تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''اسرائیل د حزب الله ځپلو لپاره جواري کوي، خو له قهرجن او په وسلو سمبال دښمن سره مخامخ دی''
- Author, جیرمي بوین
- دنده, بي بي سي - بیت المقدس
د اسرائیل مشران د حزب الله پر ضد عملیاتو کې پرمختګ ته خوښ دي، چې د پېجرونو له چاودېدو سره پیل شول او د سختو او له خونړیو هوایي بریدونو سره دوام لري.
د اسرائیل ددفاع وزیر یواف ګالنت د دوشنبې پر ورځ د لبنان په سویلي سیمو له هوايي بریدونو وروسته خپله خوښي نه شوای پټولی. هغه وویل، ''نن ډېره عالي ورځ وه، دا د حزب الله له جوړېدو راهیسې (د دوی لپاره) تر ټولو بده اونۍ وه، او پایلې یې پخپله خبرې کوي."
ګالنت زیاته کړه، د اسرائیلي ځواکونو هوایي بریدونو زرګونه هغه ځایونه ویجاړ کړي، چې راکټونه ترې توغول کېږي او کېدای شي ملکي اسرائیلیان یې وژلي وای.
بل لور لبنان وايي، اسرائیلي بمباریو د ۵۰ ماشومانو په ګډون د دوی له ۵۵۰ ډېر وګړي وژلي دي. دا په لبنان کې د هغو تلفاتو نیمايي برخه ده، چې په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د یوې میاشتې اوږدې جګړې په ترڅ کې وژل شوي وو.
اسرائیلي چارواکي په دې باور دی، چې یو پراخ برید به حزب الله اړ کړي هغه څه وکړي چې دوی (اسرائیل) یې غواړي. په دې مانا چې د حزب الله مشر حسن نصرالله او د دوی متحد هېواد ایران به فکر وکړي، چې مقاومت په خورا درنه بیه ورته تمامېږي.
د اسرائیل سیاسي مشران او جنرالان په داسې حال کې بریا ته اړتیا لري، چې له شاوخوا یو کال جګړې وروسته غزه په یوه ویجاړه سیمه او ناورین بدله شوې ده.
خو د حماس وسله وال اوس هم د اسرائیلي سرتېرو د وژلو او ټپي کولو لپاره له تونلو څخه راوځي او لا هم یو شمېر اسرائیلیان ورسره یرغمل دي. حماس د تېر اکتوبر میاشتې په برید سره سرائیل هک حیران کړ. اسرائیل حماس ته د یو لوی ګواښ په سترګه نه ګوري، خو لبنان ورسره توپیر لري.
د اسرائیل پوځ او استخباراتي ادارې موساد له هغه راهیسې د حزب الله پر وړاندې د جګړې پر پلان کار کاوه، چې په ۲۰۰۶ کال کې د دوی وروستۍ جګړه پای ته ورسېده.
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په دې باور دی، چې روان سخت بریدونه د نوموړي هغې موخې پر لور لوی پرمختګ دی، چې غواړي د حزب الله د ځواک انډول کم کړي. دی له حزب الله غواړي، چې د اسرائیلو پر لور د راکټونو ویشتل بند کړي.
په ورته وخت کې د اسرائیلو پوځ وايي، پلان لري چې حزب الله د پولې له شاوخوا سیمو په شا وتمبوي او پوځي تاسیسات یې له منځه یوسي، چې اسرائیل ته ګواښ نه وي.
بله غزه؟
په لبنان کې د تېرې اونۍ پیښې په غزه کې د یو کال اوږدې جګړې ازانګه ده. اسرائیل لبنانیانو ته هم د غزې په څېر خبرداری ورکړی او ورته یې ویلي دي هغه سیمې پرېږدي، چې دوی پرې برید کوي. اسرائیل هغسې چې حماس وسله وال تورنوي، حزب الله هم تورنوي، چې ملکي خلک د بشري سوپر په توګه کاروي.
منتقدین او د اسرائیل مخالفین بیا وايي، چې د خبرداري لپاره ملکي وګړو ته استول شوي پیغامونه خورا ګونګ دي او ملکي وګړو ته د وتلو لپاره کافي وخت نه دی ورکړل شوی.
د جګړې قوانین دا دي، چې ملکي وګړي باید خوندي وي او پر وړاندې یې بې پروا او نامناسب چلن باید ونه شي. دغه راز پر اسرائیل د حزب الله بریدونو کې هم پر ملکي سیمو ګوزارونه شوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب قوانین پکې مات شوي دي.
دوی هم د اسرائیلو پوځ په نښه کړی و. اسرائیل او د امریکا، بریتانیا په ګډون لوېدیځوال متحدین یې حزب الله یوه ترهګره ډله بولي. په داسې حال کې چې اسرائيل ټینګار کوي، پوځ یې د قانون درناوي ته ژمن دی، د نړۍ ډېرو هېوادونو په غزه کې د اسرائيلي پوځ کړنې غندلې دي.
د یوې سرحدي جګړې پراخېدل به قطبي بحثونه لا ډېر ژور کړي یعنی نړۍ به په دوو قطبونو وویشي.
د بېلګې په توګه د پېجرونو چاودنو په قضیه کې ښايي اسرائیل فکر کړی وي، موخه يې د حزب الله هغه وسله والو په نښه کول وو، چې پېجرونه ورکړل شوي وو، خو اسرائيل هېڅ نه پوهېدل، چې په پېجرونو کې ځای په ځای شوي باروت به چېرې او څنګه چوي، ځکه ماشومان او ملکي وګړي چې به کورونو، پلورنځایونو او نورو عامه ځایونو کې وو، ټپیان او ووژل شول.
ځینې مخکښ مدافع وکیلان وايي، دا ثابتوي، چې اسرائیل له خونړیو لارو کار اخلي، پرته له دې چې د ملکيانو او خپل دښمن ترمنځ توپیر وکړي او دا د جګړې له قانون څخه سرغړونه ده.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه په ۱۹۸۰ لسیزه کې پیل شوه.
خو وروستۍ سرحدي جګړه یې د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس له بریده یوه ورځ وروسته پيل شوه. هغه مهال حسن نصرالله خپلو کسانو ته امر کړی و، چې د حماس ملاتړ لپاره د پولې په اوږدو کې لږ تر لږه هره ورځ راکټي بريدونه وکړي.
دې چارې د اسرائیل په یو ډول د پوځ لاسونه وتړل او ۶۰ زره کسان یې اړ شول، چې سرحدي ښار کې خپل کورونه پرېږدي.
د تېرو بریدونو سیوری
اسرائیلي رسنیو په حزب الله باندې د وروستیو هوايي بریدونو اغېزې د ۱۹۶۷ کال د جون په میاشت کې په مصر باندې د اسرائیل د ناڅاپي برید له عملیاتو سره پرتله کړې دي.
هغه یو خورا پراخ برید و، چې د مصر هوایي ځواک یې ویجاړ کړ په داسې حال کې چې الوتکې یې لا په ځمکه کې وې.
هغه مهال په شپږو ورځو کې اسرائیل، مصر، سوریې او اردن ته په دریو بېلابېلو جبهو کې ماتې ورکړه.
همدا بریا وه، چې د اوسنۍ شخړې لامل شوه، ځکه اسرائیل ختیځ بیت المقدس، د غزې تړانګه او د ګولان د لوړو په ګډون لویدیځه غاړه سیمې ونیولې. خو دا غوره پرتله نه ده، لبنان او له حزب الله سره جګړه جلا ده.
که څه هم اسرائیل سخت بریدونه کړي، خو تر اوسه نه دی توانیدلی، د حزب الله توان او هوډ له منځه یوسي چې پر اسرائیل توغندي و نه توغوي.
له تېر راهیسې د حزب الله او اسرائیل په جګړه کې هیڅ یو اړخ نه دی توانیدلی چې پرېکنده بریا ترلاسه کړي. ښایي دا ځل هم همداسې وي، خو د تېرې اونۍ بریدونه اسرائیل، د دوی استخباراتو او پوځ لپاره د ډاډ وړ وو.
د اسرائیل تېری په یوه انګېرنه او قمار ولاړ دی، چې ګواکې حزب الله به وځپل شي، له پولې څخه به لېرې شي او پر اسرائیل به بریدونه ودروي.
د حزب الله د عملیاتو ډېری څارونکي بیا په دې باور دي، چې دا بریدونه به ونه درېږي، ځکه چې له اسرائیل سره جګړه د حزب الله د شتون لامل ده.
دا په دې معنی ده، چې اسرائیل چې څومره د ماتې منلو ته چمتو نه دي، هغومره باید جګړه چټکه کړي.
که حزب الله د اسرائیلو شمالي سیمې د اسرائیلي وګړو بیا ورګرځېدو لپاره همداسې ناامنه وساتي، کېدای شي اسرائیلي پوځیان په ځمکنيو عملیاتو لاس پورې کړي. همدارنګه کېدای شي ځینې سیمې ونیسي، چې د بفر زون (حایلې سیمې) په توګه ترې ګټه واخلي.
اسرائیل تر دې مخکې هم پر لبنان بریدونه کړي دي.
په ۱۹۸۲ کال کې یې سرتېري ان تر بیروت پورې ورسېدل، ترڅو په اسرائیل د فلسطینیانو د بریدونو مخه ونیسي.
هغه وخت د دوی لبناني عیسوي متحدینو چې دوی خوندیتوب ورکړی وو، د بیروت په صبرا او شاتیلا سیمو کې د فلسطیني کډوالو پر پنډغالو بریدونه وکړل او ملکي فلسطینیان یې په ډله ییزه توګه ووژل، چې دې چارې نړیواله غوصه را وپاروله او اسرائیل یې شرمناک شاتګ ته اړ کړل.
تر ۱۹۹۰ کلونو پورې اسرائیل د پولې په اوږدو کې د لبنان د ځمکې لویه برخه اشغال کړې وه.
د نن ورځې اسرائیلي جنرالان هغه وخت ځوان افسران وو، چې د حزب الله پر وړاندې په نه ختمیدونکې جګړې کې ښکیل وو. په ۲۰۰۰ کال کې د اسرائیلو د هغه وخت لومړي وزیر ایهود بارک او د اسرائیلي ځواکونو د هغه وخت لوی درستیز خپل ځواکونه د «امنیتي زون» په نامه له سیمې وایستل.
دوی هغه وخت پرېکړ وکړه، چې دغه چاره د اسرائیل امنیت ته ډېره ګټوره چاره نه ده، او د ډېرو اسرائیلي سرتېرو د سر په بیه تمامېږي.
په ۲۰۰۶ کال کې د حزب الله لخوا د پولې په اوږدو کې یو داسې برید چې قضاوت یې سم نه و شوی، یوه پوځي ګډوډي رامنځ ته کړه، چې د اسرائیلو سرتېري یې ووژل، ونیول او جګړه رامنځته شوه. جګړه چې پای ته ورسېده، حسن نصرالله ویلي و، که چېرې پوهېدای چې اسرائیل به د برید ځواب څنګه ورکوي، ده به د دې برید اجازه نه وه ورکړې.
د هغه وخت د اسرائیلو لومړي وزیر ایهود ولمېرت هم جګړه کې برخه واخیسته. په لومړي سر کې اسرائیل هیله درلوده، چې د دوی هوایي ځواک به په اسرائیلو د راکټي بریدونو مخه ونیسي. خو چې دا کار ونه شو، ځمکني ځواکونو او ټانکونو یو ځل بیا د پولې پر لور مخه کړه.
جګړه د لبنانیانو لپاره یو ناورین و، خو ان د جګړې په وروستۍ ورځ هم حزب الله پر اسرائیلو توغندي وتوغول.
د ملکي لبنانیانو لپاره هغه جګړه یو ناورین و، خو د جګړې پر وروستۍ ورځ هم حزب الله وسله والو د اسرائیل پر لور د راکټونو ګوزارونه کول.
د اسرائیلي ځواکونو قوماندانان پوهېږي، چې لبنان ته د جګړې لپاره ننوتل به په غزه کې له حماس سره د جګړې پرتله زیاته ډارونکې ننګونه وي. حزب الله به له ۲۰۰۶ راهیسې پلانونه چمتو کول او بله دا چې پر خپله خاوره به جګړه کوي. دوی به د لبنان په سویل کې جګړه کوي، چې خاوره یې تر ډېره بریده غرنۍ ده او د چریکي جګړې لپاره مناسب ځای بلل کېږي.
اسرائیل نه دي توانېدلي د غزې په شګلنه خاوره کې د حماس چمتو کړي، ټول تونلونه ویجاړ کړي، بل لور حزب الله وسله والو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د سویلي لنبان په غرنیو سیمو کې پولې ته نژدې تونلونه چمتو کول، بله دا چې دوی له ایرانه پرېمانه وسلې ترلاسه کړې او زېرمه کړې دي. د حماس برعکس دوی د سوریې له ځمکنۍ لارې دغه ډول نور اکمالات هم تر لاسه کولای شي.
د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالو ستراتيژیکو څېړنو مرکز په نامه فکري مرکز د اټکل له مخې حزب الله تر ۳۰ زرو پورې فعال وسله وال لري، تر ۲۰ زرو پورې احتیاط وسله وال لري، چې ډېری یې د کوچنیو پلي ډلګیو په بڼه روزل شوي دي. دغه ډلګې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم لپاره د جګړې تجربه هم لري.
دغه راز ډېر اټکلونه ښيي، چې حزب الله د ۱۲۰ زرو او ۲۰۰ زرو تر منځ توغندي او راکټونه لري. په دې کې د اوږده واټن داسې توغندي او راکټونه هم شته، چې د اسرائیل ښارونه په نښه کولای شي.
په ټپه ولاړ دیپلوماتیک حالت
اسرائیل ښايي ګومان وکړي، چې حزب الله به دا وسلې ټولې نه کاروي، ویره به یې دا وي، چې اسرائیلي ځواکونه به له لبنان سره هم هماغسې څه وکړي، چې له غزې سره یې وکړل، بشپړ ښارګوټي یې له خاورو سره خاوري کړل او زرګونه ملکي خلک یې ووژل، خو دا یوه جواري کېدای شي. ایران به هم نه غواړي، چې حزب الله خپلې ټولې وسلې وکاروي، بلکې پر ځای به یې د ایران پر اتومي کارځایونو د اسرائیل برید په صورت کې کارولو ته وسپمول شي. دا هم یوه بله جواري ده. د حزب الله پرېکړه داسې کېدای شي، چې د اسرائیل له لوري د خپلو وسلو له ویجاړولو مخکې دا وسلې وکاروي.
په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه روانه ده، په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده، که اسرائیل پر لبنان ځمکنی برید کوي، دا به د جګړې د یوه درېیمې جبهې پرانیستل وي. که څه هم اسرائیلي پوځیانو مورال لوړ ښکاري، په وسلو ښه سمبال دي او مناسبه روزنه هم لري، خو احتیاط اسرائیلي پوځیان چې د جګړیز ځواک لویه برخه تشکیلوي وار له مخه د یو کلنې جګړې بار محسوسوي.
د امریکا په مشرۍ د اسرائیل متحد هېوادونه به تمه کوی، چې اسرائیل تاوتریخوالی ډېر نه کړي او نه به هم دا وغواړي چې اسرائیلي ځواکونه لبنان ته ننوځي. د دوی ټینګار دا دی، چې یوازې دیپلوماسي کولای شي د پولې دواړو غاړو ملکي اوسېدونکو ته زمینه برابره کړي، چې خپلو مېنو ته ستانه شي. د امریکا یوه استازي د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ شمېره پرېکړه لیک پر بنسټ یوه هوکړه وړاندیز کړې، چې له مخې یې د ۲۰۰۶ کال جګړه پای ته ورسېده.
خو په غزه کې د اوربند له رامنځته کېدو مخکې به د دیپلوماتانو لاسونه تړلي وي. حسن نصرالله وايي، دوی به یوازې په هغه صورت کې پر اسرائیل بریدونه بند کړي، چې په غزه کې جګړه ودرېږي. تر اوسه پورې نه حماس او نه هم اسرائیلیانو داسې څه کړي، چې په غزه کې د اوربند لپاره زمینه برابره کړي او یا هم د فلسطیني بندیانو خوشي کېدو په بدل کې د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خلاصون لپاره لاره پرانیزي.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې وېره خپره ده. اسرائیلیان پوهېږي، چې حزب الله دوی ته د پروسږ کال پرتله ډېر زیان اړولای شي. اسرائیل په دې باور دي، چې دوی باید لا زړور او یرغلګرانه عمل وکړي، چې حزب الله له خپلو پولو لېرې کړي. خو دوی له یوه داسې دښمن سره مخامخ دي، چې په وسلو ښه سمبال دي، غوسه دي او سرسخته دي.
دا له هغه راهیسې چې حماس یو کال مخکې پر اسرائیل برید وکړ، د جګړې تر ټولو ناوړه بحران دی، چې د اوس لپاره داسې نه ښکاري، چې د لا ناوړه بڼې پر لور د تګ مخه یې نیول کېږي.