افغانستان کې د سړو خونو نشتوالي له کبله نژدې ۳۰ سلنه میوې او سابه خرابېږي

    • Author, سید انور
    • دنده, خبریال

د افغانستان کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونه وايي، چې په دې هېواد کې نږدې ۳۰ سلنه تازه میوې او سبزیجات د معیاري سړو خونو نشتوالي او د صادراتي لارو بندیدو له امله خرابېږي.

د دې خونې مشر خان محمد فروتن بي بي سي ته وویل، چې په افغانستان کې د سړو خونو اسانتیاوې د بزګرانو او باغ لرونکو اړتیاوې نه پوره کوي.

په دې موسم کې افغان بزګران د خپلو سختو خواریو پایله ترلاسه کوي او د زراعتي حاصلاتو په ټولولو پیل کوي.

ونې له میوو ډکې وي او کرنیز محصولات هم ټولولو ته چمتو وي، چې بزګران ورته ښه خوشحاله وي، خو په ورته وخت کې دوی اندېښمن هم دي.

د دې ټولو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د سړو خونو د نشتوالي په هکله تر هغه اندېښمن وي، چې حاصلات یې نورو ولایتونو یا بهر ته واستول شي.

یو شمېر بزګرانو بي بي سي ته وویل، د سړو خونو د سخت کمښت له امله اړ دي خپل محصولات د خرابیدو له وېرې په خورا ټیټه بیه وپلوري، چې ځینې وختونه د دوی لګښتونه هم نه پوره کوي.

افغانستان په عمده توګه کرنیز هېواد دی، چې د نړیوالو معیارونو سره سم باید د کرنیزو محصولاتو د تولید تر کچې برابرې سړې خونې ولري.

خو لکه څنګه، چې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو د خونې مشر خان محمد فروتن وايي، په هېواد کې د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د زېرمه کولو ظرفیت خورا کم دی.

بلخوا د حاصلاتو ټولولو پر مهال ډېری وخت د ګاونډیو هېوادونو لخوا پولې د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ تړل کېږي، چې دا لېرې د غرو په ډډو کې پراته افغان بزګران نېغ په نېغه زیانمنوي.

ښاغلی فروتن په دې اړه وايي:

"د حاصلاتو په موسم کې، چې د ګاونډیو هېوادونو پولې د کوم دلیل لپاره تړل کېږي، د تازه سبزیجاتو او میوو ۳۰ سلنه د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله خرابېږي. میوې او سبزیجات په ورته وخت کې بازار ته وړاندې کېږي. په دې وخت کې، تقاضا کمه وي او عرضه لوړه وي. بازار د میوو او سبزیجاتو څخه ډک وي. تل د حاصلاتو په وخت کې ګاونډي هېوادونه خپل بندرونه د افغانستان په مخ تړي او په دې حالت کې د زېرمه کولو ځای یعنې معیاري سړو خونو ته اړتیا وي. د سړو خونو د نشتوالي له امله، میوې او سبزیجات په بازار کې په ټیټه بیه پلورل کېږي."

په افغانستان کې ځینې بزګران او باغ لروونکي وايي، که د حاصلاتو ټولولو په موسم کې د ګاونډیو هېوادونو لخوا پولې ونه تړل شي، نو کرنیز محصولات به یې بېلابېلو هېوادونوته صادر شي.

د دوی په خبره د حاصلاتو ټولولو څخه یوه یا دوې میاشتې وروسته ورته محصولات د افغانستان بازارونو ته واردېږي، چې څو ځلې ګران پلورل کېږي.

دا بزګران وايي، چې د دوی د سخت کار ډېره ګټه د ګاونډیو هېوادونو سوداګرو او د سړو خونو د څښتنانو جېبونو ته ځي.

افغانستان سلګونه سړو خونو ته اړتیا لري، خو د رسمي شمېرو له مخې اوس مهال یوازې ۳۲ هغه شته دي.

د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي محمد کاظم شهامت د ستونزې د منلو په ترڅ کې وویل، چې سږکال د څو سړو خونو د جوړولو پلانونه روان دي:

"اوس مهال په ټول هېواد کې ۳۲ سړې خونې شته، چې بېلابېل ظرفیتونه لري. له دې جملې څخه ۹ یې دولتي سړې خونې دي او پاتې نورې یې د خصوصي سکتور لخوا تاسیس شوې دي. د کرنې وزارت پلان لري، چې سږکال ۶ نورې سړې خونې جوړې کړي. په دې کې په کندز، کندهار او بلخ ولایتونو کې درې نورې سړې خونې شاملې دي، چې د ۱۵۰۰ میټریک ټنو ظرفیت لري او په جوزجان، سرپل او کابل ولایتونو کې درې نورې سړې خونې، چې د ۱۰۰ میټریک ټنو ظرفیت لري. په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ سړو خونو جوړول نیمګړي پاتې دي، چې هر یو یې د ۱۵۰۰ میټریک ټنو ظرفیت لري. په ۶ ولایتونو کې د ۵۰۰۰ میټریک ټنو ظرفیت لرونکو سړو خونو جوړول هم نیمګړي دي. د دې پروژو په بشپړیدو سره به د کرنیزو محصولاتو د ذخیره کولو په برخه کې د هېواد د بزګرانو ستونزې د پام وړ کمې شي. "

د ښاغلي شهامت په وینا، د چین حکومت به په کابل او بلخ ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو او میوو د ذخیره کولو لپاره ۳ نورې سړې خونې جوړې کړي.

د نړۍ په ډېرو کرنیزو هېوادونو او هغو هېوادونو کې، چې تازه کرنیز محصولات واردوي سړې خونې په عمده توګه د خصوصي سکتور لخوا اداره کېږي ترڅو دا محصولات زېرمه کړي او په خپل وخت کې یې بازار ته عرضه کړي.

دا یو ګټور کاروبار دی او په ډېرو هېوادونو کې په یوه ګټور کاروبار بدل شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې د ۳۲ فعالو سړو خونو څخه ۲۳ یې د خصوصي سکتور لخوا جوړې شوې دي، خو د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خونې مشر خان محمد فروتن ډېر خوښ نه دی او په دې برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه ډېره کوچنۍ ګڼي:

"خصوصي سکتور د خپلو اړتیاوو سره سم سړې خونې جوړې کړې دي. یعنې هر شرکت د ځان لپاره! خو شمېر یې خورا کم دی او دا د بڼوالو غوښتنې نشي پوره کولی. هیله ده، چې کورني او بهرني سازمانونه او خصوصي سکتور به د معیاري سړو خونو په جوړولو کې ډېر فعال رول ولوبوي ترڅو زموږ د بزګرانو او باغ لرونکو لاسته راوړنې ضایع نشي."

په دې ورځو کې، چې د مڼو او هندواڼو په ګډون د افغانستان د ځینو مهمو کرنیزو حاصلاتو موسم پیل شوی په ځینو ولایتونو کې بزګرانو او باغ لرونکو بي بي سي ته ویلي، چې اړ دي خپل حاصلات په خورا ټیټه بیه وپلوري ځکه په کورني بازار کې تقاضا کمه ده او صادرات نه دي کم شوي.

افغانستان کې د ۱۳۹۸ او ۱۴۰۲ لمریز کال د کلني کرنیز راپور له مخې دې هېواد کې د انارو، انګورو، مڼو، انځرو او نورو محصولاتو تولید مخ په زیاتېدو وو، خو د سړو خونو په شمېر کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د انارو تولید له درې سوه زره ټنو څخه ډېر و او د انګورو تولید له یو میلیون ټنو څخه ډېر و.