تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ختیځ ساحل کې د چین 'څارګر' بالون راغورځولی
امریکايي چارواکو درې هوايي ډګرونه تړلي او په هغه سیمه کې یې پر الوتنو بندیز اعلان کړی چې د چین 'څارګر' بالون یې په هوا کې چورلېده. د امریکا پوځي الوتکو د اتلانتیک سمندر پر سر هوا کې د چین دغه بالون ویشتلی او راغورځولی دی.
ولسمشر جو بایډن ویلي "په بریالیتوب مو راوغورځاوه او غواړو هغو پیلوټانو ته مبارکي ورکړو چې دا کار یې وکړ".
بایډن زیاتوي، چې ددغه بالون د ویشتلو امر یې د تېرې چارشنبې په ورځ ورکړی و، خو د دفاع وزات (پنټاګون) چارواکو یې تر هغه د ویشتلو ځنډول غوښتي وو چې د اوبو پر سر وچورلېږي او بیا وویشتل شي.
امریکايي چارواکي وايي، د پلټنو لپاره ددغه بالون د برخو راټولولو هڅه کوي.
چین وايي، دا د هوا د حالاتو د څار یو سارايي شوی بالون و، خو امریکايي چارواکو دا د امریکا پر ملي واکمنۍ تېری بللی او له امله یې چین ته د بهرنیو چارو د وزیر ټاکل شوی سفر لغوه کړی دی.
اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس ویلي، انځورونه ښيي چې دغه بالون له کوچنۍ چاودنې وروسته په اوبو کې رالوېدلی دی.
څو ورځې وړاندې ددغه بالون تر لیدل کېدو وروسته پر ولسمشر بایډن ډېر سخت فشارونه وو.
چین ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو مشر وانګ یي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او د هغه څه په اړه چې دوی یې د چین "هوایی کښتۍ" بولي او د امریکا پر فضا ګرځي، غږېدلي دي.
دواړو لوریو په دې تړاو چې څنګه د تصادفي پیښو سره په ارامه او مسلکي ډول چلند وشي خبرې کړې دي.
ښاغلي بلېنکن وروسته له هغه بېجینګ ته خپل سفر لغوه کړ چې امریکا وویل، د چین څارګر بالون د امریکا پر فضا تېر شوی دی.
چین وايي، د امریکا په هوايي حریم کې د دغو بالونونو موجودیت یوه پېښه ده. د پنټاګون یوه ویاند ویلي، یو بل چینايي بالون هم د لاتینې امریکا له فضا تېر شوی دی. بېجینګ له امریکا سره د کړکیچ د کمولو لپاره د "سکون او محتاط" چلند غوښتنه کړې.
د چین حکومت په متحده ایالاتو کې پر "ځینې سیاستوالو" او رسنیو نیوکې کړي، چې د شمالي امریکا په لوړه فضا کې د تېرېدو په حال کې وه.
چین وايي دا د هوا پېژندنې څېړنیز بالون دی، چې له خپلې لارې، بې لارې شوی. خو امریکايي چارواکي وايي، ښايي له دغه بالونه د جاسوسۍ لپاره کار واخیستل شي.
دغه هیواد ویلي دي، د بالونونو په اړه "هېڅ ډول بې بنسټه اټکلونه یا قیاس" نه مني.
د پنټاګون په وینا، د چین دویم جاسوسي بالون د لاتینې امریکا په فضا کې الوتنه کوي.
د پنټاګون ویاند پیټ رایډر ویلي: "موږ د لاتینې امریکا څخه د یوه بالون د تېریدو راپورونه ګورو." دا یوه ورځ وروسته تر هغه ده چې د امریکا پر فضا لومړی بالون هم لیدل شوی وو.
پنټاګون د دغه بالون دقیق ځای نه دی په ډاګه کړی، خو یوه امریکايي چارواکي سي ان ان ته ویلي، داسې نه ښکاري چې دا مهال دې د امریکا په لوري حرکت وکړي.
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چین ته خپل سفر ځنډولی دی، خو ویلي یې دي چې "متحده ایالات له چین سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته ژمن دی او زه نیت لرم چې په مناسب وخت کې له بیجینګه لیدنه وکړم."
هغه ونه ویل چې له شرطونو یې موخه څه ده.
ښاغلي بلېنکن په سېول کې خبریالانو ته وویل، لومړی ګام دا دی چې "د څارنې دا وسیله له خپلې فضا وباسو، او دا هغه څه دي چې موږ تمرکز پرې کوو."
ټاکل شوې وه چې ښاغلی بلېنکن سبا د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چين ته سفر وکړي او د تايوان په ګډون د بېلا بېلو مسايلو په اړه له چينايي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.