په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې په رسمي توګه پيلېږي

ټاپي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي له کلونو انتظار وروسته به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې یا ټاپي پروژې چارې په هرات ولایت کې پيل شي.

د هرات سیمه ییز چارواکی وايي د پروژې د پرانيستلو مراسمو ته یې چمتوالی نیولی او د دغو مراسمو له کبله نن چارشنبې د افغانستان په دغه لوېدیځ ولایت کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د چارواکو په وينا له دې پروژې سره به همهاله د اورګاډي د پټلۍ د غځولو، نوري فایبر او ټاپ پروژې چارې هم پیل شي.

د طالبانو حکومت کې د هرات د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقي ټاپي د افغانانو د راتلونکې لپاره باارزښته او د سیمې په کچه لویه پروژه وبلله.

نوموړي وويل، "ټاپي پروژه د افغانستان په سطحه د افغانانو د مستقبل لپاره او بالخصوص د منطقې په کچه تر ټولو لويه پروژه ده او په ډېره لنډه موده کې به دغه پروژه د افغانستان په اقتصادي محور کې د يو غټ تحول راوړونکې وي."

ښاغلي متقي دغه پروژه د افغانستان او سيمې د پرمختګ او ابادۍ لپاره يو لوی ګام وباله.

ښاغلي متقي زياته کړه چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پرانستنه به په ځانګړو مراسمو وشي ځکه چې په وينا يې د پرژوې پرانستنې لپاره د طالبانو د حکومت او ترکمنستان لوړ پوړي چارواکي راټولېږي.

د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په یوې خبر پاڼه کې نن چهارشنبه د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو لخوا د ټاپي پروژه پرانستل کېدل تاریخي بللي او په دې مناسبت یې نن یوه ورځ په هرات کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د ټاپي پروژه

د عکس سرچینه، AISA

یاده دې وي چې ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د چارواکو په وینا چې تراوسه پورې ۲۱۴ کیلومتره د ګازو نللیکه په ترکمنستان کې رغول شوې او د پروژې له پرانستل کېدو وروسته به یې ژر چارې په افغانستان کې هم پیل شي.

ویل شوی چې له ترکمنستانه تر هنده پورې د ګازو په دې نلیکه کې به په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز لېږدول کېږي.

له دې نه به پنځه میلیارده متره مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي او پاتې برخه به یې په مساوي ډول پاکستان او هندوستان ته ورکول کېږي.

اټکل دی چې د ټاپي پر پروژې لس ملیارده ډالر لګښت راشي او د شوې هوکړې له مخې به هر کال افغانستان ته ۴۵۰ میلیونه ډالر د ترانزیت فیس په توګه ورکول کېږي. د چارواکو وینا ده چې په دې پروژې کې به افغانستان کې زرګونه دندې خلکو ته پیدا شي او دغه راز به افغانستان وکولای شي چې له ګازو نه د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره برېښنا هم تولید کړي.

د ټاپي پروژې فکر شاخوا ۲۷ کاله مخکې پیدا شو. په ۲۰۱۰ کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د ټاپي پروژې د پیل لومړۍ هوکړه لاسلیک شوه خو عملي چارې یې د ۲۰۱۵ کال په پای کې هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوري حکومت و په ترکمنستان کې پیل شوې.

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.