مجاهد: د پخلاینې بهیر پیلولو ته اړتیا نشته؛ "امیر مو د تقوا له مخې تصویر نه اخلي"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داسې پلان نه لري چې له مخې یې په دغه هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر بېرته پیل شوي.
نوموړي دغه څرګندونې له بيبيسي پښتو سره د اېکس (ټوېټر) په یوه سپېس کې کړې. د دوحې تړون کې چې طالب استازو هم لاسلیک کړی، راغلي چې د طالبانو په ګډون به افغانان خپلنځي خبرې کوي. خو اوس چې طالبان واکمن دي وايي د سولې خبرو ته اړتیا نه ويني.
له ذبيح الله مجاهد وپوښتل شول چې ایا شونتیا شته چې د طالبانو له مخالفانو سره چې اوس بهر اوسېږي، په ۲۰۲۴ کې د سولې او پخلاینې بهیر پیل شي؟ د هغه ځواب منفي و او وايي پخوانۍ تجربې نه تکراروي.
نوموړی زیاتوي، "په تنظیمو کې د ملت خیر نشته، افغانستان باید د افکارو لابراتوار نه شي، موږ نه غواړو هغه څېرې چې افغانستان کې ازمایل شوې، بیا افغانستان کې موقف پیدا کړي او د افغانستان پر سرنوشت لوبې وکړي."
د طالبانو پر حکومت نیوکه دا ده چې په افغانستان کې یې ټول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان کړي او د خپل فکر خلاف سیاستوالو ته په حکومت کې ځای نه ورکوي.
ښاغلی مجاهد ټینګار کوي د افغانستان د خلکو "سیاسي فرهنګ لوړ نه دی" او د ده په ټکو "ثبات په واحد سیاست او واحدې رهبرۍ کې راځي."
د طالبانو د حکومت مخالفان چې ډېری یې له افغانستانه بهر مېشت دي، تل ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دې د سولې خبرو ته ورسره کېني. خو طالبان بیا وايي، پخوانیو چارواکو او سیاستوالو ته په سیاست کې ونډه نه ورکوي.
د طالبانو مشر ولې عکس نه اخلي؟

د عکس سرچینه، SOCIAL
په دغه انلاین بحث کې ښاغلي مجاهد دا هم وویل چې مشر یې مولوي هبت الله اخوندزاده د "تقوا" له مخې انځور نه اخلي. د ښاغلي اخوندزاده یوازې محدود پخواني تصویرونه لیدل شوي او نه غواړي په وېډيي بڼه ویناوې هم وکړي.
ذیبح الله مجاهد زیاتوي، "امیر د شریعت له مخې عکس نه اخلي، امیر له دې شیانو سره حساس دی، هغه خپله تقوا کوي. د تقوا له لحاظه علما عکس ښه نه ګڼي."
خو ګڼ شمېر دیني عالمان او آن خپله طالب مشران او وزیران پر تلویزیون مرکې کوي او خپل عکسونه پر خواله رسنیو خپروي. پخوا طالبانو ویل چې مشر یې د امنیتي ستونزو له امله تصویر نه اخلي.
د نجونو زدکړو په اړه څه وویل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېکس په دغه بحث کې د طالبانو حکومت له ویانده د کډونوالو ګڼې پوښتنې د نجونونو پر پوهنتونونو او ښوونځیو ورټولې وې. خو ذبیح الله مجاهد لکه د تېر په څېر د نجونو زدکړو بېرته پیل لپاره روښانه ځواب او نېټه نه درلوده او ټینګار یې کاوه چې د نجونو تعلیم "د ستونزو یوه برخه ده."
اوس شاوخوا ۸۳۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. دارنګه څه باندې یو کال کېږي چې پوهنتوني نجونې هم له زدکړو را ګرځول شوې دي.
د طالبانو حکومت ویاند وايي،"زه تمه لرم چې دا موضوع به حل شي... خو موږ نه غواړو چې د ارګ او ممبر تر منځ تضاد راشي، چې نظامونه یې سقوط کړل او موږ په دې برخه کې ډېر محتاط یوو."
د طالبانو حکومت په منځ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو مخکې بيبيسي پښتو ته ویلي وو، یوازې ځینې طالب مشران د نجونو زدکړو مخالف دي- داسې حال کې چې ګڼ مشران یې د بېرته پیل پلویان دي. له ښاغلي مجاهد وپوښتل شول چې دغه کسان څوک دي، د هغه ځواب و:
"نوم ته ضرورت نه لري، افغانستان کې برداشتونه شته، ځینې عالمان دي او داسې فکرونه شته چې اختلاف رامنځ ته کوي."
هېوادونه مو په "زړه کې په رسمیت پېژني"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له هغې راهیسې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واکمن شوی، هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې لپاره یې ځانګړي شرطونه وړاندې کړي. بشري حقونو ته درناوی، د نجونو زدکړې او ټولګډونی حکومت یې ځینې مهم هغه دي.
خو ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې د رسمیت لپاره یې شرطونه پوره کړي او ګڼ هېوادونه یې "په زړه کې په رسمیت پېژني." نوموړی وايي، هغه هېوادونه چې د ده په ټکو کې په افغانستان کې یې ماته خوړلې، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د طالبانو حکومت وايي، نژدې ۲۰ هېوادونو سره اړیکي لري خو په رسمي ډول یې حکومت نه مني.











