تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابلوف: د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته به د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده رول ولري
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
روسیه وایي، د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته به په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده رول ولري.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان پر کړکېچ پام ورټول وي.
کابلوف چې خپله هم د دوحې غونډې برخه وال دی هیله څرګندوي چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دریمه ناسته به ګټوره وي.
نوموړی وایي، دا غونډه به د طالبانو حکومت او نړیوالو ترمنځ همکاریو ته لار پرانیزي، چې هلته د شته ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره لارې چارې ولټول شي.
دغه روسي دیپلوماټ دا هم ویلي، چې د دې غونډې په څنډه کې به د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.
په همدې حال کې د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، د افغانستان د مسئلې په حل کې به خپل رول ولوبوي.
هغه د جمعې پر ورځ په بېجينګ کې په يو لړ مراسمو کې د وينا پر مهال د سولې د ټينګښت لپاره د چين پر ژمنې ټينګار وکړ.
شي جين پينګ دغه څرګندونې په بېجينګ کې د سوله ييز ګډ ژوند د پنځو اصولو د ۷۰مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.
بل خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چین د ولسمشر د دې څرګندونو هرکلی کړی.
باختر دولتي خبري اژانس د ښاغلي مجاهد له قوله ویلي، چې حکومت د یوه ګاونډي او سیمې د مهم اقتصادي هېواد په توګه له چین سره ښه اړیکي غواړي.
په افغانستان کې له بدلون وروسته چین او روسیه تر پخوا ډېر فعال دي او ډېر کله په نړیوالو ناستو کې په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره باید نړیواله ټولنه هلته د طالبانو له حکومت سره د دوی په ټکو د تعامل لاره غوره کړي.
خو مخالف هېوادونه یې بیا وایي تر هغو چې طالبانو د ښځو او بشر حقونو، ټول ګډونه حکومت او نور برخو کې کړې ژمنې نه وي عملي کړې، تعامل ورسره نه شي کولای.