تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمونو نړیوالې محکمې د ټرمپ له لوري بندیز غندلی او پرضد یې د یو موټی کېدو غوښتنه کړې
د جرمونو نړیوالې محکمې 'ایسيسي' د ډونلډ ټرمپ له لوري لګول شوی بندیز غندي چې وايي هدف یې د یادې محکمې چارواکو پرضد د بندیزونو لګول او د دوی د خپلواک او بېپرې عدلي کار زیانمنول دي.
دغې محکمې پر خپله وېبپاڼه او اېکس (پخوا ټوېټر) یوه لنډ پیغام کې لیکلي: "محکمه په بشپړ توګه د خپلو کارکوونکو ملاتړ کوي او ژمنه کوي چې د نړۍ په کچه د بېګناقربانیانو لپاره عدالت او هیله وړاندې کوي. موږ له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو، مدني ټولنو او د نړۍ له ټولو ملتونو غواړو چې د عدالت او بنسټیزو بشري حقونو لپاره سره یو موټی شي".
ډونلډ ټرمپ د جرمونو پر نړیواله محکمه بندیز ولګاوه
ډونلډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره د جرمونو پر نړیوالې محکمې 'ایسيسي' بندیز ولګاوه او هغه یې د امریکا او د دغه هېواد د نږدې متحد اسرائیل خلاف "پر نامشروع او بېبنسټه اقداماتو" تورنه کړه.
دا ګام پر هغو اشخاصو او د هغوی د کورنیو پر غړو باندې مالي او د ویزو محدودیتونه وضع کوي چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د امریکایي اتباعو یا د امریکا د متحدانو په اړه څېړنو کې مرسته کوي.
ټرمپ دا فرمان په داسې حال کې لاسلیک کړ چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په واشنګټن کې د کانګرس له غړو سره پر لیدنو بوخت و. هغه سېشنبه سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره هم لیدلي وو.
د جرمونو نړیوالې محکمې تېر نومبر په غزه کې د جنګي جرمونو په تور چې اسرائیل یې ردوي، د نتنیاهو د نیولو امر صادر کړ. دې محکمې هممهاله د حماس د یوه قوماندان د نیولو لپاره هم ورته امر صادر کړی و.
اوس د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپره شوې معلوماتي پاڼه کې د جرمونو نړیواله محکمه تورنه شوې، چې پر یوه وخت یې د نیولو د دغو دوو حکمونو په صادرولو سره د حماس او اسرائیل ترمنځ "شرمناک اخلاقي مساوات" رامنځته کړی دی.
د ټرمپ په اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې د نړیوالې جنايي محکمې وروستیو اقداماتو "یوه خطرناکه" لاره او بېلګه جوړه کړې چې امریکایان یې د "ځورونې، ناوړه ګټه اخیستنې او احتمالي نیول کېدو" له خطر سره مخامخ کړي دي.
په فرمان کې ویل شوي، "دا ناوړه چلند پر خپل وار د متحدو ایالتونو د حاکمیت نقضېدو لپاره ګواښ دی او د امریکا د حکومت او د اسرائیل په ګډون زموږ د متحدانو د ملي امنیت او بهرني سیاست مهمې هڅې کمزورې کوي."
سپینې ماڼۍ د جرمونو نړیواله محکمه تورنه کړې چې د اسرائیلو د ځان د دفاع پر حق باندې محدودیتونه لګوي، په داسې حال کې چې ایران او اسرائیل ضد ډلې یې له پامه غورځولې.
د یادونې ده چې امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې غړې نه ده او په وار وار یې د امریکايي چارواکو یا اتباعو په تړاو د دغه بنسټ هر ډول قضاوت رد کړی دی.
ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د جرمونو نړیوالې محکمې پر هغو چارواکو بندیزونه لګولي وو چې د امریکایي ځواکونو لخوا یې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څېړنه کوله. دغه بندیزونه بیا وروسته د ولسمشر جو بایډن ادارې لخوا لېرې شول.
د امریکا د کانګرس استازو جرګې تېره میاشت د جرمونو پر نړیوالې محکمې د بندیزونو وړاندیز ته رایه ورکړه، خو دا لایحه په سنا کې ناکامه شوه.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د یوګوسلاویا له انحلال او روانډا کې له نسل وژنې وروسته د دې لپاره رامنځ ته شوه، چې ادعا شوي ظلمونه وپلټني.
د نړۍ له ۱۲۰ ډېرو هېوادونو د روم اساسنامه تصویب کړې، چې د جرمونو نړیواله محکمه یې له مخې جوړه شوې ده. ۳۴ نورو هېوادونو هم لاسلیک کړې او ښايي په راتلونکي کې یې تصویب کړي.
امریکا او اسرائیل یو هم د روم اساسنامې غړي نه دي.
د جرمونو نړیواله محکمه وروستۍ حل لاره ده او یوازې هغه وخت مداخله کوي، چې د هېوادونو ملي چارواکي نشي کولی یا نه غواړي حساب کتاب وکړي.
د ټرمپ په اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې دا "دواړه هېوادونه [امریکا او اسرائیل] پرمختللې دیموکراسۍ دي، چې پوځونو یې په کلکه د جګړې قوانینو ته غاړه ږدي".