د ټرمپ او زېلینسکي غونډه کې د ګډون لپاره اروپايي مشران سپینې ماڼۍ ته ځي

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په بروکسل کې دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په بروکسل کې دي

اروپایي مشران به دوشنبه د اګسټ ۱۸مه د اوکرایین له ولسمشر ولوديمیر زېلینسکي سره یو ځای شي او په سپینه ماڼۍ کې به له ولسمشر ټرمپ سره غونډه وکړي.

ښاغلی زېلینسکي دمګړۍ بروکسل ته تللی چې د فرانسې، المان او بريتانیا له رهبرانو سره یوه مجازي غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده ښاغلي زېلینسکي به په دې سفر کې له ښاغلي ټرمپ سره په اوکرایین کې د جګړې پر پای ته رسولو خبرې اترې وکړي.

د اوکرایین ولسمشر دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره بروکسل ته رسیدلی دی. په دې مجازي کنفرانس کې به د فرانسې، جرمني او بریتانیا مشران هم برخه اخلي.

امریکا ته د ښاغلي زېلینسکي دا سفر، په الاسکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له سرمشریزې وروسته دی.

د بریتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر د اروپايي مشرانو تر مجازی کنفرانس وړاندې تایید کړی چې هغه به د دوشنبې په ورځ د اوکرایین او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د غونډې لپاره له نورو اروپايي مشرانو سره یو ځای واشنګټن ته سفر وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني چانسلر فریدریش مېرڅ او د ناټو عمومي منشي مارک روټې د هغو نورو مشرانو په ډله کې دي چې واشنګټن ته سفر کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته په الاسکا کې وویل چې هغه غواړي په اوکرایین کې اوربند له پامه وغورځوي او نېغ په نېغه پر دایمي سولې غور وکړي.

د جمعې پر ورځ، د اګسټ پر ۱۵مه، د الاسکا له سرمشریزې وروسته د هغه په دریځ کې لوی بدلون راغی او پر ټروت سوشل خواله رسنۍ یې ولیکل چې دا به "د یوې وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره غوره لاره وي" ځکه چې اوربندونه ډېر کله "دوام نه لري."

هغه وړاندې مسکو ته ضرب الاجل ټاکلی و چې که پر اوربند هوکړه ونه کړي، نو سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

اروپايي مشرانو د ډونلډ ټرمپ د هڅو هرکلی کړی

له ښۍ خوا ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د الاسکا په غونډه کې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له ښۍ خوا ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د الاسکا په غونډه کې

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي ویلي، پر اوربند د روسیې د هوکړې نه کولو له امله د جګړې پای پېچلی کېږي.

ښاغلي زېلینسکي د الاسکا له سرمشریزې وروسته له ښاغلي ټرمپ سره له ټلیفوني خبرو وروسته د ریښتینې او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه: "ګوزارونه او بمبارۍ باید ودرول شي" او وژنې باید پای ته ورسېږي.

ډونلډ ټرمپ ویلي، د اوکرایین له ولسمشر څخه به وغواړي چې د سولې له تړون سره موافقه وکړي.

اروپايي مشرانو د جګړې د بندولو لپاره د ښاغلي ټرمپ د هڅو هرکلی کړی دی. خو دوی اندېښنه لري چې د ښاغلي ټرمپ له خوا په اوکرایین کې د اوربند له پامه غورځول او د سولې پر جامع هوکړه باندې د هغه تمرکز به روسیې ته موکه په لاس ور کړي چې خپلې پوځي لاسته راوړنې غښتلې کړي.

دوی اندېښنمن دي چې دا چاره به له روسیې سره د اوکرایین د لا ډیرې برخې نیولو او کنټرول کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې اروپايي مشرانو د ولودیمیر زېلینسکي د هغه انکار ملاتړ کړی چې ویلي یې دي د روسیې له خوا په ناقانونه ډول د اوکرایین له نیول شویو ځمکو نه تېرېږي.

د راپورونو له مخې، ولادیمیر پوتین د الاسکا په غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یو پلان وړاندې کړی چې له مخې به یې اوکرایین د دونباس له ټولې سیمې څخه چې د لوهانڅک او دونیڅک سیمې په کې شاملې دي، ووځي او په بدل کې به یې روسیه په زاپوریژیا او خیرسون کې د دفاع لومړۍ کرښې پیاوړې کړي.

کرملین ماڼۍ ادعا کوي چې دونباس د روسیې خاوره ده او اوس د لوهانڅک ډېره برخه او د دونیڅک د شاوخوا ۷۰ سلنه برخه د دوی تر کنټرول لاندې ده.

روسیې پر اوکرایین له بشپړ یرغل اته کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې په غیرقانوني ډول د کریمیا ټاپووزمه په خپل هېواد کې ور ګډه کړه.

ویل کېږي چې ښاغلي ټرمپ چې وړاندې یې د سولې په هر ډول تړون کې د "ځینو ځمکو د تبادلې" خبره کړې وه، د الاسکا له سرمشریزې وروسته، له ښاغلي زېلینسکي سره په وروستیو ټيلیفوني خبرو کې، هغه ته دا وړاندیز رسولی دی.

یوازې څو ورځې وړاندې، د اوکرایین ولسمشر د دونباس سیمې د سپارلو خبره چې د لوهانڅک او دونیڅک سیمې په کې شاملې دي، رد کړه.

هغه بیا د "ریښتینې تلپاتې او باوري سولې" لپاره د اوکرایین شرایط او غوښتنې بیان کړې چې "باوري امنیتي تضمینونه" او د هغو ماشومانو خوشي کول په کې شامل دي چې اوکرایین ادعا کوي مسکو له نیول شویو سیمو تښتولي دي.

"ډونلډ ټرمپ به پر زېلینسکي فشار راوړي"

په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي ایس نیوز د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اروپايي چارواکي اندېښمن دي چې ډونلډ ټرمپ ښايي د دوشنبې پر ورځ د خپلې غونډې پر مهال پر ښاغلي زېلینسکي د هغو شرایطو په منلو کې فشار راوړي چې احتمالا د الاسکا په سرمشریزه کې یې پرې بحث کړی دی.

سي بي ایس نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ښاغلي ټرمپ اروپايي مشرانو ته ویلي چې ولادیمیر پوتین به "امتیازات" ورکړي، خو دا چې دا امتیازات څه دي، په اړه یې نور جزیات نه دي ور کړي.

د الاسکا له سرمشریزې وروسته له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې له ښاغلي ټرمپ څخه وپوښتل شول چې د اوکرایین ولسمشر ته څه سپارښتنه لري، نو ښاغلي ټرمپ وویل: "معامله وکړئ."

هغه زیاته کړه: "روسیه یو ډېر لوی ځواک دی او دوی نه دي."

له ښۍ خوا: د برېتانیا لومړی وزیر، د اوکراین ولسمشر او د فرانسې ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ښۍ خوا: د بريتانیا لومړی وزیر، د اوکراین ولسمشر او د فرانسې ولسمشر

اروپايي مشرانو له ولادیمیر پوتین سره د ډونلډ ټرمپ د لیدنې پایلو ته په محتاط ډول غبرګون ښودلی او هڅه یې کړې چې پر اوربند له ټینګار سره سره د ښاغلي ټرمپ د لیدلوري پر بدلېدو نیوکه ونه کړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امریکا چمتو ده چې د اوکرایین لپاره امنیتي ضمانتونه چمتو کړي، چې دا د ولودیمیر زېلینسکي او د هغه د اروپايي ملاتړو یوه مهمه غوښتنه ده.

د جرمني چانسلر، د فرانسې ولسمشر او د اروپایي کمېسیون مشر په ګډون اروپايي مشرانو ویلي، "اوس باید راتلونکي ګام د ولودیمیر زېلینسکي په حضور کې خبرې وي."

دوی زیاته کړې: "د اوکرایین د خاورې په اړه پرېکړه به په اوکرایین پورې اړه ولري او نړیوالې پولې باید په زور بدلې نه شي."

د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې، خو ویلي یې دي چې په اوکرایین کې د سولې لاره له ولودیمیر زیلینسکي پرته نه شي ټاکل کېدلی.

د ښاغلي زېلینسکي د دوشنبې غونډه به په تېره فبرورۍ کې په سپینه ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ او د هغه له مرستیال سره تر سختې او جنجالي غونډې وروسته، د هغه لومړۍ غونډه وي.

داسې ښکاري چې دوی په تېره اپرېل میاشت کې د پاپ فرانسیس د جنازې د مراسمو په څنډه کې په یوې ۱۵ دقیقې غونډه کې سره پخلا شوي وو.

سپینې ماڼۍ دا غونډه "ډېره ګټوره" بللې وه.