د طالبانو حکومت ته د "ټویوټا منفي ځواب": په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره د پوځي ډوله موټر تړاونه

    • Author, علي حسیني، بي‌بي‌سي

هرکله چې په افغانستان کې واک بدل شوی، نښې یې نه یوازې په ولسمشرۍ ماڼۍ او وزارتونو کې لیدل شوې، بلکې پر سړکونو او هغو ماډلونو او برانډونو کې هم څرګندې شوې چې نوی رژیم یې غوره کوي.

د افغانستان د سیاسي رژیمونو او هغو موټرو ترمنځ، چې د دوی سرتېرې یې کاروي روښانه اړیکه شته. په دغه هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد او امریکایي سرتېرو د شتون پر مهال او په دواړو حالاتو کې د واک له بدلون وروسته د پوځ بېلابېل ماډل موټرونه کارول شوي.

اوس چې واک د طالبانو په لاس کې دی، هڅه کوي له امریکایي رېنجر ګاډو ځان خلاص کړي او پر ځای یې بل ماډل وکاروي. د طالبانو حکومت دغې موخې ته د رسېدو لپاره لومړی جاپاني ټویوټا ته مخه کړه.

په افغانستان کې "د حبیب ګلزار موټرز" په نوم شرکت، چې د ټویوټا رسمي استازولي ده، بي‌بي‌سي ته ومنله چې د طالبانو حکومت ورسره د ګاډو په موخه اړیکه نیولې وه او دوی یې غوښتنه و نه منله.

د یاد شرکت مشر احمد شاکر عادل بي‌بي‌سي ته وویل، د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر پر ۲۷مه (کابو دوې میاشتې) مخکې په دې تړاو اړیکه ورسره نیول شوې وه.

ښاغلي عادل په دې هکله بي‌بي‌سي ته وویل، په افغانستان کې د ټویوټا استازولي "پر نړیوالو بنسټونو او ځینو غیردولتي سازمانونو او سفارتونو" د موټرو د پلور اجازه لري.

له ښاغلي عادل مو وپوښتل چې د طالبانو غوښتنې ته د دوی ځواب منفي و؟ هغه همدا خبره ومنله او ویې ویل: "بلې زموږ ځواب ور ته منفي و."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د امریکايي کمپنۍ فورډ له خوا د تولید شویو رېنجر موټرو پر ځای نور موټر وکاروي. خو تر اوسه مالومه نه ده چې پر ځای به یې کوم ډول موټر غوره کړي. داسې ګومان کېده چې د جاپاني ټویوټا شرکت جوړ ګاډي د طالبانو حکومت له غوراویو یو و.

وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بي‌بي‌سي ته ویلي وو: "د بل ماډل ګاډي غوراوی" لا وروستی شوی نه دی. دوی زیاته کړې وه چې "تر اوسه د نورو ګاډو اخیستو لپاره بودیجه نه ده منظوره شوې، خو کېدای شي د پولیس یونیفورم هایلکس ماډل موټرو ته په پام ډیزاین شي."

له رېنجر سره خدای پاماني

په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او غربي هېوادونو په ملاتړ واکمن نظام تر ډېره له رېنجر موټرو ګټه اخیستله، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت یې.

د دغه امریکايي شرکت چې په افغانستان کې یې لنډ نوم اې‌اېم‌اېس (AMS) و، یوه سکاتلنډي پخواني کار کوونکي بي‌بي‌سي ته وویل: "رېنجر موټر د افغانستان ځانګړو شرایطو ته په کتو تولید شوي وو. د دغو ګاډو پرزې په تایلنډ کې جوړې شوې وې او بیا افغانستان ته وارد شول.

دا شرکت چې په افغانستان کې یې د پوځي موټرو د بیا جوړولو او ساتنې قرداد درلود، وايي له ۲۰۱۷م تر ۲۰۲۱م کال پورې یې تر ۱۳۰ زره ډېر د افغان ملي اردو او پولیسو پوځي ګاډې ترمیم کړل. د ده په وینا، یاد شرکت له امریکا سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت تړون درلود. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په تېرو دوو لسیزو کې امریکا د افغانستان ملي پوځ اصلي ملاتړی و.

په افغانستان کې د اې‌اېم‌اېس په نوم د دغه شرکت همدا پخوانی کارکوونکی په دې نظر دی، چې په یاد شرکت کې افغان کارکوونکو د پوځي ګاډو د ترمیم وړتیا لرله، خو یاد کسان د جمهوریت له سقوط مخکې په ۱۴۰۰ هـ ش کال له افغانستانه ووتل.

ده چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې یاد شي، بي‌بي‌سي ته وویل، په افغانستان کې د جمهوریت په وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني په دې هڅه کې و، چې له یاد شرکت سره داسې تړون لاسلیک کړي، چې له مخې به یې یاد شرکت د افغان حکومت د موټرو د ترمیم مسؤلیت ولري.

د هغه په نظر "دا چې د طالبانو حکومت غواړي رېنجر موټر له نورو موټرو سره بدل کړي، اصلي لامل یې دا دی، چې دوی د یادو ګاډو پرزې او برخې په اسانۍ نه شي ترلاسه کولای، د رېنجر موټر پرزې ګرانې دي او د طالبانو پر حکومت بندیزونه دي، نو ځکه له امریکايي فورډ کمپنۍ سره، چې رېنجر موټر یې تولید کړي دي، معامله یا سودا وکړي."

د ټویوټا له "منفي ځواب" وروسته اوس روښانه نه ده، چې د طالبانو حکومت بل انتخاب به څه وي، خو په ازاد بازار کې د ټویوټا موټرو پېرېدل ممکن د دوی لپاره بل غوراوی وي. افغانستان ته د "دویم لاس" موټرو واردات خورا زیات دي، چې ډېری یې پکې د ټویوټا کپمنۍ تولیدات وي.

د ټویوټا کمپنۍ تولیدات په ځانګړي ډول هایلکس او لنډکروزر په افغانستان کې پر درېیو کټګوریو وېشل شوي دي: (خلیجي)، (اروپايي) او (هالنډي).

په افغانستان کې د یادو موټرو بیې د تولید کال او ماډل ته په کتو توپیر لري. د بېلګې په ډول هغه هایلکس موټر، چې په ۲۰۱۰م کال کې تولید شوي وي، کابو اوه زره امریکايي ډالره بیه لري او په ۲۰۲۰م کال کې د تولید شوي ماډل بیه بیا شاوخوا ۲۶ زره امریکايي ډالره ده. خو کېدای شي د دغو موټر بیې په بېلو موټر پلورنځیو او ولایتونو کې توپیر ولري.

افغانستان ته ډېری موټر له دبۍ او د ایران له لارو واردېږي.

"ملا محمد عمر او موټرسایکل؛ د هونډا لپاره بهترین اعلان و"

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په خپل کتاب (د اور پر لیکه) کې لیکي: "د ۲۰۰۱م کال ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې ملا محمد عمر د دې احساس په درلودلو، چې ماته یې خوړلې ده، پر هونډا موټرسایکل یې پښه واړوله او وتښتېد. کله چي د جاپان لومړي وزیر {جونیچیرو} کویزومي، د ملا عمر د پټ ځای په اړه پوښتنه رانه وکړه، نو ور ته ومې ویل، هغه پر هونډا موټرسایکل وتښتېد. وروسته مې په خندا ورپسې زیاته کړه، د هونډا لپاره به دا بهترین سوداګریز اعلان وي، که ملا عمر په داسې حال کې، چې پر هونډا سپور وي، پټو او ږيره یې باد وهي، ښکاره کړي."

د طالبانو د لومړني رهبر د تېښتې ډول لا مالوم نه دی، خو که پر موټرسایکل یا موټر کې تښتېدلی وي، په دواړو حالت کې په جاپان کې د جوړې وسیلې رول شته. د ۱۴۰۱ هـ ش کال په تله میاشت کې طالبانو اعلان وکړ، چې په زابل کې یې د ټویوټا کمپنۍ جوړ هغه سراچه موټر له خاورو رایستلی، چې د طالبانو تحریک بنسټګر ملا محمد عمر په ۱۳۸۰ هـ ش کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته له کندهار پکې ووت او بیا یې پته ورکه شوه.

په جاپان کې د تولید شویو نقلیه وسایلو او طالب وسلوالو اړیکه د دوی د تحریک له هماغه لومړیو ورځو پیل شوه او شاید په را تلونکې کې هم دوام وکړي.

په افغانستان کې د پوځي ځواک لپاره د موټرو او بهرني ملاتړ تر منځ مخامخ اړیکه

په تېره نژدې نیمه پیړۍ کې، د افغان پوځ له خوا د پوځي وسایلو کارول په مخامخ ډول په افغانستان کې له سیاسي شرایطو او بهرنیو مداخلو سره تړاو درلود.

له ۱۳۵۷ تر ۱۳۷۱ هـ ش کلونو پورې، کله چې په کابل کې د شوروي ملاتړي حکومتونه واکمن وو، پوځي وسایل لکه جیپونه او کامازونه، له شوروي اتحاد سره یې د افغانستان د پوځي تړاو روښانه نښه وه. روسي ولګا په افغانستان کې د روسي خاد، اګسا او دولتي امنیت وزارت (په افغانستان کې د شوروي ملاتړو حکومتونو استخباراتي ادارې) د څرګند شتون بېلګه وه.

خو په دې دوره کې د شوروي ملاتړو حکومتونو پر وړاندې په جبهه کې، په جاپان کې جوړ شوي موټرونه کارېدل. د افغان جګړې په اوږودو کې د ټویوټا موټرو حضور کېدای شي له هماغه وخته پیل شوی وي. وروسته د طالبانو را پیدا کېدو او بیا د دې ډلې د واکمنۍ پرمهال یوه د خورا پراخو کارېدونکو موټرو له ډلې ټویوټا وه.

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته، کله چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته لاړل او د لوېدیځ په ملاتړ یې نوی نظام جوړ کړ، نو په دغه نظام کې یې د پوځ له موټرو د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو حضور د لمر په څېر روښانه څرګندېده.

افغان پوځ بېلابېل موټرونه کارول. د بېلګې په ډول رېنجر چې امریکایي شرکت فورډ تولید کړي وو؛ دغه ماډل موټرونه په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت له اصلي نقلیه وسایلو وو.

که د جمهوریت مهال افغان ځواکونه په هغو موټرو کې سپرېدل چې امریکایي شرکتونو جوړ کړي وو، خو وسله وال طالبان بیا پر جاپاني هونډا موټرسایکلونو ګرځېدل او یا به یې تګ راتګ د سراچې او فیلډر په نوم موټرو کې کاوه، چې د ټویوټا کمپنۍ تولید کړي دي.

"لکه د نورو موټر پېرودونکو په څیر، طالبان د دوو ځانګړتیاوو په لټه کې دي: دوام او اعتبار"

د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو دوې میاشتې وروسته، نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې ټویوټا وروسته له هغه یو بیان خپور کړ چې په تلویزیونو کې ښودل کېدل، طالبان "لینډ کروزر" موټرونه چلوي. هغه وخت ټویوټا وویل، په تېرو پنځو کلونو کې یې یوازې یو لینډ کروزر موټر په ۱۹۹۷م کال کې په رسمي ډول افغانستان ته صادر شوی دی.

"د ټویوټا نور ډول محصولات چې اوس په افغانستان کې شته، امکان لري چې له ګاونډیو هېوادونو له غیر رسمي لارو هلته وارد شوي دي." یانې قاچاق شوي وي.

د ټویوټا نارضایتي له دې امله وه، چې نوم یې له طالبانو او القاعده شبکې سره تړل شوی و. یاد شرکت په دې تړون خپله ناخوښي د هماغه کال په سپټمبر کې په یوه خبرپاڼه کې هم څرګنده کړې وه او ویلي یې وو:

"ټویوټا په افغانستان کې هېڅ ډول استازولي نه لري او دغه هېواد ته موټر نه صادروي."

په نیویارک کې د ټویوټا د هغه مهال ویاند وید هویت یاده موضوع په لږ توده لهجه داسې بیان کړې وه:

"دا زموږ د محصولاتو لپاره تر ټولو ناخوښه اعلان دی، خو دا ښیي چې طالبان، لکه د نورو موټرو پېرودونکو په څېر، د دوو ځانګړتیاوو په لټه کې دي: دوام او اعتبار."

که تاسو په ټوله نړۍ کې د داعش د جنګیالیو تبلیغاتي انځورونه او وېډیوګانې لیدلي وي، نو له دوی سره به مو د ټویوټا هایلکس ماډل موټر هم تر سترګو شوي وي.

د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر پر ۱۳مه، کله چې داعش په (عراق او سوریه) کې د خپل ځواک په اوج کې و او د ټویوټا لینډ کروزر او هایلکس موټرونه د دغې ډلې په ډېرو تبلیغاتي وېډیوګانو کې لیدل کېدل، نو ټویوټا پر انټرنیټ د پوښتنې او ځواب یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړه. د یادې پاڼې سرلیک و "په جګړه ییزو سیمو کې د ټویوټا موټرو کارولو په اړه راپورونه".

په دې پاڼه کې ټویوټا روښانه کړې وه: "موږ د ټولو هغو هېوادونو قوانین عملي کوو چې موږ پکې کار کوو او د شرکت له خبراوي او رضایت پرته د نظامي کارونې لپاره زموږ د موټرو پلور منع دی.

"زموږ کمپنۍ جوړ کړي هغه موټرونه چې له وسله والو ډلو سره لیدل کېږي، شونې ده چې له غیر رسمي یا دویم لاس لارو هلته وارد شوي وي."

ټویوټا ټینګار کړی و چې په سوریه کې موټر نه پلوري او په لیبیا او عراق کې یوازې هغه مهال خپل تولیدات پر پېرودونکي پلوري چې هویت یې معلوم وي.

د دې مسلې په اړه اندېښنې دومره زیاتې شوې چې ځینو ځایونو کې ټویوټا پر خپلو پېرودونکو داسې شرایط ولګول چې د ګاډو له اخیستو وروسته تر یوه کاله یې بېرته په بل چا د پلور اجازه نه لري.

د "ټویوټا جګړه"

پیاوړی انجن، پر کنډو او کپرو لارو او پر غرنیو او صحرايي سیمو کې د تګ وړتیا، د تېلو کم لګښت، په اسانۍ یې د پرزو پیدا کېدل او د مختلفو وسلو د نصبولو لپاره د کافي ظرفیت لرل د ټویوټا موټرو ځینې هغه ځانګړنې دي چې د دغې کمپنۍ تولید شوي ګاډي یې د وسله والو د خوښۍ وړ ګرځولي دي.

په ۱۹۷۷م کال کې د چاد او لیبیا ترمنځ جګړه وشوه چې د "ټویوټا جګړې" په نوم مشهوره شوه. دا جګړه ځکه په دې نوم اوڅاره شوه چې د ټویوټا کمپنۍ پیک اپ موټرونه (په ځانګړې توګه هایلکس او لینډ کروزر) په پراخه توګه پکې وکارول شول.