ولې باید ډېره بوره و نه خورو؟

هر چا ته مهمه ده چې د خپلې بوري خوړلو په اندازه پام ولري. کېدای شي تاسې له خپلې اندازې ډېره بوره خورئ چې د ډېرې بورې استعمال د شکر د دویم ډول، د زړه ناروغۍ او سرطان د رامنځته کېدو خطر ډېر لوړوي.

په وروستیو لسیزو کې د نړۍ د خلکو د خوړو عادتونه په بشپړه توګه بدل شوي او ورسره د چاغښت او شکر ناروغۍ کچه په بې ساري ډول پورته تللې ده. د The Lancet په نوم د طبي مجلې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ له نیمایي ډېر بالغ کسان او د ماشومانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو یوه درېیمه برخه به زیات وزن او یا چاغ وي.

زموږ د وزن په کنټرول کې تر ټولو لویې ستونزې یوه دا ده چې ډېره پټه بوره په داسې عادي خوړو کې ورزیاته شوې ده چې موږ یې هره ورځ کاروو لکه مستې، ډوډۍ، د سلاد ساس، کچپ او سموتي.

د نړۍ د شکر ناروغۍ د ورځې له را رسېدو مخکې چې د نومبر پر ۱۴ مه نېټه ده موږ دا ګورو چې څنګه له حده زیاتې بورې له خوړلو ځان وساتو.

(Free sugars) څه دي؟

مستې، ګرینولا او د مېوې جوس د یوې روغې سهارنۍ په څېر ښکاري. خو د دې خوړو ډول پورې اړه لري چې تاسو کوم انتخاب کړی، کېدای شي لا د سهار تر نیمايي پورې تاسو د نړۍ د روغتیا سازمان (WHO) د ټولې ورځې د بورې له سپارښتل شوې اندازې ډېره بوره خوړلې وي. د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې له مخې بالغان باید په ورځ کې تر ۳۰ ګرامو زیات فري شوګر ونه خوري.

فري شوګر څه ته ویل کېږي؟

فري شوګر هغه بوره ده چې خواړو او څښاکونو ته د خوږولو لپاره ور زیاتېږي. همدارنګه هغه بوره چې طبیعي ډول د شاتو، شربتونو او اګاوي (Agave) په شربت کې وي هم فري شوګر ګڼل کېږي. په جوسونو کې هم فري شوګر شته.

بدن د بوري د هضم طریقه د هغې د ډول او ځای پورې تړلې ده. کله چې تاسو تازه مېوه یا سبزي وخورئ نو په کې موجود فایبر د هضم پروسه ورو کوي چې دا د وینې د خوږې د ناڅاپي لوړوالي مخه نیسي.

خو کله چې اضافه یا فري شوګر وخوړل شي نو ډېر په چټکۍ وینې ته داخلیږي او معمولاً په زیاته اندازه وي چې د وینې بوره ناڅاپه لوړوي. همدا حالت د مېوې او سبزیو د جوس له څښلو وروسته هم رامنځته کېږي ځکه چې مېوه د جوس په جوړولو کې له خپل مفید فایبر بې برخې کېږي.

که دغه د وینې د بوري لوړې چټکې کچې په تکرار سره دوام وکړي، یوه بله ستونزه دا ده چې د بدن حجرې نور د انسولین هورمون پر وړاندې دومره غبرګون نه ښيي.

نننۍ نسل د تېرو نسلونو په پرتله ډېرې پروسس شوې خواړه خوري. حتا په داسې خوړو کې هم بوره کارول کېږي چې موږ یې تمه نه لرو لکه ځینې ساتل شوي غوښې او کب. په دې پروسس کې ډېری وخت مالګه او بوره دواړه کارول کېږي چې خوند ښه کړي او د ساتلو موده اوږده کړي.

خورا ډېر پروسس شوي خواړه تر دې هم یو پړاو وړاندې دي. دا هغه خواړه دي چې په صنعتي ډول ډېر بدل شوي وي او په کې داسې پېچلي مواد وي چې تاسو به یې په خپل پخلنځي کې ونه مومئ.

که په یو محصول کې له پنځو زیات مواد شامل وي نو ډېر احتمال شته چې دا یو الټرا پروسس شوی محصول وي.

په موادو کې د نومونو په لیکلو هم پام وکړئ -

High-Fructose Corn Syrup, Fruit Juice Concentrate, Honey او Agave Nectar ټول د بورې نور نومونه دي. یعنې کېدای شي یوازې یو دوکان نه اخیستل شوی ملک شېک یا د پاستا یو ساس ستاسو د ورځې د شکر ټول حد پوره کړي!

له خوږو سره د نړۍ د خلکو مینه

په ټوله نړۍ کې خلک اوس د پخوا پرتله هره ورځ ډېره بوره خوري، سره له دې چې ډېر پوهېږي بوره روغتیا ته زیان رسوي.

نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي امریکا لاهم هغه هېواد دی چې هر وګړی یې تر ټولو زیاته بوره خوري. خو په هند، چین، پاکستان او اندونیزیا کې هم د بورې خوراک په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی.

که د چاغښت نړیوال کچ همداسې دوام ومومي، نو د The Lancet د ۲۰۲۴ کال د مارچ د شمېرو له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۵۷.۴٪ نارینه او ۶۰.۳٪ ښځې ډېر وزن ولري يا چاغ وي. دې څېړنې له ۲۰۰ ډېر هېوادونه پوښلي دي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به چین، هند او امریکا د ډېر وزن لرونکو یا چاغو خلکو ترټولو لوی نفوس ولري - په ترتیب سره ۶۲۷ میلیون، ۴۵۰ میلیون او ۲۱۴ میلیون - چې دا به د دوی په ملي روغتیا سیسټمونو د پام وړ فشار راوړي. دغه حالت به د دوی پر روغتیايي سیستمونو ډېر فشار واچوي.

خو موږ کولای شو سر له اوسه د دې بحران د مخنیوي لپاره ګامونه واخلو او د خپلې راتلونکې روغتیا کنټرول په لاس کې واخلو.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) د شمېرو له مخې ۶۳٪ بالغان هره ورځ خواږه څښاکونه څښي. له دغو څښاکونو، خوږو، چاکلیټو او پروسس شويو خوړو ډډه کول د خلکو د روغتیا د ښه والي لپاره ډېر ګټور دي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې په ورځني کالوري کې د اضافه بورې اندازه باید له ۱۰٪ کمه وي او د غوره روغتیا لپاره له ۵٪ هم کمه وي. دا شاوخوا ۶ کاشوغې بورې سره برابرېږي - هم هغه بوره پکې شامله ده چې په خوړو کې پخېږي او هم هغه چې موږ یې خپله ورزیاتوو.

WHO دا هم وایي چې د BMI په څارنه سره باید وګورو چې ایا موږ د زیات وزن په لوري روان یو که نه.

BMI د چاغښت د معلومولو دقیقه لار ده؟

BMI د نړۍ په کچه د ډاکټرانو له خوا کارول کېږي ځکه محاسبه یې ساده ده - د قد او وزن پر اساس.

خو دا بې‌نقصه نه ده او ځینې محدودیتونه لري:

یوازې دا معلوموي چې ایا وزن د قد پرتله لوړ دی که نه، خو نه وايي چې دا د غوړو له امله دی که د عضلو.

د بدن د غوړو ډول او د هغوی ځای نه اندازه کوي (لکه د نس/اندامونو شاوخوا خطرناکه غوړه).

د عمر، د فزیکي فعالیت کچه او د جنسیت توپیر پکې نه شاملیږي.

په بریتانیا کې څېړنو ښودلې چې د ځینو تورپوستو، اسیایي او نورو اقلیت قومونو کسان د ټیټې BMI په کچه هم د زړه ناروغیو او د شکر ناروغۍ له خطر لاندې راځي. همدا وجه وه چې د بریتانیا د NICE ادارې د ۲۰۲۵ په پیل کې نوې لارښوونې خپرې کړې.

د دې ډلو لپاره د BMI حدونه راټیټ شوي، څو خطرونه په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او کنټرول شي.

په همدې ډول NICE وايي چې د بدن جوړښت (د عضلو او غوړو اندازه) د قومونو تر منځ توپیر لري او اندازه یې باید په دقت وشي.