د پاکستان پوځ: د می نهمې احتجاجونو په تړاو مو ۳ افسران ګوښه او ۱۵ مجازات کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پوځ وايي دغه هېواد کې د مې میاشتې نهمې له تاوتریخوالي د ډکو احتجاجونو په تړاو د څېړنو پایله کې د یوه ډګر جنرال په ګډون درې پوځي افسران له دندونه کوښه او د دریو نورو تورنجنرلانو په ګډون د ۱۵ افسرانو خلاف سخت تادیبي ګامونه اخیستل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویاند او د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چوهدري نن دوشنبه (د جون ۲۶مه) یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پوځ د مې د نهمې پېښو په تړاو دوه جلا داخلي څېړنې بشپړې کړې دي.
هغه وویل چې د ځینو متقاعدو پوځي جنرالانو د کورنیو غړو خلاف هم قضیې روانې دي.
ښاغلي چوهدري ژمنه وکړه چې د مې د نهمې پېښو پلانونکي او اسانچاري به که د هرې اورګان او ادارې اړوند وي، د قانون له مخې سزا وګوري.
هغه دا ګواښ هم وکړ چې که څوک د ده په وینا د انصاف پلي کېدو د دغو هڅو مخه کې د خنډ ګرځېدو هڅه وکړي، سخت له چلن سره به مخامخ شي.

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستان کې د مې د نهمې احتجاجونه د اسلام اباد عالي محکمه کې مخکیني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته پیل شول.
د پاکستان پوځ او حکومت وايي د تحریک انصاف ګوند غړي او ملاتړي پر دغه ورځ راولپنډۍ کې د پوځ پر مرکز او لاهور ښار کې د قول اردو قومندان پر کور ور وختل، په ویجاړیو یې لاس پورې کړ او پوځي تاسیساتو ته یې اور واچاوه.
په دې لړ کې د پاکستان له څو ښارونو هم پر پوځي تاسیساتو د بریدونو خبر ورکړ شوی و.
خو عمران خان دا د ده خلاف دسیسه بولي او ادعا کوي چې په بریدونو او ورانکاریو کې ښکېل کسان د ده له ګوند سره تړاو نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس د پاکستان د پوځ ویاند وايي، د دوی څېړنو ښودلې چې د مې نهمې پېښو ته له څو میاشتو راهیسې پلان او چمتووالی نیول شوی و.
هغه ویلي، لومړی پر خواله رسنیو د درواغجنو بیانونو له لارې "هله ګوله جوړه شوه، د خلکو احساسات راوپارول شول او بیا بریدونو ته وهڅول شول."
ښاغلي چوهدري دا یو ستره دسیسه بللې او زیاته کړې چې د دې ورځې پېښې پوځ کې دننه د غم او غوسې لامل ګرځېدلې.
متقاعدو جنرالانو د کورنیو غړو او ملکیانو خلاف اقدامات

د عکس سرچینه، Twitter
د پاکستان پوځ ویاند وايي چې د مې د نهمې پېښو په تړاو پوځي خدمت کې پر حاضرو افسرانو سربېره د څو متقاعدو جنرالانو د کورنیو غړو خلاف هم ګامونه اخیستل کېږي.
هغه وویل د یوه متقاعد څلور ستوري جنرال له لمسۍ، د یوه متقاعد څلور ستوري جنرال له زوم، د یوه متقاعد درې ستوري له ښځې او د یوه متقاعد دوه ستوري جنرال له ښځې او زوم سره 'د نه ردېدونکو شواهدو" پر بنسټ د احتساب لړۍ روانه ده.
نوموړي که څه هم د دغو کسانو نومونه وانخیستل خو رپوټونه وايي، د پاکستان پوځ د مخکینې لوی درستیز جنرال اصف نواز جنجوعه د لمسۍ خدیجه شاه نوم په هغو کسانو کې شامل دی چې د مې د نهمې پېښو په تړاو له قانوني اقداماتو سره مخ دي.
د یادونې ده چې پاکستان کې د مې نهمې پېښو په تړاو ګڼ شمېر ملکيان هم نیول شوي دي.
د پوځ ویاند منلې چې پوځي محکمو کې د ۱۰۲ ملکي کسانو چې ده 'شرخوښي' بللي، د محاکمې لړۍ روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سترې محکمه کې بیا په پوځي محکمو کې د ملکیانو د محاکمه کېدو خلاف دوسیه پرانیستل شوې.

د عکس سرچینه، supreme court
ټاکلې ستره محکمې سبا په دې اړه پرېکړه وکړي.
د پاکستان قاضي القضات عمر عطا بنډیال هیله ښودلې چې په تړاو د دوی له پرېکړې مخکې څوک په پوځي محکمه کې محاکمه نه شي.
هغه ویلي د ټولو نیول شویو کسانو تفصیلات دې وړاندې او دغو ۱۰۲ کسانو ته له خپلو کورنیو سره د لیدو کتو اجازه ورکړ شي.











