تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اکتوبر ۷ بريد يو کال پوره شو؛ لبناني چارواکي وايي، د اسرائیلي پوځ بمبارۍ کې ۱۰ اوروژونکي وژل شوي
په داسې حال کې چې پر اسرائیل د حماس برید یو کال پوره شو، د لبنان عامې روغتیا چارواکي وايي، د دې هېواد په سویلي سرحدي سیمه کې د اسرائیلي بمباریو له کبله د اوروژنې ادارې لس کارکوونکي وژل شوي دي.
په دې هکله په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د اوروژنې کارکوونکي په برعشیت سیمه کې ''د ژغورنې عملیاتو ته چمتو وو، چې برید پرې وشو.''
اسرائیلي پوځ سملاسي په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تېره شپه یې ویلي و، چې د لبنان په سویل کې جنګي الوتکو د حزب الله پر هدفونو بریدونه کړي دي.
بل لور اسرائیلي چارواکي وايي، د لبنان حزب الله ډلې وسله والو د اسرائیل په شمال کې پر ساحلي ښار حیفا د راکټونو پنځه ګوزارونه کړي دي، چې له کبله یې اته کسان ټپیان شوي دي.
د حیفا ښاروالۍ یو ویاند وايي، دا لومړی ځل دی، چې په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ له جګړې وروسته پر دې ښار راکټي برید کېږي.
اسرائیلي چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، معلومه کړي، چې د هوايي دفاع نظام یې ولې نه دی توانېدلی د دې راکټونه مخه ونیسي.
حزب الله بیا ویلي، دوی د حیفا په سویل کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.
بل لور د ګالیلي سمندر پر غاړه طبریا ښارګوټي کې د راکټونو لګېدو له کبله یو کس ټپي شوی دی.
په ورته مهال اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په پلازمېنه بیروت کې تازه هوايي بریدونه کړي دي. اسرائیلي پوځیانو ویلي، په بیروت کې یې د حزب الله هدفونه په نښه کړي دي.
پر لبنان د اسرائیلو د هوايي او ځمکني برید لړ کې تېره شپه ځايي اوسېدونکو ته له خبرداري وروسته یو ځل بیا د بیروت پر سویل هوايي بریدونه شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دې تازه بریدونو کې د دريو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
يوه ویډیو چې د یوه برید پر مهال اخيستل شوې، ښکاري چې د برید له ځایه سرې لمبې پورته کېږي، ورسره د درنې چاودنې غږ هم اورېدل کېږي.
له برید وړاندې د اسرائیلو د پوځ ویاند یوه بیان کې د هغو لوړ پوړیزه استوګنیزو ودانیو نومونه اخيستې وو چې په وينا يې ډېر ژر به په نښه شي. د دې ودانیو اوسېدونکو ته ویل شوي وو چې سملاسي له دې ځایه ووځي.
له دې سره هم مهاله په غزه کې هم هوايي بريدونه شوي. د اسرائيلو پوځ وايي د غزې تراړې په اوږدو کې يې د يوه روغتون په ګډون چې په وينا يې حماس ترې کار اخيسته ګڼ هدفونه ويشتلي دي.
له بلې خوا لبنانۍ حزب الله ډلې ویلي د اسرائیلو پر شمال یې راکټي بریدونه کړي دي. دې ډلې یوه بیان کې ویلي د حیفا ښار په سویلی او د طبریا ښار په لوېدیځ کې یې د پوځ دوې اډې په نښه کړې دي. بیان زیاتوي دا بریدونه یې د فلسطین د ملاتړ او له لبنان او لبنانیانو د دفاع لپاره کړي دي.
حزب الله د اسرائیلو پر دوو نورو شمالي سیمو هم د راکټي بریدونو ادعا کړې ده.
د اسرائیلو د امبولانس ادارې ویلي حیفا ښار کې د توغول شویو توغندیو په چرو پنځه تنه، او طبریا کې هم پنځه تنه ټپيان شوي چې یوازې یو تن یې ژور ټپي شوی دی.
له دې سره هم مهال اسرائیلي ځواکونو له لبنان سره پر پوله دری نوې پوځي سیمې اعلان کړي چې هېچا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
لبنان کې مېشتو سوله ساتو نړیوالو ځواکونو لبنان خاوره کې د اسرائیلو د عملیاتو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده. دې ځواک یوه بیان کې ویلي اسرائيلي ځواکونو د دوی مرکز ته نژدې عملیات کړي دي او دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده.
له بلې خوا د سوریې دولتي خبرې اژانس سانا رپوټ ورکړی چې اسرائیلي هوايي ځواکونو په څو پوځي اډو بریدونه کړي. اسرائيلي ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر اسرائيلو د بريد يو کال پوره شو
پر لبنان اوغزې د اسرائیلو ځواکونو عملیاتو دوام داسې مهال دوام لري چې پر اسرائیلو د حماس او نورو فلسطیني ډلو د پراخ برید یو کال پوره شو.
په همدې مناسبت د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د پوځ یوه مرکز کې له سرتېرو سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې اسرائیل به روانه جګړه ګټي.
نوموړي ويلي، "یو کال وړاندې پر موږ ډېر سخت ګوزار وشو. په تېرو دولسو میاشتو کې موږ له پيله تر پایه واقعیت بدل کړ. ټوله نړۍ پر هغو بریدونو چې تاسې یې پر دښمن کوئ، خاندي، خو زه تاسو ته سلام کوم او درته وایم چې تاسو د بریا نسل یاست. د خدای په مرسته به په ګډه جګړه کوو او په ګډه به بریالي کېږو."
په همدې مناسبت د حماس د سیاسي دفتر غړي خلیل الحیة ویلي یې چې د اکتوبر پر اوومه اسرائیلو ته په امنیتي او پوځي برخه کې ستراتیژیک ګوزار ورکړل شوی او دې برید د اسرائیلو د پوځي او امنیتي دستګاه ناکامي په ډاګه کړه.
د دې برید د یو کال پوره کېدو په درشل کې پرون اسرائیلو د غزې جبالیا سیمه محاصره کړه او هلته یې پوځي عملیات وکړل.
اسرائیلو ویلي هلته د غزې شمال کې یې د دې عملیاتو هدف د هغه هڅو شنډول وو چې له مخې یې حماس غوښتل خپلې پوځې وړتیاوې بیا تر لاسه کړي. په رپوټونو کې ویل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې څه د پاسه ۴۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د حماس پر وړاندې جګړه هغه مهال پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس په زرګونو وسله والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ. د اسرائیلو د شمېرو له مخې په هغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې نژدې۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.