تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: په دوحه غونډه کې د طالبانو ګډون هغوی ته مشروعیت ورکول نه دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان پر عاجلو مسائلو د بحث لپاره یو ''حیاتي میکانیزم'' دی او په دې غونډه کې د طالبانو ګډون طالبانو ته د مشروعیت ورکولو یا له طالبانو سره د ''اړیکو عادي کولو'' مانا نه لري.
مېرمن اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان وضعیت په هکله مفصل رپوټ وړاندې کړ او په خبره یې له طالبانو سره تعامل داسې سیاستونو هڅونه ده، چې کولای شي افغانستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره اړیکه پیدا کړي.
د افغانستان په هکله به د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ نېټه د قطر پلازمېنه کې وشي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، د دوی استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې په دې هکله وویل: ''د دې کنفرانس هدف د افغانستان د واکمنو چارواکو (طالبانو حکومت) او نړیوالې ټولنې تر منځ په داسې حال د خبرو تقویت دی، چې افغانستان له پېچلو سیاسي، اقتصادي او بشري ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.''
نوموړې زیاته کړه: له نسبي ټیکاو سره، سره داسې علامات مخ پر زیاتېدو دي، چې د افغانانو نارضایتي زیاتېږي. دا او د دې تر څنګ له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لړ کې د هغو ساختاري ستونزو یو ځای کېدل، چې د مستقل استازي (فریدون سینیور اوغلي) په پروسږني رپوټ کې یادونه شوې، مسائل زیات شوي دي. نړیواله ټولنه په افغانستان کې د کړکېچ مدیریت په حال کې ده او له همدې کبله له ښکېلو اړخونو غوښتل کېږي، چې د اوږدمهاله حل موندنې په خاطر د دې رپوټ هدفونو ته ژمن پاتې شي.''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي مستقل استازي فریدون سینیور اوغلي د امنیت شورا۲۰۲۳ کال ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې خپله ارزونه بشپړه کړه او د تېر کال نومبر کې انتونیو ګوتېرش دا رپوټ د امنیت شورا ته وړاندې کړ.
د دې رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له حکومت سره د ''اړیکو عادي کولو'' ته کتنه شوې او ویل شوي: ''د نړیوالو ژمنو پوره کول، د ټولګډونه حکومت تشکیل او بین الافغاني مذاکرات په بشپړ ډول د وضعیت عادي کېدو او له نړیوال نظام سره د افغانستان یو ځای کېدو لپاره امکان برابرولای شي.''
'د افغانستان وضعیت او پر نړیوال امنیت او سولې یې اغېز'
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په درې میاشتنې رپوټ کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف ته په اشارې سره ویل شوي د ځینو مسلو پر سر لکه پر نشه یې توکو د لګیدلي بندیز عملي کولو په اړه د نظر اختلاف شته. رپوټ زیاتوي په داسې حال کې چې دې درې میاشتو کې – له فبرورۍ تر مۍ میاشتې - کابل کې د کابینې یو څو غونډې شوې، ښکاري چې د واک اصلي مرکزیت لا ډېر کندهار ته لېږدول کېږي او د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده کابل کې د حکومتي چارو پر بهیر ډېر اغېز لري.
د بشري وضعیت په اړه ویل شوي چې افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي ګوتېرش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه ویلي د سږ کال لپاره د غوښتل شویو پیسو یوازې ۱۶ اعشاریه دوه سلنه تر لاسه شوې. ملګرو ملتونو سږ کال د مرستې لپاره درې اعشاریه صفر شپږ ملیارده ډالره غوښتي دي.
د افغانستان وضعیت او پر نړیوال امنیت او سولې یې اغېز، تر سرلیک لاندې دې رپوټ کې راغلي چې د مخکیني حکومت د ملکي او امنیتي ادارو منسوبینو ناقانونه نیونې، ربړونه، وژنې او له هغوی سره ناوړه چلن دوام لري.
رپوټ زیاتوې له دې ډلې په ناقانونه توګه درې کسان وژل شوي او ۳۷ نور په ناقانونه توګه نیول شوي او څلور تنه ربړول شوي دي. ملګري ملتونه وايي د داعش خراسان او ملي مقاومت ډلو د غړیتوب په تور شپږ تنه له قانوني اجرائاتو پام کې نیولو پرته وژل شوي او ۳۵ تنه نیول شوي دي.
سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي د داعش له خوا د هزاره توکمو او د مخکیني حکومت د منسوبینو په نښه کول د ده لپاره د اندېښنې وړ مسئلې دي. ښاغلي ګوتېرش زیاته کړې د مدني ټولنې او سیاسي فعالیتونو لپاره د طالبانو له خوا ساحه نوره هم تنګه شوې ده. هغه دې لړ کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له کوره اېستل او امنیتې ادارو ته د دوه ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو سازمانونو ور پېژندل د بېلګې په توګه یاد کړي دي.
د افغان نجونو او ښځو په اړه په دې رپوټ راغلي چې دوی د زدکړې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقونو بې برخې، ازادي یې محدوده شوې چې اغیز به یې تر کلونو پر ځای پاتې وي.
رپوټ زیاتوي افغانستان کې تل پاتې سوله د ښځو له معنی لرونکي ګډون او هر اړخیزه خبرو پرته ناشوني دي.
ګوتېرش: د پروسږ کال پرتله امنیتي پېښې ۵۵ سلنه ډېرې شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو له خوا دا لګول شوي محدودیتونه نه یوازې له بشري حقونو او ازادیو سرغړونه ده بلکې د خلکو ورځنی ژوند یې اغیزمن کړی ، هغه ستونزه چې بې ثباتۍ ته لمن وهي او بشري کړکیچ پراخوي. ګوتیرېش د طالبانو پر لنډمهالې ادارې غږ کړی چې هغه محدودوونکې کړنلارې لرې کړي چې دافغانانو بشري حقونو ته د لاس رسي مخه نیسي.
ګوتېرش زیاتوي افغانستان لا هم له خطرناکو اقتصادي او بشري ګواښونو سره مخامخ دی، او دا ګواښونه د اقلیمي بدلون او د نړیوالو د مرستو دکمېدو له امله لا ډېر خطرناک شوي دي، له امله یې ډېر خلک زیانمنیږي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان.
د امنیت په اړه په دې کې ویل شوي چې په دې درې میاشتو کې امنیتي پېښې ۵۵ سلنه ډېرې شوي دي، داعش خراسان ډلې شپږ او د ملي مقاومت جبهې لسګونه بریدونه کړي. دغه راز پاکستان دوه ځله هوايي بریدونه کړي دي. خو رپوټ زیاتوي ډېرې امنیتي پېښې د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو کروندو له منځه وړلو پورې تړاو لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دې رپوټ ته په غبرګون کې ویلي چې ملګری ملتونه او ځینې اړونده ادارې یې هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي.
نوموړي ویلي ډېرې پېښې د کوکنارو کروند د له منځه وړلو پورې اړه لري.