ټاپي: د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا د ګازو نللیکه تر کومه ځایه رسولې؟

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له کارونه ګډه لیدنه کړې.
د دغه شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالري پروژې کارونه په ترکمنستان کې پای ته رسېدلي چې له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د څه باندې۳۰ میلیارده متر مکعبه ګازو د لېږد وړتیا لري. خو دوام یې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنیو او پانګونې نشتوالي له امله له خنډ سره مخ و.
اوس د طالبانو حکومت وايي چې د دغه پروژې عملي کارونه په هرات ولایت کې پیل شوي دي.
په ټوله کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې اوږدوالی ۸۱۶ کیلو متره ښودل شوی دی، خو لومړی یې باید په هرات ولایت کې د ۱۵۳ کیلو متره کارونه بشپړ شي.
ټاپي یوازې د ګازو نللیکه نه ده، بلکې ځینې نورو پروژې لکه د نوري فایبر، ټرانسپورټ او برېښنا په څېر پروژې هم په همدې ټولګه کې راځي.
دا لویه پروژه نه یوازې ډېر وخت ته اړتیا لري، بلکې دوه نور مهم اړخونه یې هم د بحث وړ دي. یو یې مالي او بل یې تخنیکي اړخ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکمنستان ګاز څه وخت هرات ته رسېږي؟
د ټاپي پروژې کارونه افغانستان کې په رسمي توګه د روان کال په سیپټمبر میاشت کې پیل شول، خو په افغانستان کې یې رغنیزې چارې د ډېسمبر په لومړیو کې پیل شوې. بي بي سي موندلې چې په همدې شاوخوا ۲۰ ورځو کې تر اوسه نږدې ۱۱۰۰ متره یعنی څه باندې ۱ کیلومتر پایپ وېلډېنګ شوی دی.
بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي چې د همدې پروژې انجنیري کمپنۍ په ورځ کې تر ۱۲۰ متره پایپ غځولو وړتیا لري او تمه ده چې دا کارونه نور چټک شي.
د سرچینې په خبره، په هرات کې به د ټاپي پروژې کارونه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي او د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ میاشت کې به د هرات خلکو ته "عملا" ګاز ورکړل شي.
ټاپي له هرات وروسته له کومو ننګونو سره مخ ده؟
د ټاپي د ګازو پایپ لاین کارونه له هرات وروسته او بیا تر وروستۍ هدفه یعنی تر پاکستان او هند پورې رسېدو په تړاو یې جدي شکونه دي.
سرچینه وایی چې له دې وړاندې د ټاپي پروژې د ترسره کولو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه "امنیتي" ستونزې وې، خو اوس دا ستونزه "تر ډېره حل شوې ده" خو اوس لویه ستونزه د "مالي سرچینو کمښت" دی.
د ټاپي پروژې مالي ملاتړ کوونکي د اسیا پراختیايي بانک له لارې د همدې پروژې لګښتونه ورکوي. خو بي بي سي ته سرچینو ویلي چې اوس مالي ملاتړي د افغانستان "سیاسي وضعیت" ته په کتو پر دې پروژې د پانګونې لپاره "زړه نه ښه کوي" او همدا لویه ننګونه ده.
د رپوټونو پر اساس ترکمنستان پرېکړه کړې چې د دې اوږدې پروژې لنډه برخه مالي ملاتړ یعنی په هرات ولایت کې د لګښتونو بار پر غاړه واخلي، خو له هغه وروسته د نورو "لګښتونو" پوره کول ستونزمن کار دی. سرچینه وايي چې په هرات ولایت کې د ټاپي کارونو له بشپړېدو سره ښايي نور مالي شریکباڼې بېرته پانګونې ته لېواله شي.
د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي چې پخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر هم و وايي، د افغانستان سیاسي وضعیت له امله د ټاپي مهمه پروژه له ستونزو سره مخ ده.
هغه وايي "یو هېواد هم افغانستان په رسمیت نه پېژني. د یوې سیمه ییزې پروژې د ترسره کولو لپاره یوه پیاوړي او نړیوال باور لرونکي ادرس ته اړتیا ده. موږ له نړیوال مالي نظام وتلي یو او دومره لویه پروژه نړیوال او سیمه ییز تفاهم او رسمي بستر ته ضرورت لري. د همدې پروژې مالي مدیریت د اسیا پراختیايي بانک پر غاړه ده او د نړیوالو قوانیونو پر اساس چې اجازه نه لري، نو هېڅ مالي کارونه یې رسمي نه شي ترسره کېدلی."
هغه اندېښنه لري چې د ټاپي پروژې کارونه به نور هم "وځنډېږي" او په باور یې اوسني کارونه "تبلیغاتي" بڼه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښکېلو هېوادونو اختلافات پر دې پروژه کومې اغېزې لرلی شي؟
ټاپي د څلورو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند) ګډه اقتصادي پروژه ده. د دوی له ډلې ځینې هېوادونه یې په خپلو کې "ژور سیاسي اختلافات" لري او په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ هم سیاسي اختلافات پر یو بل د دوی له "نیوکو" او "تورنولو" ښکاري.
اذرخش حافظي وايي د همدې څلورو هېوادونو تر څنګ د ټاپي پروژې ترسره کولو لپاره یوه نړیوال تفاهم ته هم اړتیا ده. هغه زیاتوي چې د هرې اقتصادي پروژې ترسره کولو لپاره سیاسي مناسباتو ته اړتیا ده خو وايي اوس دا مناسبات نشته.
ښاغلی حافظي وايي "د ټاپي پروژې په تړاو باید د څلورو هېوادونو تر منځ هوکړه وي، خو اوس دا هوکړه نشته. داسې ښکاري چې اوس پر همدې پروژه یوازې ترکمنستان او افغانستان سره جوړ دي. که پاکستان او هند ورسره ملګري نه وي، نو دا پروژه سرته نه رسېږي او د اسیا پراختیايي بانک هم پر همدې پانګونه نه شي کولی."
ټاپي پروژه د ترکمنستان د طبعي ګازو نللیکه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي. یعنی اخیستونکي هېوادونه یې پاکستان او هند دي او افغانستان ته به یې د ګازو مشخصې کچې تر څنګ د کال نږدې ۵۰۰ میلیونه ډالر د مالیې یا ټرانزیټي فیس په توګه ورکول کېږي.
اذرخش حافظي وايي چې که د ګازو اخیستونکي هېوادونه (پاکستان او هند) د ترکمنستان ګازو ته اړتیا ونه لري او یا خپلې اړتیاوې له نورو بدیلو لارو پوره کړې نو بیا داسې ښکاري چې په دې پروژه کې یوازې ترکمنستان او افغانستان پاته شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"ټاپي ته هيله من یوو او انتظار یې ډېر اوږد شو"
په افغانستان کې د ټاپي پروژې له پیلېدو سره خلک تمه لري چې دا ځل په د پروژې کارونه بشپړ شي. ګڼو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو هم د دې پروژې د عملي کارونو د پیلېدو هرکلی کړی و او پر خواله رسنیو یې خوښي څرګنده کړې وه.
د هرات ولایت یو اوسېدونکی عبدالمالک رحیمي په دغه ولایت کې د ټاپي نل لیکې د کارونو په اړه وايي چې تمه لري کارونه به یې چټک شي او دا ځل به "ونه ځنډول" شي.
هغه وايي "ډېر ورته هېله مند یو، دا به هرات ولایت ته ډېره ګټه ورسوي. خلکو ته به کارونه پیدا شي. خدای دې وکړي چې دا پروژه عملي شي. څو وارې وځنډول شوه او ډېره ناوخته شوه، دا انتظار یې سخت دی. د کارونو چټکولو لپاره باید کارکوونکي او انجنیران ډېر شي."
د ټاپي پروژې په تړاو لومړی ګام ۲۷ کاله مخکې پورته شو. په ۲۰۱۰ کال کې یې ترکمنستان کې لومړۍ هوکړه وشوه او عملي چارې یې د ۲۰۱۵ کال په پای کې په افغانستان کې د جمهوري حکومت پر مهال پیل شوې. په ۲۰۱۸ کال کې یې په افغانستان کې هم پرانیسته وشوه خو د "نا امنیو" او ځینو نورو "ستونزو" له امله یې چارې پر مخ نه لاړې.

د عکس سرچینه، Getty Images











