په دې معنا هم نه ده، چې د زېږون ترتیب بې اهمیته دی.

دا کولی شي په ځینو کورنیو یا کلتورونو کې رول ولوبوي.

د جرمني په لیپزګ پوهنتون کې د شخصیت څېړونکې جولیا روهر وايي: "زه فکر کوم خلک ډېر داسې باورونه لري، چې یو ډول زاړه شوي دي. یا په لومړي سر کې یې هېڅکله ښه ملاتړ نه دی شوی."

"د مثال په توګه، د 'مشرې لور سنډروم' دا یوه لویه بېلګه ده. دقیقا ښځې لاهم بېلابېل رولونه لري او تمه کېږي چې نورو ته ډېره پاملرنه وکړي."

او بیا له لومړي زیږېدلي ماشومه تمه کېږي، چې پر کوچنیو خویندو او وروڼو پاملرنه وکړي."

هغه وايي:" کېدای شي د ځینو مېرمنو تجربې سره په بشپړ ډول سمون ولري خو د نورو لپاره داسې نه وي ځکه چې هره کورنۍ توپیر لري."

په بل عبارت هره مشره لور مسؤله او پام ساتونکې نه وي خو د ځینو لپاره د "مشرې لور سنډروم" خبره کېدای شي ریښتیا وي ځکه دوی په همدې ډول روزل شوي چې د خپلو کوچنیو خویندو وروڼو پالنه وکړي او همدې تجربې د دوی شخصیت جوړ کړی دی.

روهر او د هغې همکارانو په بریتانیا، متحده ایالاتو او جرمني کې شوې سروې ګانې وارزولې او دا یې په ډاګه کړه چې د زېږون ترتیب "پر شخصیتي ځانګړتیاو تلپاتې اغېز نه لري."

خو، دې څېړنې پخوانۍ موندنې چې د زېږون د ترتیب اغېز پر یوې ځانګړې ځانګړتیا (عقل/زکاوت) باندې تایید کړې او هغه عبارت له هوښیاري/ځېرکتیا څخه دی.

هوښیارتیا یوه پیچلې پدیده ده او په څېړنو کې یې کچه یوازې د هوښیارۍ په ازموینو کې د فعالیتونو له لارې او د ځان په اړه د راپور ورکولو له مخې معلومېږي.

روهر او د هغې همکارانو په څېړنه کې لیکلي:"موږ دا اغېزه تایید کړه، چې لومړي زيږېدلي ماشومان د هوښیارۍ اندازه کولو په فعالیتونو کې لوړې نومرې ترلاسه کوي او ورته اغېز یې د ځان په اړه ورکړي راپور کې هم موندل کېږي."

پخوانیو څېړنو مستنده کړې وه، چې د هوښیارۍ په ازموینو کې فعالیت "د لومړي زیږېدلي څخه تر وروستي زیږېدلي پورې یو څه کمېږي."

سنډروم د طبي نښو یوه ټولګه ده چې له یوه بل سره تړاو لري او ډېر کله له یوې ناروغۍ سره تړلې وی.

لومړي زیږېدلي ماشومان د هوښیارۍ په ازموینو کې لوړې نومرې لري خو د دې دلیلونه پېچلي دي

د زېږون ترتیب او نورو شخصیتي ځانګړتیاو په اړه روهر وايي، چې د یو چا د تجربې انعکاس لاهم معنا لري او مهمه ده ان که کومه نړیواله بېلګه یې هم نه وي.

هغه د "مشرې لور سنډروم" په څېر اصطلاحاتو په اړه وايي: "دا یو داسې نښه ده، چې تاسو کولی شئ نور خلک ومومئ چې په ورته حالت کې لوی شوي وي او تاسو کولی شئ تجربې تبادله کړئ او داسې نور."

هغه وايي، "دا هېڅ غلطه خبره نه ده چې خپله تجربه په دې ډول بیان کړئ. خو تر هغه چې تاسو دا تجربه نړیواله نه ګڼئ."

ډیمین دا خبره تکراروي: "که څه هم موږ په شخصیت کې کوم سیستماتیک توپیر نه وینو. دا په دې معنا نه ده، چې په هره کورنۍ یا هر کلتور کې دې داسې ټولنیز بهیر وي، چې د زېږون ترتیب پراساس بېلابېلې پایلې رامنځته کړي."

د بېلګې په توګه، بریتانیا په تاریخي ډول د لومړني زېږون کلتور لري، په دې معنا چې مشر ماشوم به د کورنۍ شتمنۍ، جایداد یا لقبونو میراث لپاره لومړی حقدار ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۳ کال کې د تاج د ځای ناستي قانون په تصویب سره، په پاچاهۍ کې د زوجیت حق پای ته ورسېد، او د نارینه وارث واک یې له منځه یوړ چې د تاج ترلاسه کولو لپاره د مشرې لور ځای ناستی شي.

ډیمین وايي: "که چیرې ټولنیز عمل د زېږون په ترتیب ولاړ وي، نو هو، د زېږون ترتیب به ستاسو په پایلو اغېزه وکړي."

یو انځور دوه ماشومان ښیي، چې د یو بل تر څنګ ناست دي خو سرونو ته یې له لرګیو جوړ مکعب او تېره ډوله شکلونه ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Emmanuel Lafont

د عکس تشریح، د کورنۍ شتمني، جایداد او لقبونه په میراث کې وړل د مشر ماشوم د زېږون حق ته اشاره کوي.

عمر یوازې یوه شمېره ده؟

څېړونکي وايي، چې عمر پورې تړلې تجربې په اسانۍ سره د زېږون ترتیب لخوا اغېزمن شوې شخصیتي ځانګړتیاو پورې تړل کېږي او تېروتنه کېږي.

د مثال په توګه مشر "مسؤل" اولاد در واخلئ: "لکه څنګه چې انسانان لوېږي، دوی ډېر مسؤل او په ځان یې کنټرول ډېرېږي.

ډیمین وايي: "نو، لومړی زیږېدلی ماشوم به تل د وروسته زیږېدلي ماشوم پرتله لوی وي او لکه څنګه چې تاسو ګورئ، ستاسو ماشومان وده کوي، لومړی زیږېدلی ماشوم به تل ډېر مسؤل وي."

هغه زیاتوي: "یوه بله خبره دا ده چې خلک د عمر په زیاتېدو سره یې پوه هم زیاتېږي. نو دوهم زیږېدلی ماشوم کېدای شي ډېر ټولنیز او لږ هوښیار ښکاره شي. ځکه چې یو لس کلن ماشوم ډېر خوشحاله او په ځان کې ډوب وي ... د څوارلس کلن ماشوم پرتله، چې د هرڅه په اړه اندېښمن وي. دا ځکه چې دوی بېلابېلې ننګونې لري."

د ماشومانو د ملګرتیا ډلې په څېر عوامل هم مهم دي.

د مثال په توګه، ګڼ شمېر مطالعې د مجرمو ملګرو او مجرمانه چلند ترمنځ اړېکه ښیي. نو د یوه لوی ماشوم لخوا قانون ماتول تر ډېر هغو کسانو پورې تړاو لري، چې له ده چاپیره دي.

هوښیار وروڼه او خویندې

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، یوه ثابته موندنه، چې د زېږون د ترتیب په څېړنه کې راپورته کېږي د زېږون د ترتیب او هوښیاري ترمنځ اړیکه ده، چې لومړي زیږېدلي ماشومانو کې له ورپسې زيږېدلو ماشومانو پرتله د هوښیارۍ اړوند ځانګړتیاو کې یو څه لوړوالی وي.

ډیمین وايي: "[د هوښیارۍ اړیکه] ډېر وخت د هوښیارۍ په شفاهي ازموینه کې څرګندېږي او خورا کوچنی اغېز لري."

همدارنګه، "که تاسو دوه ځلې ازموینه ورکړئ، کېدای شي ستاسو نومرې دې پورې تړلې وي چې هغه ورځ مو طبیعت څنګه دی؟ سهار مو څه خوړلي او څومره خوب مو کړی دی."

دا د ژوند په لومړیو کلونو کې د ادراکي هڅونې له لارې هم تشریح کېدلی شي.

ډیمین دا په ګوته کوي، چې په کورنۍ کې د هر ماشوم پر سر ډېر لویان وي، هغومره ډېر له پخې ژبې او لغتونو سره مخامخېږي.

خو کله چې په یوه کورنۍ کې ډېر وروڼه او خویندې زيږېدلې وي، نو د فکري هڅونې کچه کېدای شي راټیټه شي.

هغه وايي: "نو دا دومره نه ده، چې دوی په جینیتکي ډول هوښیار دي یا دوی ډېره وړتیا لري. دلته د دې امکان ډېر دی، چې دوی ای کیو( IQ) ازموینه کې لوړې نومرې اخیستې وي او دا کېدای شي له دې کبله وي چې دوی ډېر لغتونه زده دي او له ځانه لویو ماشومانو سره یې ډېرې خبرې کړې دي."

"چیرې چې دوه ماشومان وي هلته شاید د پاملرنې یو څه وخت له وروڼو او خویندو سره د تعاملاتو په اداره کولو کې تېر شي او لفظي خبرې یو څه کمې وي.

"داسې وړاندیزونه هم شته، چې مشران وروڼه او خویندې کوچني وروڼه او خویندې روزي. هغوی ته څیزونه تشریح کوي. دوی "ډېرې ادراکي سرچینې" کاروي."

په زړه پورې خبره دا ده، چې د هوښیارۍ دا نمونې په نړیواله کچه نه تکرارېږي. د بېلګې په توګه، د مخ پر ودې هېوادونو معلومات د پرمختللو هېوادونو معلوماتو سره توپیر لري.

په اندونیزیا کې وروستۍ زېږېدلې خویندې او یا وروڼه د خپلو مشرانو خویندو او وروڼو پرتله د زده کړې غوره فرصتونه لري. دا کېدای شي د مالي محدودیتونو له کبله وي او هغه مهال یو څه اسانتیاوې راځي چې لوې خویندې او وروڼه د کورنۍ عاید کې ونډه اخیستل پیل کړي.

د ډیمین او د هغې د همکارې په وینا، د زېږون ترتیب په مسلکونو هم د "نه منلو وړ اغېزې" لري.

په تېرو وختونو کې د ساینس پوهانو په منځ کې یوه مفکوره موجوده وه، چې مشر اولاد به ډېر اکاډمیک یا ساینسي مسلک ته ننوځي او کشر اولاد به ډېر تخلیقي مسلک کې وي خو ډیمین برعکس وموندل:

د هغې په اوږدمهاله څېړنه کې، چې په ۱۹۶۰ کال کې د متحده ایالاتو د لوړو زده کونکو یوه نمونه ارزولې وه او بیا یې ۶۰ کاله وروسته ورته ګډونوال وارزول ورته معلومه شوه، چې لومړي زيږېدلو ماشومانو ډېر تخلیقي مسلکونه غوره کړي وو.

د کارټون یو انځور، چې پنځه ماشومان په یوه لیکه کې د قد په ترتیب ولاړ ښيي، خو مخونه یې د خولې، دماغ، زړه او سترګو په بڼه په کې جوړ شوي‌ دي.

د عکس سرچینه، Emmanuel Lafont

د عکس تشریح، د زېږون د ترتیب څېړنه ښیي، چې د وروڼو او خویندو د ځانګړتیاوو، ځېرکتیا او مسلک شاوخوا نمونې په نړیواله کچه نه تکرارېږي یا سل په سلو کې یو ډول نه وي

د مور او پلار یوازینی اولاد ځان خوښی وي؟

له مور او پلاره یو اولاد ډېر وخت د هغو ماشومانو پرتله، چې دوه وروڼه او خویندې لري ډېر ځان خوښوونکی یا خود غرضه وي ان تر دې چې سټریوټائپ ( stereotype) حالت سره مخامخ کېږي. دا ځکه چې دوی د مور او پلار د پاملرنې لپاره سیالي نه کوي.

وروستیو څېړنو ښودلې، چې اصلي موضوع دا نه ده او له وروڼو او خویندو پرته لوېیدل د خود غرضۍ یا نارسیزم (Narcissism) زیاتوالي لامل نه کېږي.

نورې څېړنې ښيي چې د یوازې ماشومانو ټولنیز چلند د هغو ماشومانو پرتله چې وروڼه او خویندې لري لوی یا پراخ نه وي، او "کېدلی شي له عمر سره کوچنی شي".

دا ممکنه ده، چې د وروڼو او یوازینیو ماشومانو د شخصیت ځانګړتیاوې پرتله شي. دا خبره د کاناډا د بروک پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور مایکل اشټن او د کاناډا د کالګري پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور کیبوم لی لخوا د ۲۰۲۵ کال یوه مقاله کې کړې.

د دوی څېړنې ځینې نوي او په زړه پورې پایلې وړاندې کړې. دې څېړنې د شخصیت، د زېږون ترتیب، او د وروڼو او خویندو د شمېر ترمنځ اړیکې یې په یوه نمونه کې چې ۷۰۰،۰۰۰ لویانو په انلاین بڼه او په بله جلا نمونه کې له ۷۰،۰۰۰ څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې وه، وارزول شوې.

منځني او وروستي زېږېدلو ماشومانو کې "صداقت - عاجزۍ" او "همغږۍ" د لومړي زېږېدلو ماشومانو پرتله په منځني ډول زیات وو.

دا ښيي، چې یو کس څومره صادق او عاجز دی. په دې معنی چې لوړې نومرې اخیستونکي کس لخوا دا احتمال نه وي، چې نور خلک اداره کړي، قوانین مات کړي، یا د حق احساس وکړي.

کمې نومرې لرونکی کس کېدلی شي قوانینو ماتولو ته ډېر لیواله وي او کېدای شي د ځاني اهمیت یا ځان ورته مهم ښکاره کېدو قوي احساس ولري.

د رضایت په مهارت کې لوړې نومرې اخیستونکی کس بخښونکی، د نورو په اړه قضاوت کې نرم، متوازن او جوړجاړي ته لیواله شخصیت لرونکی وي. پداسې حال کې چې ټیټې نومرې اخیستونکی کس کېدای شي کینه ولري، ضدي وي، ژر غوسه احساس کړي او د نورو په اړه انتقاد وکړي.

اشټن او لی په یوه بریښنالیک کې لیکلي: "دا توپیرونه په اندازې کې خورا کوچني وو، په ځانګړي توګه کله چې پرتله کول مو د هغو کورنیو له خلک سره چې ورته شمېر ماشومان لري."

"په برعکس، د یو ماشوم لرونکي کورنۍ (یعنې یوازې ماشومان) او د شپږو یا ډېرو ماشومانو لرونکي کورنۍ د اشخاصو ترمنځ د دې ابعادو توپیرونه د پام وړ لوی وو، د هغو اندازو ترمنځ چې ټولنیز ساینس پوهان یې 'کوچني' او 'منځني' بولي."

نو له دوی زما پوښتنه دا ده، چې ایا د زېږون د ترتیب اغېز یوازې یوه زومبي (وینه څښوونکي انسانان/ دلته اشاره خو تیورګانو ته ده، چې ثابتول یې ګران دي خو شته) تیوري ده. یوه داسې مفکوره، چې غلطه ده خو له منځه تللو څخه انکار کوي؟

خو روهر راسره موافق نه دی. هغه وايي: "ډاډه نه یم چې زه به دې ته د زومبي تیوري ووایم."

"له علمي پلوه، زه فکر کوم چې ادبیات په خورا ګټور ډول پرمختګ کوي."

نو موږ ښايي یوه ورځ دې خبرې ته چې مشره لور څه معنا لري یو روښانه ځواب ولرو. تر هغه وخته به زه خپلې کوچنۍ خور ته دا باور ورکوم، چې زه په طبیعي ډول د هغې پرتله هوښیاره یم.