سپینه ماڼۍ وايي هوايي ځواک یې د الاسکا فضا کې یو ناپېژانده شی ویشتلی

د امریکا د هوايي ځواک یوه اېف-۲۲ جنګي جټ د جمعې پر ورځ د دغه هېواد د الاسکا ایالت فضا کې یو ناپېژانده شی ویشتلی او راغورځولی دی.

د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا کې د ستراتېژیکو اړیکو همغږه کوونکي 'جان کربي' رسنیو ته ویلي دا شی د یوه کوچني‌ موټر په اندازه و او د ویشتلو امر یې شخصآ ولسمشر جو بایډن ورکړی دی.

د ښاغلي کربي په وینا دا شي د ۴۰ زره فوټو (۱۲ کیلومټرو) ارتفاع کې و او دا چې "د مساپر وړونکو الوتکو لیکو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی و."

هغه ویلي د دغه شي د الوتنې مبدا او مقصد مالوم نه و او تر اوسه دا هم نه ده مشخصه شوې چې د چا اړوند و.

د امریکا هوايي ځواکونو تېره شنبه د دغه هېواد د ختیزو سواحلو پر فضا د چین یو ستر بالون ویشتلی او راغورځولی و.

امریکا که څه هم دا یو څارګر بالون بللی خو بېجېنګ ویلي دغه بالون د هوا حالاتو په اړه مالومات را ټولول.

د جان کربي په وینا، چارواکي لومړی ځل د پنجشنبې پر ماښام د امریکا فضا کې د دغه ناپېژانده شي پر حضور خبر شول.

نوموړی وايي "نه پوهېږو چې مالک یې څوک دی. ایا د کوم هېواد، کوم شرکت یا که د کوم فرد شخصي ملکیت و."

ښاغلي کربي ویلي، د امریکا جنګي الوتکې لومړی دغه شي ته نږدې شوې او دا یې مالومه کړې چې سپرلۍ نه لري، تر هغې وروسته له ولسمشر بایډن سره مالومات شریک شوي او هغه یې د ویشتل کېدو وروستۍ پرېکړه کړې ده‌.

له دې سره د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پېت رایډر هم ویلي چې د دوی یوې اېف-۲۲ جنګي جټ الوتکې دغه شی، چې په نامشخص سرعت یې الوتنه کوله، د جمعې پر ورځ په ځايي وخت یوه بجه او ۴۵ دقیقې په یوه توغندي په نښه کړ.

هغه زیاته کړې چې د دغه شي د پاتې شونو ستره برخه هم راټوله شوې ده.

امریکايي چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې دغه شي د چین د بالون په څېر د لوري او مسیر بدلولو وړتیا نه درلوده، او د باد په مرسته فضا کې ځای پر ځای شوی و.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د تېرې شنبې پر ورځ له هغې وروسته چې هوايي ځواک یې د چین اړوند بالون راوغوځاوه، خپل چیني همپوړي ته زنګ هم کړی، خو د پنټاګون په وینا د چین دفاع وزیر 'ويي فېنګ' یې تېلفون نه دی پورته کړی.‌