"تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان له لبنانه سوریې ته تښتېدلي"؛ لبنان پولې ته څېرمه اسرائیلي پوځیانو سره نښتې شوې

د ملګرو ملتونو د ربوټ له مخې، د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله تر ۲۰۰،۰۰۰ ډېر کسان له لبنان ګاونډي هېواد سوریې ته تښتېدلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي ویلي، په دې خلکو کې د لبنان وګړي او هغه سوريايي وګړي هم دي چې په لبنان کې اوسېدل.

په همدې حال کې د لبنان د حکومت پخوانۍ شمېرې ښيي، چې د دغو کسانو ټولټال شمېر ۳۰۰،۰۰۰ تنه دی.

تېره ورځ اسرائیلو د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې اصلي لاره په هوایي برید کې په نښه کړه او د موټرو تګ راتګ یې بند کړ. هممهاله، د لبنان پولې ته څېرمه د اسرائيلي ځواکونو او حزب الله ترمنځ‌ د نښتو رپوټونه ورکول شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې د مصنع بندر ته نژدې یې د حزب‌الله هدفونه په نښه کړي او مخکې یې ادعا کړې وه چې دغه ډله لبنان ته د وسلو د قاچاق لپاره دا بندر کاروي.

د لبنان اوسېدونکي پلي پولې ته روان دي، چې د خپرو شویو انځورونو له مخې، کورنۍ له کنډوالو تېرېږي چې له خپل هېواده ووځي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، لږ تر لږه ۲۳ هېوادونه له دې هېواده د خپلو وګړو د ایستلو په لټه کې دي.

له لبنانه د بهرنیو وګړو ایستل هم دوام لري. بریتانیا تر سبا (یکشنبه) له لبنانه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره څلور الوتنې ځانګړې کړې دي.

ځینو هېوادونه د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره ان پوځي الوتکې هم استوي. د سوېلي کوریا هوايي ځواک خپل ۹۷ وګړي له لبنانه د شنبې په ګهیځ ایستلي دي.

اسرائیل وايي، د لبنان په سوېل کې خپلو ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي او د "ترهګرو بنسټونو" پرضد خپلو هوايي او ځمکني عملیاتو ته دوام ورکوي.

د اسرائیلو پوځ زیاتوي، د حزب‌الله د وسلو هغه زېرمې او چاودېدونکي توکي یې له منځه وړي دي چې "په غرنیو، شنو او ګڼ مېشتو سیمو کې جوړې شوې وې."

د لبنان جنوب کې جومات په نښه شوی

د اسرائیلو پوځ د شنبې په ورځ وویل، ځواکونو یې د شنبې په شپه د لبنان جنوب کې پر هغه جومات برید کړی چې د حزب‌الله جنګیالي پکې وو، دا یو کال وړاندې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ له پیل شوې جګړې راهیسې پر جومات د خپل ډول لومړنی برید دی.

پوځ په یوه بیان کې ویلي: "د شپې پرمهال او د اسرائیلي پوځي استخباراتو د معلوماتو پربنسټ، هوايي ځواک د حزب‌‌الله هغه ترهګر په نښه کړل چې د لبنان جنوب صلاح غندور روغتون په ګاونډ کې په یوه جومات – چې د دوی د قومندې اصلي مرکز و، ځای پر ځای شوي وو."

بل پلو، د لبنان حزب‌الله غورځنګ وايي، د اسرائیلو شمال کې حیفا ښار ته څېرمه یې د اسرائیلو پر یوه هوايي ډګر توغندي توغولي دي.

دا غورځنګ وايي، د لبنان اسرائیلو پولې ته څېرمه یې د اسرائیلو یو ټانک هم له منځه وړی دی.

اسرائیلي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې، خو نن ګهیځ د اسرائیلو شمال کې د خطر زنګونه کړنګول شوي دي.