له طالبانو د قومي مشرانو او دیني علماوو غوښتنه: د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړئ

د عکس سرچینه، @ARG_1880
افغان قومي مشرانو او ديني عالمانو په سپېدار ماڼۍ کې له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.
ارګ ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو قومي مشرانو، ديني علماوو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
د ارګ په وینا پاڼه کې راغلي چې دغو علماوو او قومي مشرانو د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو تر څنګ په حکومت کې د متخصصو کادرونو د ګمارل کېدو غوښتنه هم کړې.
غونډې ته د وینا پر مهال د سوېلي زون استازي قومي مشر محمد هاشم د دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو د غوښتنو د لوستلو پر مهال د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي:
"د کمېټې نظر دی چې د تعلیم په باره کې دی: امارت دې اسلامي او عصري تعلیم ته لکه څرنګه چې توجه شوې ده په دې کې دې د نجونو او خویندو د تعلیم پر مخ باندې مکتبونه او پوهنتونونه خلاص شي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو د ریاست الوزرا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سپېدار ماڼۍ کې دغه غونډه کې د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ليکي چې د دغو ستونزو حل يې د خپل حکومت مسؤلیت بللی.
مولوي عبدالکبیر ویلي هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاوررې د نورو پر وړاندې استفاده وکړي.
د ارګ پر اېکس پاڼه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي دې غونډې ته راغلو "قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د واټن پر راکمېدو ټینګار وکړي".
د خبرپاڼې له مخې، یادو قومي مشرانو او علماوو د ښځو پر وړاندې د تعلیم د دروازو د پرانیستې غوښتنه وکړه وې ویل په هېڅ صورت باید بهرنیانو ته په افغانستان کې د مداخلې او توطئې زمینه برابره نه شي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
وړاندې، له بيبيسي پښتو سره د اېکس (ټوېټر) په یوه سپېس کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد نه د کډونوالو ګڼې پوښتنې د نجونونو پر پوهنتونونو او ښوونځیو ورټولې وې. خو ذبیح الله مجاهد لکه د تېر په څېر د نجونو زدکړو بېرته پیل لپاره روښانه ځواب او نېټه نه درلوده او ټینګار یې کاوه چې د نجونو تعلیم "د ستونزو یوه برخه ده."
اوس شاوخوا ۸۴۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
دارنګه څه باندې یو کال کېږي چې پوهنتوني نجونې هم له زدکړو را ګرځول شوې دي.
د طالبانو حکومت ویاند وايي،"زه تمه لرم چې دا موضوع به حل شي... خو موږ نه غواړو چې د ارګ او ممبر تر منځ تضاد راشي، چې نظامونه یې سقوط کړل او موږ په دې برخه کې ډېر محتاط یو."
د طالبانو حکومت په منځ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو مخکې بيبيسي پښتو ته ویلي وو، یوازې ځینې طالب مشران د نجونو زدکړو مخالف دي- داسې حال کې چې ګڼ مشران یې د بېرته پیل پلویان دي. له ښاغلي مجاهد وپوښتل شول چې دغه کسان څوک دي، د هغه ځواب و:
"نوم ته ضرورت نه لري، افغانستان کې برداشتونه شته، ځینې عالمان دي او داسې فکرونه شته چې اختلاف رامنځ ته کوي."









