ملګري ملتونه وايي ليبیا کې ټنونه یورانیم ورک شوي

پر اټومي انرژۍ د ملګرو ملتونو د څار سازمان وايي، دوه نیم ټنه یوارنیم له لیبیا ورک شوي. د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي د دې اونۍ په لومړیو کې یې څارونکو له یوه ناپېژانده درکه د ګواښ ټلۍ واورېده.

وروسته دغه سازمان وویل، په پلټنو کې ورته مالومه شوې چې د یورانیمو له ډبرو ترلاسه شوې۱۰ ډبې توکي ورک شوي دي چې ورسره د راډیو لوژیکي او اټومي امنیت ګواښ شته.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان وايي، هغه ځای چې یورانیم پکې ساتل کېدل، د دولت تر ولکې لاندې نه و.

دغه سازمان په یوه ویناپاڼه کې ویلي هڅه به وکړي "د اټومي توکو د له منځه وړلو شرایط او اوسنی ځای مالوم کړي."

دا لا روښانه نه ده چې دغه یورانیم کله ورک شوي.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان بي بي سي ته ویلي، ټوله خواري یې پرې دې ده چې د پېښې څرنګوالی روښانه شي، څه ډول کېدلی شي دغه اټومي توکي له منځه یوړل شي او دا چې اوس چېرې دي.

په دې پړاو کې پلټونکي له دې وېره لري چې د دغو اټومي توکو د مالوماتو له کمښت سره مخ نشي، څه چې د راډیولوژیکي او امنیتي ګواښ وېره رادبره کولی شي.

پلټونکو ته دا درک لګېدلی چې د یوارنیمو دغه مرکز ته په اوس مهال کې ورتګ پېچلی ګام دی.

د نړیوال اټومي سازمان پلټونکو تېر کال دغه ځای ته د ورتګ هڅه وکړه خو هلته د لیبیايي وسله والو ملېشو ترمنځ جګړو دغه سفر ناشونی کړ.

د ۲۰۰۳ کال په دسمبر کې لیبیا په عامه توګه د اټومي او بیولوژیکي وسلو پرېښودو هوکړه وکړه او سلا پر دې شوه چې دغه هېواد به یوازې د بالسټیک توغندیو په درلودو پورې ځان محدودوي چې واټن به یې تر ۳۰۰ کیلومټرو ډېر نه وي.

خو ۲۰۱۱ کال کې د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافي د واکمنۍ له پرځېدو سره دغه هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي ډلو ټپلو ووېشل شو. دا اوس هم دولتي واک په پلازمېنه طرابلس کې د لنډ مهالي حکومت او په ختیځ کې د جنرال خلیفه حفتر ترمنځ ویشلی دی.