طالبان: کابل کې د داعش ضد عملیاتو کې ددې ډلې شپږ تنه وژل شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تېره شپه د دوی ځواکونو کابل کې عملیات کړي، د داعش ډلې شپږ کسان یې وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ادعا شوې چې د داعش ډلې دا وسله وال هغه کسان وو، چې د اعلامیې په ټکیو د وزیر اکبر خان مېنې جومات او کاج روزنیز مرکز په چاودنو کې یې لاس درلود.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، د ښار ختیځه څنډه کې څو چاودنې شوې دي.

د سیمې خلکو ویلي وو چې له دغو چاودنو وروسته د سپکو او درنو وسلو دوامدار غږونه یې هم اورېدلي دي.

په خواله رسنیو کې هم سیمه کې د جګړې او ډزو یوه ویډیو خپره شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي و چې په خبره یې هلته د ''خوارجو '' پر ضد د دوی عملیاتروان دي او ښاریان دې اندېښنه نه کوي.

که څه هم طالبانو رسماً په دې عملیاتو کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نژدې یوې سرچینې پر ټویټر د یوه طالب جنګیالي عکس خپور کړی او وايي چې د تېرې شپې عملیاتو کې وژل شوی.

طالبان د خوارجو کلمه د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' ته کاروي چې په دا وروستیو کې یې د کابل په لوېدیځه برخه کې پر شیعه لږکیو یوشمېر خونړي بریدونه کړي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، عملیات د کابل ښار په اتمه ناحیه سیمه کې شوي دي.

د کابل ښار لویدیځه برخه کې یو وروستی خونړی برید د کاج په نامه پر یوه روزنیز مرکز وشو، چې لسګونه زدکوونکې په کې ووژل شول او ترسلو ډېر نور په کې ژوبل شول.

د هغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.