د امریکا پر فضا مشکوک 'څارګر بالون' ته غبرګون؛ بلېنکن چین ته پلان شوی سفر لغوه کړ

د امریکا بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د چین لخوا د دوی پر فضا ظاهرآ د یوه څارګر بالون د الوځولو پرېکړه "د نه منلو او غېر مسوولانه" ده.‌

هغه د دغه کار غبرګون کې بېجېنګ ته خپل پلان شوی سفر هم ناڅاپه لغوه کړی دی.

دا سفر ځکه مهم ګڼل کېده چې چین ته د جو بایډن کابینې د یوه وزیر لومړنی سفر و.

ټاکلې وه د امریکا تر ټولو جګپوړی دېپلومات د فبرورۍ پر ۵مه او ۶مه بېجېنګ کې له چارواکو سره د امنیت، تایوان او کورونا ویروس وبا په ګډون پر بېلابېلو دوه اړخیزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.

هاخوا چین د جمعې پر ورځ ومنله چې د امریکا پر فضا لیدل شوی بالون د دوی دی،‌ خو دا یې د هوا حالاتو اړوند د څېړنو بالون بللی، چې د دوی په وینا باد او خرابې هوا له مسیره ایستلی او د امریکا فضا ته وړی دی.‌

د چین بهرنیو چارو وزارت پر دې پېښه خواشینې ښودلې او یوه اعلامیه کې یې دا هم ویلي چې له امریکايي لوري سره به د دې موضوع پر حل کار وکړي.

د واشنګټن او بېجېنګ اړیکې لا له وړاندې ښې نه دي او شنونکي وايي دا پېښه به د دوی ترمنځ کړکېچ او ناندرۍ لا ډېرې کړي.

ښاغلي بلېنکن د جمعې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، دا ګام "زموږ له حاکمیته سرغړونه" ده.‌

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا کار له دې کبله هم "لا ډېر غیر مسوولانه" بللی، چې له اوږدې مودې چین ته د ده د پلان شوي سفر درشل کې شوی.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل جګپوړي چارواکي بیا ویلي چې چین ته به د ښاغلي بلېنکن بل سفر په "بل نږدې ممکن فرصت" کې پلان شي او دا چې واشنګټن غواړي د دې پېښې په تړاو بېجېنګ سره د اړیکو چینل پرانیستی وساتي.

د امریکا د ځینو ایالتونو پر سر لوړه ارتفاع کې د چین د دغه "څارګر بالون" د لیدل کېدو خبر لومړی ځل پنجشنبه د امریکا پوځي چارواکو ورکړی و.‌

دوی ویلي و چې د دغه بالون له ویشتلو او راغورځولو یې ځکه ډډه کړې چې پر ځمکه خلکو ته ترې خطر پېښ نه شي.

دا بالون وروستی ځل د جمعې سهار د امریکا شمال کې د کنساس ایالت فضا کې کتل شوی.

رپوټونو کې ویل شوي چې دغه ستر بالون د انرژۍ جذب لپاره پر شمسي تختو او د لوري بدلولو پر سیستم سمبال دی.

خو دا چې بالونونه د الوتکو په څېر په چټکه د لوري بدلولو او ګړندي مزل وړتیا نه لري، نو په لوړه ارتفاع کې یې بادونه لوری بدلولی او وړی شي.