د امریکا نوې څارګره ارزونه: افغانستان کې طالبانو د داعش فعالیت "را ټیټ" کړی

د امریکا خبري اژانس سي‌اېن‌اېن د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو له خولې ویلي، د امریکا د "نوې څارګرې ارزونې" له مخې،‌ په ډاګه شوې چې افغانستان او پاکستان کې د "القاعده" شبکې (بېرته فعالېدل لیرې خبره ده).‌

ددغې ارزونې پربنسټ، په افغانستان کې د "اسلامي دولت) نومې (داعش) ډلې پرضد د طالبانو پوځي عملیاتو د دغې ډلې د فعالیت کچه راټیټه کړې ده.‌

د سي‌اېن‌اېن خبري اژانس د رپوټ پر اساس،‌ د جمعې په ورځ ‌امریکايي چارواکو ددغې ارزونې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې دا ارزونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په ټوله کې "خوشبینانه انځور" وړاندې کوي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ وروستیو کې له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي له وتلو وروسته او د طالبانو بیا واکمنېدو راپدېخوا په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي دي.

شنونکي وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن اوس د ترهګرۍ پرضد مبارزې پر ځای پر چین او روسیې خپل تمرکز ډېر کړی دی.

په ورته وخت کې، د سي‌اېن‌اېن رپوټ یوه برخه کې د امریکايي چارواکو له قوله دا اندېښنه هم ښودل شوې ده چې د منځني ختیځ پر ځای سوېلي اسیا ته د امریکا پاملرنه ډېرول ښايي ددې لامل شي چې د بایډن اداره په سوریه او ځینو نورو هغو سیمو کې چې مهارول یې ګران دي، د "داعش" د فعالیت له کبله د رامنځ ته کېدونکي ګواښ مخه سمه ونه نیول شي.

رپوټ زیاتوي، "داعش" -خراسان ډلې چې افغانستان او پاکستان کې د فعالیت لپاره جوړه شوې وه، په افغانستان کې ځینې خونړي بریدونه کړي او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې لسګونه ولسي وګړي وژلي او ټپیان کړي چې دا کارونه یې د طالبانو د واکمنۍ کمزورې کولو ا د امنیت په اړه د خلکو د باور له منځه وړلو د یوې هڅه په توګه کړي دي.

داعش ډلې د ۲۰۲۱ اګسټ وروستیو کې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې برید وکړ چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه کې یې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون ګڼ کسان ووژل.

سي‌اېن‌اېن وايي، د ۲۰۲۲ کال پای او د ۲۰۲۳ کال لومړیو کې داعش د پاکستان او روسیې پر سفارتونو بریدونه وکړل او پر هغه هوټل یې برید وکړ چې چینايي سوداګر پکې مېشت وو.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، داعش-خراسان ډله یو ګواښ دی او "موږ یقینا د بهرنیو عملیاتو د لیدلوري له اړخه اندېښمن یو، خو دا د هغه څه پرتله چې موږ د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په باب له القاعده ډلې ولیدل، په بنسټیر ډول توپیر لري".

امریکايي څارګر چارواکي وايي، اوس داعش د طالبانو تر فشار لاندې دی او په وروستیو میاشتو کې د داعش-خراسان ډلې ډېری مهم مشران له افغانستانه تښتېدلي دي.

"د داعش خراسان هغه غړي چې په رسنیو کې فعال دي، د بهرنیو عملیاتو ملاتړ ته اسانتیاوې برابروي او خلک ورته ګوماري او په زیاتېدونکې توګه د طالبانو د (ترهګرۍ ضد) کمپاین له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته تښتي".

د امریکا څارګرو ادارو ارزونې دا هم ویلي چې اوس د القاعده ګواښ په څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

یوه جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې "القاعده په افغانستان او پاکستان کې پخپل تاریخي حالت کې ده او بیا را ژوندي کېدل یې ناشوني دي. له افغانستان او پاکستانه د امریکا متحدو ایالتونو ته د ګواښ وړتیا شاید په څو لسیزو کې وروستي ټیټ حد کې وي".

د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ کې د منځني ختیځ او سوېلي اسیا څانګې مشر جنرال فرانک مکنزي ویلي وو،‌ چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې وده کوي او د پسرلي له پیل سره به دا سخت دریځي وسله واله ډله بریدونه ډېر کړي.

دغه لوړپوړي امریکایي جنرال ادعا کړې وه چې طالبان په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي.