غزه: روغتون وايي د اسرائيلو بريد کې د يوې ډاکترې نهه ماشومان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د يوې ډاکترې پر کور د اسرائيلو هوايي بريد کې د هغې نهه ماشومان وژل شوي دي. د غزې د خان يونس ښار په هغه روغتون کې چې دا مېرمن کار کوي وايي، يوازې يو زوی او مېړه يې چې دواړه ټپيان دی ژوندي پاتې شوي دي.
يو بريتانوی ډاکتر ګريم ګروم چې په همدې روغتون کې دنده لري او د دې ډاکتر د ۱۱ کلن زوی عمليات يې کړي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، له يوې مور سره چې کلونه يې د ماشومانو درملنه کړې او اوس يې نژدې ټوله کورنۍ په بريد کې وژل شوې دا يو "بې ساری ظلم" بللی دی.
د اسرائيلو پوځ ويلي د جمعې په ورځ يې په خان يونس کې "يو شمېر مشکوک کسان" په نښه کړي او وايي، "ملکي وګړو ته د زیان په اړه ادعا څېړل کېږي."
د حماس تر مشرۍ لاندې په غزه کې د روغتيا وزارت د مشر له خوا خپره شوې ويډيو چې بي بي سي يې پخلی کړی ښيي چې د خان يونس له يوې ويجاړې شوې ودانۍ د ماشومانو سوځېدلي جسدونه ايستل کېږي.
د اسرائيلي پوځ د اعلاميې له مخې "هوايي ځواکونو يې په خان يونس کې د هغو شکمنو کسانو پر يوه ودانۍ بريد کړی چې له اسرائيلي ځواکونو سره نژدې يې فعاليت کاوه".
دوی زياتوني، "خان يونس یوه خطرناکه جګړه يزه سيمه ده. د خونديتوب لپاره مو د ملکي وګړو د ايستلو هڅه کړې وه".
په يوه عمومي بيان کې د اسرائيلو پوځ ويلي، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په غزه کې له ۱۰۰ زياتې موخې بمبارې کړې دي.
په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت وايي، د شنبې تر غرمې پورې لږ تر لږه ۷۴ کسان د اسرائيلی ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي.
د دوی د روغتيا وزارت مشر ډاکتر منير البورش پر اېکس لیکلي، "د ډاکترې النجار کور څو دقيقې وروسته له هغه په نښه شو چې مېړه يې حمدي روغتون ته د دې له بوتللو وروسته بېرته راستون شو."
نوموړي زیاته کړې، چې د ډاکترې النجار مشر زوی يوزاې ۱۲ کاله عمر درلود.

د عکس سرچینه، Al-Najjar family
د ناصر روغتون يوې بلې بريتانوۍ ډاکترې وېکټوريا روز یوه ويډيو پر انسټګرام خپره کړې چې په کې ډاکتر ګروم ويلي، د ماشومانو پلار "سخت ټپي" دی.
ده بي بي سي ته ويلي، د ماشومانو پلار چې خپله هم ډاکتر دی ټپي شوی او سر ته يې زيان رسېدلی دی.
هغه ويلي چې، دې پلار هم په روغتون کې کار کاوه او ورته ويل شوي چې "هغه له چا سره سياسي او پوځي تړاو نه درلود او پر ټولنيزو رسنيو هم فعال نه و."
ښاغلي ګروم دا له "تصوره لرې" حالت بللی دی. نوموړی وايي، ژوندی پاتې شوی ۱۱ کلن ماشوم "له خپل عمره ډېر کوچنی" و.
ښاغلي ګروم بي بي سي ته ويلي، د ماشوم "چپ لاس نژدې پرې شوی و، ټول بدن يې چاودېدونکو توکو ټپي کړي و او څو ژور ټپونه يې لرل."
"له دې امله چې دواړه مور او پلار يې ډاکتران دی، داسې اټکل کېده چې له شتمنو کورنيو به وي خو کله يې چې د عملياتو مېز ته پورته کړ، د عمر پرتله له ۱۱ ډېر کوچنی ښکارېده".
نوموړي زياته کړې، "ښايي دا کوچنی ژوندی پاتې شي خو د پلار وضعيت يې ناڅرګند دی".
د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې د ملکي دفاع ادارې وياند محمود بصل د جمعې ماسپښين پر ټېلېګرام ليکلی چې د النجار له کوره چې د خان يونس ښار يوه تېلو پمپ ته څېرمه پروت دی ژغورونکو اته جسدونه او څو ټپيان را ايستلي دي.
روغتون په پيل کې پر فېسبوک د اتو ماشومانو د وژل کېدو اعلان وکړ خو دوه ساعته وروسته يې دا شمېر نهه تنه ياد کړ.
يوه بل ډاکتر، يوسف ابو الرش د روغتيا وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويلي، کله چې د عملياتو خونې ته ورسېد، ډاکتره النجار هلته منتظره وه، د خپل ژوندي پاتې شوي زوی په اړه يې معلومات غوښتل او نوموړي هڅه کړې وه چې تسلي ورکړي.
اې اېف پي خبري اژانس ته په يوه مرکه کې د ډاکترې النجار خپلوان يوسف النجار ويلي، "بس نور پر موږ رحم وکړئ! موږ له ټولو هېوادونو، نړيوالې ټولنې، ولسونو، حماس او ټولو ډلو غواړو چې پر موږ رحم وکړي".
"موږ له بې کورۍ، لوږې او کړاوونو ستړي شوي يوو، نور بس ده!".

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د غزې خلک ښايي د جګړې "تر ټولو ظالمانه پړاو" ته ننوتلي وي او د اسرائيلو له خوا يې د بشري مرستو پر بنديز چې په مارچ کې لګول شوی نيوکه وکړه.
اسرائيلو تېره اوونۍ دا بنديز يو څه نرم کړ. دوی وايي غزې ته په خوراکي او روغتيايي توکو بار ۸۳ لارې د جمعې په ورځ رسېدلې دي.
خو ملګري ملتونه په بيا بيا ټينګار کوي چې دا کچه مرستې د غزې ۲.۱ ميليونه وګړو ته هېڅ بسنه نه کوي، دوی وايي د ورځې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لاريو بشري مرستو د لېږد اجازه بايد ورکړل شي.
روانه مياشت خپره شوې يوه ارزونه کې راغلي چې د غزې خلک د قحطۍ له "جدي ګواښ" سره مخ دي.
خلکو بي بي سي ته ويلي، چې هېڅ خواړه نه لري او وږې ميندې نشي کولی خپلو ماشومانو ته شيدې ورکړي.
د اوبو کمښت هم ورځ تر بلې زياتېږي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۴ زره فلسطینیان چې ۱۶۵۰۰ يې ماشومان دي وژلي دي.











