تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انتونیو ګوتېرېش پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو د بشري حقونو محدودوونکې کړنلارې لرې کړي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بيبيسي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په درې میاشتني رپوټ کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف ته په اشارې ویل شوي چې د ځینو مسلو پر سر لکه پر نشهیې توکو د لګېدلي بندیز عملي کولو په اړه د نظر اختلاف شته.
رپوټ زیاتوي په داسې حال کې چې په دغو درو میاشتو کې کابل کې د کابینې یو څو غونډې شوې، ښکاري چې د واک اصلي مرکزیت لا ډېر کندهار ته لېږدول کېږي او د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده کابل کې د حکومتي چارو پر بهیر ډېر اغیز لري.
د یادولو ده چې د اختلاف مسئله د تېر لوی اختر په مناسبت په وینا کې هم د طالبانو حکومت مشر ملا هبة الله یاده وه او ټينګار یې کړی و چې "اختلافات باید ورک کړو" خو کندهار ته د واک د اصلي مرکزیت د لېږد په اړه یې کوم چارواکي په زغرده لا څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په رپوټ کې د بشري وضعیت په اړه ویل شوي چې افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي ګوتېرېش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه ویلي چې د سږ کال لپاره د غوښتل شویو پیسو ۱۶ اعشاریه دوه سلنه تر لاسه شوې دي. ملګرو ملتونو د مرستې لپاره درې اعشاریه صفر شپږ ملیارده ډالره غوښتي دي.
امنیتي ګواښونه، بریدونه، سیاسي او مدني فعالانو سره چلن
د امنیت په اړه په رپوټ کې ویل شوي چې په دې درې میاشتو کې داعش خراسان ډلې شپږ بریدونه او پاکستان دوه ځله هوايي بریدونه کړي دي.
'د افغانستان وضعیت او پر نړیوال امنیت او سولې یې اغېزې'، تر سرلیک لاندې دې رپوټ کې ویل شوي چې د مخکني حکومت د ملکي او امنیتي ادارو منسوبینو ناقانونه نیونه، ربړونه، وژنه او له هغوی سره ناوړه چلن دوام لري.
رپوټ زیاتوي، له دې ډلې درې کسان په ناقانونه توګه وژل شوي او ۳۷ نور په ناقانونه توګه نیول او څلور تنه ربړول شوي دي.
ملګري ملتونه وايي د داعش خراسان او ملي مقاومت ډلو د غړیتوب په تور شپږ تنه د قانون په پام کې نیولو پرته وژل شوي او ۳۵ تنه نیول شوي دي.
خو د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د داعش له خوا د هزاره توکمو او د مخکني حکومت د منسوبینو په نښه کول د ده لپاره د اندېښنې وړ مسلې دي.
ښاغلي ګوتېرېش ویلي د مدني ټولنې او سیاسي فعالیتونو لپاره د طالبانو له خوا ساحه نوره هم تنګه شوې ده.
هغه په دې لړ کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له کوره وېستل او امنیتې ادارو ته د دوو ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو سازمانونو ورپېژندل د بېلګې په توګه یاد کړي دي.
د افغان ښځو د حقونو مسئله
د افغان نجونو او ښځو په اړه په دې رپوټ کې راغلي چې دوی د زدکړې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې په سیستماتیکه توګه له خپلو حقونو بې برخې شوې چې اغېز به یې تر کلونو پر ځای پاتې وي.
او په وینا یې، "لا هم د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادۍ تر سختو محدودیتونو لاندې دي"
هغه څه چې د طالبانو حکومت یې ردوي او ادعا کوي چې د "اسلامي شریعت" له مخې د ښځو ټول حقونه "خوندي" دي.
رپوټ زیاتوي افغانستان کې تل پاتې سوله د ښځو له معنا لرونکي ګډون او هر اړخیزه خبرو پرته ناشونې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو له خوا دا لګول شوي محدودیتونه نه یوازې له بشري حقونو او ازادیو سرغړونه ده بلکې د خلکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی، هغه ستونزه چې بې ثباتۍ ته لمن وهي او بشري کړکېچ پراخوي.
ګوتېرېش د طالبانو پر لنډمهالې ادارې غږ کړی چې هغه محدودوونکې کړنلارې لرې کړي چې د افغانانو بشري حقونو ته د لاسرسي مخه نیسي.
ګوتېرېش زیاتوي چې افغانستان لا هم له خطرناکو اقتصادي او بشري ګواښونو سره مخامخ دی او دا ګواښونه د اقلیمي بدلون او د نړیوالو د مرستو د کمېدو له امله لا ډېر خطرناک شوي دي، له امله یې ډېر خلک زیانمنېږي؛ په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان.