د پامیریانو په ګډون محرومو سیمو ته د خدمتونو وړاندې کولو لومړیتوب

پامیریان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

 طالبانو حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د بدخشان ولایت له مشرانو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د پامیر په ګدون د افغانستان محرومو سیمو ته خدمتونه وړاندې کولو د حکومت له لومړیتوبونو دی.

دولتي خبري آژانس باختر لیکي چې چارسمبالي وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د بدخشان له مشرانو لیدنه کې د دوی ولایت کې د روغتیايي مرکزونو او تعلیمي بنسټونو د جوړولو ژمنه کړې ده.

پامیر د بدخشان یوه له لېرې پرتو ولسوالیو ده چې اوسېدونکي یې له ډېرو لږو روغتیايي او پوهنیزو آسانتیاو برخمن دي. د پخوانیو حکومتونو ژمنې هم په دغه سیمه کې ترسره نه شوې.

پامیر چې د نړۍ بام هم بلل کېږي د افغانستان په نقشه کې نرۍ خو مهمه تړانګه ده چې درې هېوادونو، تاجکستان، چین او پاکستان سره نښتې. لوړې ارتفاع او سره ټینګو اوبل شویو غرونو یې دغه سیمې ته لاسرسی ستونزمن کړی نو اوسېدونکي یې تل ډېرو لومړنیو آسانتیاو بې برخې او له حکومتونو ناهیلي پاتې شوي. 

تر ټولو ډېر چې کړېږي، د دغې سیمې خلک آن د بدخشان ولایت بازارونو ته هم د سړک نه شتون له امله لاسرسی نه لري. مخابراتي شبکو هم د دې سیمې خلک نه دي وصل کړي او هر پلوه ځان خود ته پاتې دي.

اوس د طالبانو حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د بدخشان ولایت له مشرانو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د پامیر په ګدون د افغانستان محرومو سیمو ته خدمتونه وړاندې کولو د حکومت له لومړیتوبونو دی.

پامیر

د عکس سرچینه، Getty Images

ده په کابل کې د بدخشان له مشرانو لیدنه کې د دوی ولایت کې د روغتیايي مرکزونو او تعلیمي بنسټونو د جوړولو ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې حکومتونو کې هم د دغو سیمو له خلکو سره ژمنې شوې وې خو پلې نه شوې.

د دنیا پر بام چې د سمندر له سطحې تر څلور زرو مترو لوړه ارتفاع ده، تر ډېره لږکي قرغزان مېشت دي او د دوی پر ستونزو تل په مجلسونو او پارلمان کې خبرې شوي دي.

په دې سیمه کې روغتیايي آسانتیاو ته د نه لاسرسي له امله د میندوارۍ او زوکړې پر وخت د مور او ماشوم د مړینې زیاتوالي مېشتو قرغزانو د دوی د نسل د له مینځه تللو اندېښنه پیدا کړې.

په تېر یوه کال کې چې طالبانو واک ته رسېدلي قرغزستان هېواد اعلان وکړ چې د پامیر افغان قرغزان به ورلېږدوي خو تر اوسه یې د لېږد حال معلوم نه شو.

پامیریان

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو له مخې د دغو کورنیو ټولټال شمېر ۱۵۰۰ ته رسېږي او چې تر ۲۰۲۴ کاله به له افغانستانه واېستل شي او له پلان سره سم به د قرغزستان اوش ښار کې مېشت کړای شي.

د قرغزستان د کار، ټولنیزو چارو او کډوالۍ وزیر په وینا د افغان قرغزانو لېږد ته تر راتلونکو دوو کلونو تر درې میلیون ډالرو د لګښت تابیا کوي.

تر دې دمه نه د دوی د لېږد بهیر پیل شوی او نه هم د طالبانو حکومت له دوی سره مرسته کې عملي ګامونه اوچت کړي. 

پامیر هم د خپلو وګړو او هم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله افغانستان ته ډېر مهم بلل کېږي. د پامیر تړانګه که له یوې خوا افغانستان له ستر اقتصادي ځواک چین سره نښلوي، له بل پلوه د پاکستان او تاجکستان ترمنځ پروت دی. 

څه موده وړاندې پر خواله رسنیو داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې هغه نښې او ځلي نړول شوي چې په پامیر کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان پولې تعیینوي.

دا چې تر کومه بریده رښتیا وه، خو اوس د طالبانو حکومت پام دغې ستراتیژیکې سیمې ته اوښتی.