تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا منلې چې اسرائیلو ته به د توغندیو ضد تاد سیستم ورکړي
د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' منلې چې د امریکا حکومت په موقت ډول اسرائیلو ته د تاد په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیستم ورکولو پرېکړه کړې چې بالتسیک توغندي پرې شنډ کړي.
د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د جو بایډن په امر اسرائیلو ته د تاد توغندیو ضد دفاعي سیسټم او ورسره امریکايي پرسونل د لېږلو اجازه ورکړې چې د ایران له بېساري بریدونو وروسته د دغه هېواد هوايي دفاع پیاوړي کړي.
دا د توغندیو ضد دفاعي سیستم د بالستیک توغندیو او د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره د یوې وسیلې په توګه یاد شوی دی.
امریکا تر دې مخکې یو ځل د اکټوبر د اومې له بریدونو وروسته او یو ځل په ۲۰۱۹ کال کې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې سیمې ته د توغندیو ضد دفاعي سیستم استولی دی.
تاد د متحده ایالاتو د پوځ یو له خورا پرمختللو توغندیو ضد دفاعي سیسټمونو دی چې فضا کې د ننه او بهر خپل هدفونه په نښه کولی شي.
د دغه نظام د فعاليت او کارنده کېدو لپاره په اسرائيلو کې د امريکايي کارپوهانو شتون ته اړتيا ده.
اسرائیلو ته د دغه سیستم د استولو د خبر خپرېدل د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخ شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن (یکشنبه، اکتوبر ۱۳) په انګلیسي ژبه پر اېکس د تاد د توغندیو ضد سیسټم د نوم له اخیستو پرته لیکلي: "امریکا چې اسرائیلو ته په بېساري ډول وسلې ورکړې دي، اوس هم په اسرائیلو کې د امریکايي توغندیو د سیستم د عملي کولو لپاره خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي چې د خپلو سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي".
پر غزه د اسرائیلو برید کې ۲۹ تنه وژل شوي
غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، له تېرې شپې راهیسې تر اوسه د غزې په شمال او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي.
رویټرز خبري اژانس پخپل رپوټ کې د روغتیايي سرچینو په حواله ویلي، ۲۹ تنه هغه مهال ووژل شول چې د اسرائیلو پوځ د شنبې پر ورځ او بیا بیګا شپې د غزې پر مرکزي او شمالي سیمو بمبارۍ وکړې.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو یوه اونۍ وړاندې په جبالیا کې هم بریدونه پیل کړي وو چې ادعا لري هلته حماس هڅه کوي خپلې زېربناوې بېرته ورغوي.
غزه کې روغتیايي چارواکي اټکل کوي چې ۱۵۰ فلسطینیان په تېره یوه اونۍ کې د اسرائیلو بریدونو کې وژل شوي وي.
د غزې له شماله د بېځایه شویو خلکو تېښته
په سیمه کې بېځایه شوي خلک وايي اسرائیلي پوځ پر جبالیا کړۍ راتنګه کړې او کلابنده کړې یې ده او خلکو ته یې یوازې له یوې لارې د وتلو امر کړی دی.
روښانه نه ده چې څومره فلسطینۍ کورنې لا هم په دې سیمه کې دي.
د شنبې پر ورځ په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې عام فلسطینیان د وتلو پرمهال له کړاو سره مخامخ دي.
اسرائیل: له لبنان څخه دې سوله ساتي ځواکونه ووځي
نتنیاهو له لبنانه د ملګرو ملتونو د سولهساتو ځواکونو سملاسي وتل غوښتي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش غوښتي چې سملاسي د لبنان له جنوبي سیمو د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه وباسي.
نتنیاهو د خپل دفتر لخوا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "ښاغلي سرمنشي، د UNIFIL ځواکونه د جګړې له کرښې لرې کړئ."
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاټز د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په اسراپیلو د ایران د برید د نه غندلو په خاطر یو "نامطلوب عنصر" وباله.
تر دې مخکې د اکټوبر په دویمه نېټه کاټز ویلي وو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر اسرائیلو د ایران د برید د نه غندنې له امله دغه هېواد ته د ننوتو حق نه لري.
څلوېښتو هېوادونو لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سولهساتو ځواکونو بريدونه وغندل
د بریتانیا په ګډون د نړۍ څلوېښتو هېوادونو د یوې بیانیې په خپرولو د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتو پر سولهساتو ځواکونو (یونیفل) برید په کلکه غندلی دی.
د پنجشنبې په ورځ، د اندونیزیا د ملګرو ملتونو دوه سوله ساتونکي پوځیان هغه مهال ټپیان شول کله چې یو اسرائیلي ټانک د دوی د څارنې په برج ډزې وکړې.
د جمعې په ورځ، د اسرائیل پوځ تایید کړه چې د دوی ځواکونو د هغه برید مسولیت په غاړه درلود چې د سوېلي لبنان په ناقوره کې د شریلنکا دوه سوله ساتونکي ټپیان شول. د اسرائیلو پوځ ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د جمعې په ورځ، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې یو بل سولهساتی د لبنان په سوېل کې د یوې مرمۍ له امله ټپي شوی، که څه هم د ډزو اصلیت روښانه نه دی.
په ملګرو ملتونو کې د پولنډ د ماموریت د دفتر لخوا خپره شوې د ۴۰ هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سولهساتو ځواکونو بریدونه "باید سملاسي ودرول شي او وڅېړل شي."