تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني پوله ساتونکي وايي یوه اونۍ کې یې له ۷۵۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ساتنه کړي
د ایران پوله ساتونکي وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې یې له ۷۵۰۰ ډېر "ناقانونه" افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړې دي.
تهران ټایمز د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د سرحدي ځواکونو د قومندان مجید شجاع له خولې لیکلي چي "تېره شپږو ورځو کې له غیر قانوني کډوالو سره د مقابلې سیاست په لړ کې ۷ زره ۵۶۳ افغانان د اسنادو نه درلودو له کبله پېژندل شوي" او د دغه ولایت د دوغارون یا د هرات اسلام کلا بندر له لارې بېرته افغانستان ته اړول شوي دي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کډوالو چارو وزارت هم تېره اوونۍ له ایرانه د نږدې ۳ زره افغان کډوالو د ورګرځېدو خبر ورکړی و.
خو دغه وزارت دا نه وو ویلي، چې دغه کسان دې په زور له ایرانه ایستل شوي وي.
ایران وايي د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او دا شمېر پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لا لوړ شوی دی.
ګڼ شمېر افغانان هر کال د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې او بیا اروپايي هېوادونه ته د تللو هڅه کوي خو ځینې ترې په لار کې له نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د یادونې ده چې ایران، ترکیه او پر دې لاره نور پراته هېوادونه له کډوالو سره په تاوتریخوالي او ناوړه چلن هم تورن شوي دي.
د ایران له ځینو ولایتونو په دې وروستیو کې افغان کډوالو سره د زور زیاتي او ان له اسنادو سره سره د ګڼ شمېر کسانو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کېږي.
ایراني چارواکي وايي، چې د روان کال پسرلي کې یې تر ۹۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.
دغه هېواد تېر کال هم زرګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي وو.
له دوی ځینو کډوالو بي بي سي پښتو ته ویلي وو چې د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې د دواړو هېوادونو پولیسو زور زیاتی ورسره کړی دی.