تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوحې درېیمه غونډه؛ روزمري ډیکارلو: له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري ډیکارلو، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته پر خپل اېکس 'ټوېټر' لیکلي چې "د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.
دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ دا ډول مخامخ غونډه کېږي. په ډېرو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو او موږ یې له قطر نه د ملاتړ منندوی یو."
په ورته وخت کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیستغونډه کې له ګډون وروسته ویلي د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول دي.
نوموړي دا هم ویلي قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت(د طالبانو حکومت) سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړي، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حللاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشي.
د غونډې د نن ورځې اجنډا
ټاکل شوې د غونډې پر دویمه ورځ چې نن دوشنبه ده، پر دوو اساسي موضوعاتو خبرې او بحثونه وشي:
یوه پکې د خصوصي سکټور پیاوړي کول دي او دا چې له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو کې موجوده ستونزې څنګه هوارې او له خصوصي سکتور سره مرسته وشي چې د تجارت او پانګونې لپاره اسانتیاوې ورته برابرې شي.
په دې غونډه کې به د نړیوال بانک استازی هم وینا کوي او طالبان به هم افغانستان ته ورپېښې بانکي او اقتصادي ستونزې بیانوي او د حل غوښتنه به یې کېږي.
ورپسې به له غرمې لږ مخکې د نشهيي توکو پرضد د مبارزې په اړه خبرې وشي. د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو پرضد د ادارې یا یواېناوډيسي استازی هم وینا کوي او طالبان به هم لکه تېره ورځ یې چې د پلاوي مشر او حکومتي ویاند ذبیح الله ویاند یادونه وکړه چې د نشهيي توکو د کرکېلې پر ځای له بزګرانو سره د مرستې او په نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.
له هغه وروسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله خبري کنفرانس ته وینا وکړي او په دې توګه به دا غونډه په رسمي توګه پای ته ورسېږي.
د یکشبنې په ورځ په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه غونډه پیل شوه او د طالبانو حکومت په استازولي د ورغلي پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد هم دې غونډې ته وینا وکړه.
هغه وروسته رسنیو ته وویل چې مجلس ډېر ښه پر مخ ولاړ، افغانستان خپل موقف پکې بیان کړ او د ګډونوالو دریځونه هم واورېدل شول.
نوموړي زیاته کړه چې د ناستې ګډونوالو ته یې وویل، افغانستان له نړۍ سره د اړیکو پلوي دی، "هغه تشویشونه چې نړیواله ټولنه یې لري، افغانستان هڅه کوي، هغه د خپلې ټولنې د ضرورتونو لپاره رفع کړي. خو وخت غواړي."
هغه زیاته کړې "دوی باید موږ ته وخت راکړي او له افغانانو سره په دې پروسه کې مرسته وکړي."
ښاغلي مجاهد دا هم وویل چې د غونډې عمومي فضا ښه وه او "ټولو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه".
نوموړي زیاته کړه د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ټولو هېوادونو وویل چې له افغانستان سره مرسته کوي، "د هېڅ نظامي اړخ حمایت نه کوي او د نظامي برخورد طرفدار نه دي."
له دې رسمي غونډې مخکې په دوحه کې خپل منځي دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې شوې دي.
په دوحه کې د بي بي سي خبریال اسماعیل سعادت چې د دې ناستې د خبري پوښښ لپاره تللی، وایي، د دوحې ناستې ته بلل شوي میلمانه له شنبې ورځې راهیسې ور روان دي او نن یکشنبه هم ځينې استازي ور رسېدلي دي.
د ذبیح الله مجاهد په مشری د طالبانو د حکومت پلاوی پرون له غونډې یوه ورځ مخکې دوحې ته رسیدلی.
د طالبانو د حکومت پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي د رسمي غونډې له پیله مخکې یې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره په دوه جلا ناستو کې کتلي دي.
همدا راز د رسمي غونډې له پیله مخکې د هند، بریتانیا، اندونیزیا، قزاقستان، سعودي عرب او ځينو نورو هېوادونو له استازو سره هم د طالب پلاوي ناستې پلان دي.
د طالبانو د حکومت پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي د رسمي غونډې له پیله مخکې یې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره په دوه جلا ناستو کې کتلي دي.
همدا راز د رسمي غونډې له پیله مخکې د هند، بریتانیا، اندونیزیا، قزاقستان، سعودي عرب او ځينو نورو هېوادونو له استازو سره هم د طالب پلاوي ناستې پلان دي.
د دې تر څنګ د غونډې له پیله مخکې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازو د طالبانو تر څنګ خپلمنځي ناستې هم کړي دي.
د بي بي سي خبریال په اخېستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له غونډې مخکې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم له یوه بل سره کتلي دي.
د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د روسیې او چین ځانګړو استازو ضمیر کابلوف او یو شیاو یونګ هم سره لیدلي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ملګرو ملتونو سرمنشي د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري دیکارلو هم د غونډې ځای ته رسېدلې.
د ملګرو ملتونو دا چارواکې د دغې ناستې مشري هم کوي.
ټاکل شوې چې سبا دویمه ورځ په اصلي موضوعاتو خبرې اترې وشي.
په پلان کې ده چې د دویمې ورځې ناستې سهار وختي ۸:۳۰ پیل شي وروستۍ ناسته تر دوه بجو پلان ده.
طالبانو ویلي چې د غونډې ډېر تمرکز به په بانکي بندیزونو، خصوصي سکتور او د مخدره توکو پر بدل معیشیت وي خو دا یې هم نده رد کړې چې د افغانستان اړوند په ځينو نورو موضوعاتو به بحثونه نه کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له پخوا دوه ورځنۍ اعلان شوې غونډه به درېیمه ورځ هم دوام وکړي او په دې اضافه ورځ د افغان ښځو له ځينو استازو او یو شمېر مدني فعالانو سره ناسته پلان ده هغه چې طالب چارواکي ېې د دوحې ناستې رسمي برخه نه بولي.