تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوحې درېیمه غونډه؛ مجاهد وایي "د ستونزو حل په موخه قطر ته روان یوو"
د طالبانو حکومت ځينې استازي په لومړي ځل د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو په نوښت د قطر دوحه کې د جوړېدونکې غونډې ګډونوال دي.
ذبیح الله مجاهد نن شنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل "دوحې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان یوو او ټول اړوند هېوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولو."
د دې غونډې له پيل یوه ورځ مخکې د طالبانو حکومت د تلونکي پلاوي مشر ویلي "د ملګرو ملتونو لخوا یې د شرطونو له منلو وروسته دغې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې."
دا ناسته سبا یکشنبه او دوشنبه (د جون ۳۰مه او د جولای لومړۍ) د دوه ورځو لپاره دوحه کې جوړیږي.
په یاده ناسته کې د ملګرو ملتونو تر څنګ د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي او نور چارواکي ګډون کوي.
دا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په نوښت او د قطر په کوربتوب د خپلې بڼې دریېمه ناسته ده خو په تېرو دوه دورو کې طالبانو ګډون نه و کړی.
د طالبانو حکومت په استازولۍ څوک ګډون کوي؟
طالبانو حکومت ټینګار کوي ملګرو ملتونو ته ویلي، په هغو ناستو کې چې د افغانستان په نمایندګۍ بل څوک بلل کېږي، دوی ګډون نه کوي، له همدې کبله په دې ناسته کې به یواځې طالب استازي د افغانستان استازولي کوي.
د ښځو، مدني ټولنو او نورو سیاستوالو نه ګډون وار له مخه ځينې نیوکې پارولي خو طالبان وايي له افغانستان څخه بهر باید له یوه ادرسه خبرې وشي. ملګرو ملتونه ویلي، په هغو غونډو کې چې طالب پلاوی په کې وي، مدني فعالان او ښځې په کې ګډون نه کوي.
د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې د بشري حقونو ګڼو استازو نېوکې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې له سره غور دې پرې وشي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خبري ناسته کې په دې اړه وویل "د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] دریځ دا دی چې که په بهرنیو ناستو کې افغانان له څو ادرسونو ګډون کوي دا په دې مانا ده چې مونږ اوس هم ویشلي یوو او لا هم بهرنۍ لاسوهنو ته زمینه برابروو."
د دغه پلاوي مشري د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته سپارل شوې او په پلاوي کې ورسره د بهرنیو چارو وزارت، سوداګرۍ وزارت، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت ، د افغانستان بانک استازي او په دوحه کې د دوی د دفتر مشر شامل برخه لري.
د دغه پلاوي مشر ویلي، تمه ده چې د غونډې ډېر تمرکز به په اقتصادي او سیاسي اړیکو او د مخدره موادو پر مخنیوي ور ټول وي.
طالبان چې د واکمنۍ بیا تر لاسه کولو راهیسې تر ډېره یا په لوی لاس له نړیوالو غونډو او یا کله پخپله خوښه له نړیوالو ناستو لېرې پاتې شوي، هیله لري چې دا ځل دوحې ناسته کې له نړۍ سره رغنده تعامل په اړه خپله تګلاره مخامخ تر نړیوالو ورسوي.
د دې ناستې واضح پایلې به له غونډې وروسته جوتیږي خو ځینو لورو له ډلې یې روسیې وار له مخه ټينګار کړی چې د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته به په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده رول ولري.