'لیبیا کې دوه نیم ټنه نادرکه یورانیم بېرته موندل شوي'

د لیبیا ختیځ کې وسله وال وایي‌ هغه شاوخوا دوه نیم ټنه یورانیم یې موندلي چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یې د ورکېدو خبر ورکړی و.

د دغو ځواکونو د مطبوعاتي‌ برخې مشر ویلي، د یورانیمو دا ډبرې په لسو بیلرو یا ډبو کې د چاد پولې ته څېرمه موندل شوې.‌

له دې سره د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس (ای اې يي اې) ویلي، هڅه کوي چې د ورکو یورانیمو موندل کېدو اړه خپاره شوي رپوټونه تایید کړي.‌

دغه اژانس لیبیا کې د دوه نیم ټنه یورانیمو د ورکېدو د خطر زنګ روانه اوونۍ تر هغه وروسته وکړنګاوه، چې څارونکي یې د ساتل کېدو ځای ته ورغلل.

دا یورانیم سویل کې داسې ځای کې ساتل کېدل چې د لیبیا حکومت پرې کنټرول نه لري.

یورانیم په طبیعي ډول پیدا کېږي، خو تر چاڼ او بډاینې وروسته اټومي وسلو کې کارېدلی شي.

مخصصینو بي بي سي ته ویلي چې لیبیا کې د نادرکه شويو یورانیمو له اوسنۍ بڼې اټومي وسلو نشي جوړېدلی، خو د دغو وسلو تولید لپاره د خامو موادونو په توګه کارېدی شي.

لیبیا د ۲۰۰۳ کال دسمبر کې د پخواني پوځي واکمن معمر قذافي د واکمنۍ پر مهال د اټومي، بیولوژیکي‌ او کیمیاوي وسلو له جوړولو لاس واخیست.

خو دا هېواد په ۲۰۱۱ کال د قذافي د رژیم له پرځېدو راهیسې کورونیو جګړو کې ښکېل دی او پر بېلابېلو برخو یې بېلابېلې سیاسي او پوځي ډلې واکمنې دي.

اوس هم پلازمېنه ترابلس کې واک له لنډ مهالي حکومت سره دی چې نړیوال یې په رسمیت پېژني، خو ختیځ کې د جنرال خلیفه حفتر مېلشه واکمنه ده.

دغه یورانیم د لیبیا سویل کې نادرکه شوي وو چې دا دواړه ځواکمنې خواوې پرې کنټرول نه لري.

پر یورانیمو د دغو بار بیلرو د موندلو خبر د لیبیا ملي پوځ (اېل اېن اې) ورکړی، چې پر ختیځ‌ د واکمنې ادارې ملاتړ کوي.‌

اېل اېن اې د خلیفه حفتر په مشرۍ له بېلابېلو پوځي واحدونو، ځايي‌ اوسېدونکو، قبایلو او سلفي مېلشو جوړ اېتلاف دی.

دې ملېشې ویلي دغه بیلرونه د لیبیا سویل کې د ساتل کېدو له ځایه شاوخوا ۵ کیلو متر ورهاخوا بل ځای موندل شوي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي له تېرې څه مودې د دغو توکو د ساتل کېدو ځای ته لاسرسي کې ستونزو سره مخ دي.

د نړۍ بېلابېل هېوادونه لیبیا کې د نفوذ او پښې ځای موندلو لپاره سره سیالي کوي.

په دوی کې د روسیې واګنر ګروپ هم شامل دی چې د 'لیبیا ملي پوځ' یا 'اېل اېن اې' ملاتړ کوي.

ملکرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی و چې له لیبیا بهر قاچاقېدونکې وسلې د افریقا نورو برخو او ان منځني ختیځ کې کارېدلی شي.