تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت؛ له ایرانه تر ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال هرات ته شړل شوي
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، ایران د هرات له لارې تر ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال افغانستان ته شړلي دي.
په دې کې ۲ زره او ۸۴ کسه کډوال د ۹۶ کورنیو په بڼه شړل شوي او تر یونیم زر ډېر مجرد کسان هم پکې دي. دوی د اسلام کلا او ابرېشم پل له لارې افغانستان ته شړلي دي.
ایران نژدې هره اونۍ سلګونه او آن ځینې وخت زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استوي.
د طالبانو د کډوالو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره اونۍ هم نژدې ۲۰۰۰ افغان کډوال د نیمروز له لارې افغانستان ته استول شوي وو.
ایران وايي د میلیونونو افغان کډوالو کورب دی او دا شمېر تېر کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لا ډېر شوی دی.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، په دې کډوالو کې ۴۷۶ تنه یې د مرستې ترلاسه کولو لپاره IOM یا د کډوالو نړیوالې ادارې ته معرفي شوي دي.
هر کال ګڼ شمېر افغانان د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې او بیا اروپايي هېوادونه ته د تللو هڅه کوي چې ګڼ شمېر یې نېول شوي او بېرته ډیپورټ شوي.
ځینې کډوالو بي بي سي پښتو ته ویلي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې د دواړو هېوادونو پولیسو ناسم چلند ورسره کړی دی خو ایران تل ټینګار کړی چې کډوالو سره ناسم چلند نه کوي.
تېره اونۍ د بشري حقونو د څار سازمان په ایران او ترکیه له دې امله نیوکې کړې وې چې ګواکې په زور او فرېبانه ډول افغان کډوال له خپل هیوادونو بیرته افغانستان ته ستنوي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له ترکیې او ایرانه غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي.